Posts | Comments | E-mail /

لمبر دو!! شف شف نه شفتالو

Posted by on Jun 30th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میم. شین

په پاكستان كې په دې وروستيو څو مياشتو كې د جعلي ډګريو او اسنادو مساله ډيره په زور كې ده، د هغه هېواد زيات شمير د ملي شورا او كابيني غړي تر دې تور لاندې دي، پرون يې تازه خبر دا ؤ چې د بلوچستان د ايالتي شورا او كابينې تر نيمايي زيات غړي يې د جعلي اسنادو خاوندان دي.

په پاكستان كې دغه لوبه ډيره عامه ده هلته د هر شي (لمبردو) را وتلاى شي، اوس دادي (لمبردو) د شورا وكيلان او وزيران هم راوتلي دي. كه د پاكستان په كوم درملتون كې د كومې دوا نوم واخلې سمدستي درته وايي كوم يې غواړي؟ يانې لمبر دو كه اصلي.

په دې لمبر دو كې يو تن د ملي شورا غړى (جمشيد دستي) هم ؤ چې د واكمن خلكو ګوند مشرانو ته ډير نږدې ؤ، چې كله محكمې د نوموړي د زده كړو اسناد رد كړل او له پارلمان نه لرې شو، سمدستي د هغه هېواد صدراعظم يوسف رضا ګيلاني خپل مشاور وټاكه.

زما وروسته دې ته پام شو چې په اصلي دندو كې كله څوك ناكام او يا ((لمبر دو)) را وخيژي دا نو معمولاً بايد مشاورين وټاكل شي او زه ايله اوس د ولسمشر كرزي د درجن درجن مشاورينو پر راز و پوهيدم.

په هر صورت خبره د جمشيد دستي د مشاوريت وه، سباته د پاكستان رسنيو يوه عجيبه غوغا را پورته كړه، جنګ ورځپاڼې په يوه لوى سرليك كې وليكل:

نو جمشيد دستي به صدراعظم ته د څه شي مشوره وركوي؟

په ځواب كې په همدومره لويو ټكيو ليكل شوي وو چې:

د دې مشوره چې جعلي اسناد څه ډول جوړيږي؟!

زه چې د پاكستان د رسنيو او سياسي كړيو دې غوغاوو ته ګورم فكر كوم چې هغوى خو بيا هم بختوران دي، دادي پر دې خو غږ اوچتولاى شي، راشه زموږ حالت ته، دا پرون چې ولسي جرګې ته كوم نوماند وزيران وړاندې شول او د تائيد رايې يې واخيستلې چايې په ريښتيا دا ارزونه وكړه چې څومره په دې ټول پوره ختلاى شي؟

زموږ په ټولنه كې د ډګري مګري په كيسه كې څوك نه دي، بس ځينې يې د ډالر غوندې دي چې په هر نظام او هره اداره كې چليداى شي، جامع الكمالات او هغه د كركټ د لوبې په اصطلاح آل راونډر دي. دوى په يوه وخت كې طبيبان هم دي او كه اړتيا وه نو قصابان هم ! كه يې ولسي جرګه په كوم سبب رد كړي هم بس لكه د تقدير ليك، مقام به د چا پلار ترې وانخلي، كه نور هيڅ نه وي، (سر پرست) او يا (مشاور) به خامخا وي، او د مشورو بركت خو يې دا دى هر افغان د سر په سترګو ګوري چې نظام مو ورځ تر بلې د زوال په لور روان دى، څومره چې زموږ د يوه انډيوال خبره دغه ډيزلي مشاورين او سر پرستان زياتيږي همدومره د بربادۍ پر لور زموږ د نظام مزل ګړندى كېږي، و ګورو چې تر ګړنګ د غورځولو وروستى وياړ به يې د كوم نوميالي شي!!

ځكه چې د لمبردو وروستۍ پړاو همدغه دى.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار