Posts | Comments | E-mail /

افغانستان؛ پردۍ ګټې او برخې

Posted by on Jun 30th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

لیکوال: سلیم صافی

سرچینه: د پاکستان د نیوز ورځپاڼه

ژباړن: ذاکر جلالي

د عربو په مشرۍ القاعده او امریکا په افغانستان کې میشت دي ترڅو له یو بل سره د اختلافاتو له کبله حساب وکړي. امریکا او د هغي لویدیز متحدینو، د اسامه، ایمن الظواهری او د هغوي د ملاتړو پر ضد د جګړې په پلمه په زرګونو پوځیان لیږلي دي. له بلي خوا د امریکا آسیایې، افریقایې، غربي، د منځنۍ اسیا او نړیوال دښمنان دلته راټول شوي ترڅو د امرکایې ځواکونو پر ضد وجنګیږي.

افغانستان د طبیعي زیرمو یو شتمن هېواد دی چې لا تر اوسه یې تري ګټه نده پورته کړي. لدي کبله هر نړیوال او سیمه ایز لوبغاړي دي زیرمو ته سترګي پتي کړي دي. همدارنګه د منځنۍ آسیا طبیعی زیرمو ته افغانستان د کونجې یا کیلی حیثیت لري. ځکه هیڅ داسې کوم سیمه ایز او یا نړیوال لوبغاړی نشته چې له افغانستان سره برخه ونلري.

امریکا د افغانستان او منځنۍ آسیا د طبیعی زیرمو د قبضه کولو لېواله ده. په سټراټیژېک ډول، امریکا داسې پلان لاره چې پدې سیمه کې به د شتون له لاري وشې کولاې ترڅو په راتلونکی کې د ایران د پرمختګ مخنیوی وکړی، د چین د مخ پر زیاتېدونکي نړیوال ځواک مقابله وکړي او پاکستان د افغانستان له خاورې کنټرول کړي. امریکا ویره لري چې افغانستان به یوځل بیا د القاعدې پټنځای شي. لویدیځ د طالبانو د ډیموکراسۍ او د بشر د حقوقو له مخالف حکومت څخه هم په ویره کې ده. نور لویدیځ هېوادونه هم خپلې ګټې لدغه لرلېد څخه مشخصی کوي. لدې کبله ددوي ګټې او انېښنې د متحده ایالاتو له هغو سره یو ډول دي.

ایران لپاره سیمه کې د امریکا اوږد مهاله شتون د منلو وړ ندی. او دویم دا چې ایران په کابل کې یو ایران ضد حکومت نشي زغملی. ایران هڅه کوي ترڅو یقیني کړي چې دغه انېښنې به د کابل هر حکومت تطبیق کړي.

روسیه، د منځنۍ اسیا ګاونډي هېوادونه هم د ایران په څېر په افغانستان کې اقتصادي، کلتوري او امنیتی برخي لري. دوی به هم په افغانستان کې د امریکا او متحدینو له اړتیا اوږد شتون و نه زغمي. روسیه ځان د امریکایي او ناټو ځواکونو په محاصره کې احساسوي. په عین وخت کې، دغه هېوادونه اندېښمن دي چې په کابل کې به د طالبانو په څېر حکومت منځ ته راشي چې دا حکومت به منځنۍ اسیا ته د اسلام یو بنسټپال تفسیر و لیږدوي او د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې به د بنسټپالو ملاتړ او یا هم د هغوی لپاره به د الهام یا پارونې په توګه کار وکړي. دغه هېوادونه په راتلونکي افغانستان کې نږدی اقتصادي ګټې لري. دوی به دا خوښ نکړي، چې امریکا او متحدین یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له زیرمو څخه ګټه پورته کړي. د دغو ځواکونو اږد مهاله شتون به دا درک لا پیاوړی کړي چې دوی د منځنۍ آسیا د هېوادونو زیرمو ته سترګي پټي کړي دي.

چین په افغانستان کې ځانګړي ګټې او شرطونه لري. دا هېواد په افغانستان کې د امریکا له اوږد مهاله شتون څخه زړه تنګی شوی. د طالبانو له ماتي څخه وروسته، د چین پولي ته نږدي د نورستان په ولایت کې د نظامی اډو جوړولو د چین ویره لا غښتلي کړي ده. همدارنګه تمه نه کیږي چې چین به په کابل کې یو بنسټپال مذهبی حکومت ومني چې شاید په راتلونکي کي به د چین په لویدیز ولایتونو کې د ستونزو لامل شي.

چین هم د افغانستان او منځنۍ آسیا زیرمو ته سترګي پټي کړي دي. دا هېواد د افغانستان په طبیعي زیرمو کې دمګړۍ هم پانګونه کوي او همدارنګه په منځنۍ آسیا کې یې هم یوه اقتصادي ډپلوماسي خپله کړي ده. چین افغانستان د خپلو تولیداتو لپاره یو نږدی او غښتلی بازار او منځنۍ آسیا ته عمده لار ګڼي.

له نورو لوبغاړو څخه علاوه، هند او پاکستان هم د افغانستان په جګړه کې په فعال ډول ښکېل دي او په کابل کې یو د بل اغیز او پلانونه له خنډ سره مخامخوي. هند، چې د تاریخ په اوږدو کې له کابل سره په ډپلوماتېکو او سیاسي سطحو کې نږدی پاتي شوی دی، غواړي چې هماغه تاریخي نفوذ خوندي وساتي او په کابل کې دداسې حکومت مخنیوي وکړي چې له اسلام آباد سره نږدي اړیکي ولري. هند په کابل کې داسې یو حکومت غواړي چې په سیمه کې د هند د موخو د لاسته راوړلو لپاره د اسلام آباد پر ضد وکارول شي. هند د داسې حکومت ملاتړ کوي چې په سیمه کې د پاکستان د جاه طلبۍ انډول یا پانګ برابر وساتي.

په ستراتيژیک ډول، پاکستان به د افغانستان په راتلونکی نظام کې خورا ستره برخه ولري. پاکستان به هم هند پلوه نظام و نه زغمي. لدي سره سره، پاکستان د افغانستان په قلمرو کې دهند نظامي ځواکونه یا امنیتي اجنټان نه مني.

هر حکومت، چې له هند سره نږدي اړیکي ولري، یا د ډیورند د کرښي او یا هم د پښتونستان په څیر مسایل راپورته کړي، پاکستاني اداره به یې خوښ نکړي.

پاکستان په سیمه کې د هر بل هېواد په پرتله، په افغانستان کې ډیري اقتصادي، کلتوري او سیاسی برخي لري.

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو برخي او اندېښنې تر اوسه په پوره ډول مغشوش دي. اوسمهال، دوی د نړیوال مجبوریت له کبله په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ایتلاف رسمي ملاتړ کوي. د عربو حکومتونه القاعده ددوی لپاره یو ګواښ ګڼي او دوي نه غواړي چې طالبان یو ځل بیا پر کابل مسلط شې او بیا به القاعدې ته پناه ورکړي.

دوی (عرب) په افغانستان کې سني مذهبه اورپکي خوښوي. لدی کبله، دوی به د ایران پلوه حکومت پر ضد د افغان طالبانو ملاتړ وکړي. له بل لوري، دوی هم د پاکستان په څېر امریکا ته د اسراییلو د ملاتړ له کبله په غوسه دي. دوی په افغانستان کې د امریکا بریالیتوب د اسرییلو د بریالیتوب په توګه ګڼې. تر ټولو مهم لوبغاړي، افغان حکومت او طالبان، مختلفي ګټې او شرطونه لري.

افغانستان ته سوله او ثبات یواځي د امریکا، متحدینو او سیمه ایزو لوبغاړو د همکارۍ او ارادي پرته رتلاي شي. د روغي جوړي له پروسي څخه یواځي د افغانستان او پاکستان ملاتړ نشي کولاي چې افغانستان ته سوله او ثبات راولي. دغه لوړه موخه یواځي هغه مهال تحقق موندلی شي چې ټول لوبغاړي لاسونه سره یو کاندي او جګړې ته د پای د ټکي د ایښودو په موخه رغوونکی رول ولوبوي. د یوی تلپاتي سولې داتګ یواځي هغه مهال شوني ده چې د سولې د راتګ لپاره ټول ابتکارات د زیدخلو هېوادونو ګټو ته مثبت ځواب ووایې. که نه، نو له پامه غورځول شوي زیدخله هېوادونه به د سولې د هڅو په لاره کې ګڼې ستونزي را وپنځ‎وي. تر کومه ځایه چې ددوی ګټو پوري اړه لري، ښایې ټولي ګټې داسې سره برابري شي چې ټولوته ګټه ورسوی او هیچاته یې تاوان نه وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد