ولسي جرګې پرون اوو نوماندو وزيرانو ته د تائيد رايه واچوله چې پينځه تنه يې پاس شول او دوو تنو سرور دانش او داود علي نجفي بيا د تائيد رايې تر لاسه نه كړاى شوې. دا ځل ولسي جرګې د نوماندو وزيرانو د اسنادو او كاري پروګرام د ارزونې لپاره د ډير فرصت اړتيا نه ليده، په دريو ورځو كې هر څه تر سره شول.
همدغه بيړه د دې او تيرو دوه ځله نوماندو وزيرانو ته د رايې وركولو پروسې ترمنځ يو ښكاره توپير ؤ، د ولسي جرګې او حكومت په تيره د ولسمشر كرزي ترمنځ په دې مساله اوږده لانجه را روانه وه، په دې لانجه كې ډيرې خبرې، ګونګوسې، تبليغات، ريښتيا او د روغ په سياسي محافلو او رسنيو كې راغلل، پرونۍ د تائيد او رد مسالې ډير پخواني اټكلونه چې په هر بنسټ وو تائيد هم كړل، همدغسې د رايو شميرلو پروسې له بشپړيدو وروسته د ولسي جرګې وكيلانو پخپله پر يو او بل د معاملو تورونه پورې كړل، كه ريښتيا معاملې شوې، كه ريښتيا د دروازو تر شا د راكړې وركړې مساله وي، دا نو له ولس سره لويه جفا ده.
د ولسي جرګې د غړيو رايې چې په هر احساس وې د ولس د استازيو په توګه اوس خپل قانوني ارزښت لري. خو كه ووايو چې دا معامله شوې بايد ومنو چې ډيره ماهرانه معامله وه.
د دوو هزاره نوماندو ناكامول په يوه غشي څو نښې ويشتل دي، د ولسمشر او دده د انډيوالانو ترمنځ بدګومانيو ته لمن وهلاى شي، رد شوي كسان به د سر پرست وزيرانو په توګه خپل امتياز لري د هزاره وزيرانو د ونډې غوښتنه به پر ځاى پاتې وي. بس هم خرما او هم ثواب. دا چې د پردې تر شا به له دې مسالې نه د تعصبونو څومره نورې تورې د بدل او كسات په نامه له پوښه راوزي بيله خبره ده، د دې لوبو اصلي طراحان به د سيل په غونډۍ ناست وي او ملت به د دې بدمرغه لوبو باج وركوي، په هر صورت له لوى خداى نه به خير غواړو، كه د هېواد د نظام جوړونې او دولتي ارګانونو د جوړيدو بنسټ پر معاملو و دريږي هغه هم د يو څو تنو ترمنځ له داسې نظام نه به عام ولس هيڅكله هم خير و نه ويني، ځكه خو چارواكي بايد دې ټكي ته پام وكړي چې دا نن كومې خښتې اېښودل كېږي ډير امكان دى همدغه كاږه ګامونه او كږې خښتې د هېواد د راتلونكي نظام بنسټ شي. كه داسې شي دا به د يوې دورې له خلكو سره نه، له يوه نسل سره هم نه، د افغانستان له راتلونكيو نسلونو سره لويه جفا وي.