هغه د فراه ولايت د پشترود په ولسوالۍ کې (دخپل کلي) ميراب (د اوبو تنظيموونکى)دى. د ميراحمد دنده داده، چې د خپلو کليوالو د ځمکو خړوبولو ته د اړتيا اوبه ورسوي.
هغه مهال چې د دولت تر حمايې لاندې د ملي پيوستون د پروګرام له خوا د پشترود ولسوالۍ د نوبهار د ويالې پاکولو ته دوه سوه زره افغانۍ (٤٠ زره امريکايي ډالره) ورکړ شوې، نو هغه له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاييد.
هغه وایی: “طالبانو ددې پيسو څلوېښتمه سلنې غوښته. که مو ورکړى نه واى، نو کار ته يې نه پرېښودو. له دې امله مو ورته يو ګاډى واخيست.”
په داسې حال کې چې طالبان په خپل نوي موټرکې ګرځي راګرځي ميراحمد زيار باسي په پاتې پيسو نوموړې پروژه بشپړه کړي.
هغه وويل: “موږ د بودجې په اړه اندېښنه لرو. ښايي هغه د پروژې د بشپړتيا لپاره بس نه وي. د اوبو په اړوند به زياتې ستونزې ولرو.”
طالبان يو په بل پسې د فراه ولايت د ليرو پرتو ولسواليو کنترول تر لاسه کوي. خو ددې پر ځاى، چې هلته د حکومت پاتې کارکوونکي له کاره ګوښه کړي، د هغوى له شتون څخه د پروژو لپاره د مرسته شوو پيسو د يوې غوښنې برخې د اخيستلو له لارې خپله ګټه تر لاسه کوي.
په نوموړو پروژو کې تر هر څه دمخه د ملې پيوستون پروژې شاملې دي. د ملي پيوستون پروژې په ملي کچه د بيارغاونې يونوښت دى، چې په ٢٠٠٣ کال کې د کلو د پراختيا او بيا رغاولو د وزارت له خوا د نړيوالې ټولنې په مرسته رامنځته شو.
د ملي پيوستون د پروژو په لړ کې، چې د پيل راهيسې په کې په مليونونه ډالره ولګېدل، يوه هم د ځايي ټولنو له خوا له پېژندل شوو پروژو سره د مرستې له لارې د ښه حکومت کولو پياوړتيا وه.
په فراه کې لږ تر لږه ددې پيسو ښايسته غټه برخه د طالبانو منګولو ته ورځي، چې د پروژو د ساتنې په پلمه د پيسو ډېره برخه غواړي. هغوى بيا له حکومت څخه په شکول شوو پيسو ټوپکې او وسلې اخلي.
حکومت بيا له هغه دښمن سره جنګيږي، چې په خپلو پيسو يې تمويل کړي دي.
د فراه ولايت د کلو د پراختيا او بيارغاولو د رياست مرستيال، شاه محمود وويل: “موږ ته [د طالبانو له خوا د ملي پيوستون له پروژو څخه د پيسو د اخيستلو له امله] يو لړ شکايتونه رارسېدلي دي. له دې امله مو يو څو پروژو ته د پيسو ليږل بند کړي دي. موږ به تر هغه، چې ددې ستونزې په اړه مو جدي ګامونه پورته کړي نه وي، يوه پيسه هم وانه استوو.”
په پايلې کې په اغېزمنو ولسواليو کې پروژې غړنده او له کاره لويږي.
شاه محمود وويل: ” د بالابلوک، پشترود او خاک سفيد په ولسواليو کې د ملي پيوستون د پروژو په پلي کولو کې شلمه سلنۍ کمبوت راغلى دى. د يو شمېر پروژو کار نيمګړى پاتې دى.”
د محمود د وينا له مخې دا ستونزه له پوځي لارې هوارېداى نشي. د هغې پرځاى هغوى په دې لټه کې دې، ترڅو د قومي مشرانو او ځايي چارواکو له لارې له طالبانو سره خبرې وکړي.
هغه وويل: “هيله من يو، چې ډېر ژر د سيمې د متنفذينو په منځګړتوب دا لانجه له منځه يوسو.”
له بلې خوا طالبان په دې هکله ډېر سخت دريځ لري او د پيسو په اړه له خپل حق څخه دفاع کوي.
د خاک سفيد او پشترود په ولسواليو کې د مولوي شاه محمد په نامه د طالبانو يو استازي وويل: “دا پيسې د جګړې غنيمت دى. دا پيسې دې خلکو ته د کافرو له خوا ورکړ شوي دي. دا بيخي زموږ حق دى. هغه اخلو اوخپل جهاد ته دوام ورکوو. خلک په دې اړه له موږ سره همکاري کوي.”
خود فراه د اوسيدونکو لپاره د طالبانو دا عمل د جهاد په پرتله غلا ته پاتې کيږي او زيار باسي چې ويې دروي.
د حاجي عبدالبصير په نامه د ديوال سرخ د کلي يو استازي وويل: “د خاک سفيد په ټوله ولسوالۍ کې يو ښوونځى شته او هغه (هم) تړلى دى. هلته ٨٠٠ کورنۍ اوسيږي. له دې امله مو وپتيله چې د ملي پيوستون په پيسو يو ښوونځى ودان کړو. خو وسله والو طالبانو زموږ مخه ونيوله.”
بصير د ستونزې تر هوارېدو پورې د پيسو د ورکړې د ځنډولو په اړه د حکومت د حل له دې لارې سره موافقه نه لري. هغه کومه بله لاره غوره بولي.
هغه وويل: “که موږ ته اضافي فوند راکړ شي، نو و به کړاى شو، له طالبانو سره چنې ووهو. خو که پيسې بندې شي نو زموږ د کوچنيانو راتلونکې به څه راز وي؟ ”
هغه له طالبانو څخه هم کرکه څرګندوي، چې د ټولنې په ګټه په لاره اچول شوو پروژو کې لاسوهنه کوي.
هغه وويل: “څه شى، چې طالبان يې کوي، هغه ناروا دى. دا د خلکو پيسې دي او بايد د يوې ځانګړې ډلې د موخو لپاره ونه کارول شي.”
د پشترود په ولسوالۍ کې د مساو د کلي يو مخور، عبدالله خان آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه هم له طالبانو سره شخړه درلودلې ده.
هغه وويل: “زه پخپله د طالبانو په نامه ټوپک والاوو ګواښولى يم. هغوى له مانه غوښتنه کوله، چې د پراختيايي پروژې پيسې ورته ورکړم. خو پيسې له ما سره نه وې. هغوى زه ووهلم او راته ويې ويل، چې د ملي پيوستون په پيسو ودان شوى ښوونځى وتړو. له بده مرغه موږ تر اوسه د هغه ښوونځي په بېرته پرانيستلو نه يو توانيدلي.”
هغه د خلکو پر ژوند د( پيسو) د غصب له اغېز څخه اندېښمن دى او ډاريږي، چې پيسې ښايي بيخي بندې شي. خو په اصل کې له طالبانو سره د مرستې د پېسو په وېش کې کوم مخالفت نه لري.
هغه وويل: “ښايي هغه موږ په اقتصادي لحاظ تاواني کړي، خو د پروژې د خونديتوب لپاره دا کار سودمن دى.”
زياتره خلک د طالبانو په وړاندې ددې عملي نظر پلويان دي.
د پشترود د ولسوالۍ د دوکين د کلي اوسيدونکي، عبدالجبار وويل: “دا ښه ده، چې طالبانو ته يو څه پيسې ورکړ شي. له يوې خوا هغوى ته يو څه مرسته ورکول کيږي او له بلې خوا په دې لارې په اسانۍ سره پروژه بشپړولاى شو. هيڅوک د کومې ستونزې د رامنځته کولو جرات نشي کولاى.”
د پشترود د ولسوالۍ د نرمکۍ د کلي اوسيدونکي، تازه ګل ډبليو پي آر ته وويل چې د کلي اوسيدونکي او طالبان زياتره سره شخړه کوي، خو ډېر ځله توانيدلي، چې د خبرو اترو له لارې يوې پايلې ته ورسيږي.
هغه وويل: “دوه اونۍ دمخه وضعه ډېره خرابه شوه. طالبانو او ځايي استوګنو پر پيسو لانجه درلوده. نژدې و، چې خبره جګړې ته ورسيږي. خو طالبان ځيرک وو او شاته لاړل. هغوى پرېښودل، چې خلک پر يو ځايي سړک کار وکړي، چې ولسوالي له ولايت سره نښلوي.”
هغه وړاندې وويل، د شخړې په کرارولو کې د قومي مشرانو ګام ګټور دى.
د فراه په ولايت کې د ډنمارک د هېواد د يوې ناحکومتي موسسې مشر، داکتر احمد شاه وایی د هغه پروګرامونه هم د طالبانو له لاسه له خڼد سره مخامخ شوي دي.
هغه وويل: “د پروژې پيسې په زوره اخيستل شوي دي.”
شاه په امنيتي ځواکونو پړه واچوله، چې ټولنيزو پروژو ته لازم حمايت نشي چمتو کولاى.
=هغه وويل: “موږ طالبانو ته د (پيسو د) يوې برخې له ورکولو پرته بله لاره نه لرو.”
د فراه ولايت د پلان د رياست يو لوړ پوړي چارواکي، جمعه خان قايد آى ډبليو پي ار ته وويل، چې ښايي دا تکتيک طالبان شاته وتمبوي.
هغه وويل: “طالبان دلته دوه موخې لري: لومړى، هغوى پيسې غواړي، چې ځانونو غښتلي کړي. دويم، هغوى غواړي خپل زور وښايي او دا ثابته کړي، چې هيڅوک له طالبانو پرته ولسوالۍ نشي کنترولولاى. خو په دې کار به د هغوى او د ځايي خلکو تر منځ تشه پراخه شي او په پاى کې به ځايي خلک د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړي.”