Posts | Comments | E-mail /

د امریکا سفارت د هېواد په عدلي چاروكې مداخله کوي:د افغانستان لوی څارنوال

Posted by on Jun 29th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې په كابل كې د امريكا سفارت د دې ادارې په چاروكې ډېره مداخله كوي. د افغانستان لوى څارنوال د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لويې څارنوالۍ په فعاليتونو ځينو لويديځو ورځپاڼوهم ناسم راپورونه خپاره كړي. لوى څارنوال څرګنده كړه، چې دوى په اداري فساد او ځينو جرايمو كې ښكيلو يوشمېر لوړ رتبه دولتي چارواكو په دوسيو كار كوي.
د افغانستان لوى څارنوال د عدلي ادارو د فعاليتونو په اړه په واشنګټن پسټ ورځپاڼې كې د خپرې شوې مقالې د ردولو ترڅنګ وايي، چې په كابل كې د امريكا سفارت د هېواد په عدلي چاروكې څرګنده لاس وهنه كوي.
د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو د سې شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې په كابل كې د امريكا سفير كارل ايكنبيري دوه اوونۍ مخكې د ده دفترته ورغلى او ورته يې ويلي، چې بايد د يوه خصوصي بانك مرستيال رفيع الله عظيمي بندي كړي او د حج او اوقافو د پخواني سرپرست وزير محمد صديق چكري د اختلاس دوسيه هم جدي وڅيړي.
كه څه هم لوى څارنوال په دې اړه ډېر جزييات ورنه كړل خو ويې ويل، چې په عدلي چارو كې د امريكا د سفير دا ډول مداخله له ډپلوماتيكو اخلاقو سره هيڅ ډول اړخ نه لګوي.
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت پخوانى سرپرست محمد صديق چكرى د لويې څارنوالۍ له خوا په اختلاس تورن شوى او له انټرپول يا نړيوالو پوليسو څخه غوښتل شوي، چې نوموړى په لندن كې ونيسي او افغانستان ته يې وسپاري.
دغه راز ويل شوي چې په كابل كې د يوه خصوصي بانك مرستيال رفيع الله عظيمي هم په يوه ډول له ښاغلي چكري سره په اختلاس كې شامل دى او بايد چې د لويې څارنوالۍ له خوا تعقيب شي.
خو د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحاق الكو وايي، چې ښاغلى عظيمي يې ځكه لاتراوسه نه دى نيولى چې د ده په اړه شوې ادعا ترڅيړنې لاندې ده.
خو په كابل كې د امريكا سفارت د مطبوعاتي دفتر يوه چارواكي  وایی چې دوى د امريكا د سفير د شخصي بحثونو په اړه تبصره نه كوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه