اسلام آباد:پاکستان له څلور کلونو وروسته یو وار بیا افغانستان ته دوه زره ټنه غنم صادروي .
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د کرهڼي وزیر وویل دغه فیصله له هغې وروسته وشوه چي په پاکستان کې سږکال ۲۳ ملیونه او اته لکه ۶۷ زره ټنه غنم تولید شوي چي دغه اندازه د پاکستان له مصرفي غنمو دري لکه پنځوس زره ټنه زیاته ده .
هغه وویل پاکستان هر کال دوه ملیونه او دوه لکه ټنو غنمو ته اړتیا لري .
د پاکستان د کرهڼي وزیر نذر محمد ګوندل وویل دغه هیواد د خوراکي موادو کمښت نلري او اسلام آباد هڅه کوي نورو هیوادونو ته هم غنم صادر کړي .
همدغه راز د پاکستان د اوړو او غنمو د کارخانو د اتحاديي مشر وویل دا چي پاکستان په تیرو څلورو کلونو کې افغانستان ته غنم نه استول نو د هندوستان ، ایران او روسي په شمول هیوادونو د افغانستان بازار نیولی ؤ .