کابل:-د امریکا د کانګرس غړي په افغانستان کي د ادارې فساد او په خاص ډول د مرستو له پیسو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له وجې سخت په غوسه شوي او وایي، که افغان حکومت د اداري فساد په ضد د واقعی مبارزې ډاډ ورنکړې ، دوی به افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړې.
له بلې خوا، د افغانستان لوي څارنوال وایي، په کابل کي د امریکا سفیر ورباندي فشار اچولی چي په اداري فساد کي ښکیل جګ پوړې حکومتي چارواکی دي ونیسي. د همدغو مسلو د وضاحت په مقصد، د امریکا لوي څارنوال کابل ته تللی.
د امریکا د متحده ایالاتو لوي څارنوال ایرک هولدر پرون د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسید او غواړي په افغانستان کې د اداري فساد په ضد د مبارزې او د دواړو هیوادونو د اجرایوي ارګانونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په لارو چارو له افغان او امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.
د امریکا لوي څارنوال په یوه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د اداري فساد په ضد مبارزه او د قانون حاکمیت د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په لومړیتوبونوکې دي او مونږ په افغانستان کې د یوه اغیزمن جنایي عدالتي سیستم د ایجاد او ساتلو په مقصد مرستې کوو.
ایرک هولدر د امریکا د عدلیې وزارت جګ پوړی چارواکی دی چې د امریکا د استخباراتو د فدرالي اداري یا ایف بي اي او د نشه یي موادو ضد ادارود چارو مسولیت هم لري.
د امریکا د عدلیې وزارت له څه مودې راهیسي، د حقوق پوهانو او د قانون د پلي کولو د چارو د ماهرانو یوه ډله افغانستان ته استولې تر څوافغان مامورین د ادارې فساد، نشه یي موادو او تروریزم ضد چارو کي وروزي.