Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان په ګډون دهند په لویه وچه د افغانانو حاکمیت:(۴) په زړه پورې تاریخې ناول

Posted by on Jun 27th, 2010 and filed under آنلاین کتابتون. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په تیر پسي
دقریب الرحمن سعید ژباړه

تر څو وروځو پورې د  علاؤالدین  خلجیي کوټوال د دهلي په ښار کې  بوخت و . د ښار په کوڅه کوڅه کي  یي   تر دوو  ورځو پورې په پرلپسې توګه  په  لوړ  غږ  خلکو ته  خبر ورکاوه  او ویلي  یی   چې هغه توره  وهونکې  او تیغ وهونکې  چې غواړې د علاؤالدین خلجیي  دساتونکې ډلې دسالار او یا  د لښکرو د اعلې  قومندان  په څیر د ټاکلو له پاره په دې  مقابله کې  دګډون  هیله  لري  نو هغوې دې د کوټوال  په  دفتر کې خپل نومونه  ولیکې.  په دغه  دوه  ورځو کې  د کوټوال دفتر ته  د نوملیک  د ثبتولو له پاره  ډیره  شمیره ځوانانو  خپل ځانونه را ورسول. او بیا یي د نورو  څلورو  ورځو د وقفې نه وروسته   د مقابلې  له پاره تیارې  و نیو . لمړۍ ورځ د  حرم  د څارونکې  د ټاکلو  له پاره مقابله و شوه . په دې ورځ  په مقابله کې د ګډون کونکو څو ډلې  جوړې  کړل  شوې وې . په دې  مقابلو کې  علاءالملک د کمال الدین نوم  هم  لیکلې واو هغه یي دې مقابلې ته د خپله ځانه سره یو ځاې راوړې و.  دې مقابلې  تر  ماسپښین  ناوخته  پورې  دوام وکړ ، او څو  ځوانان   ترې  بریمند را ووتل . بیا ددې  ځوانانو تر منځ  مقابله  پیل  شوه . په دې ځوانانو کې کمال الدین  هم ګډون  درلود.

هغه ځوانان   چې مقابله  یي  ګټلې وه او را مخته شوي و و، دهغوې  څخه یو څو  یی د کمال الدین سره  مقابله وکړه ، خوکله  چې کمال الدین د خپل  جنګي فن  او تاکتیک نه  په ګټې اخستو سره  هغوې په ډیره اسانۍ سره  د ماتې سره مخامخ کړل   نو پاته ځوانانو په  خپله د کمال الدین  له پاره  سرونه  ټیټ کړل ، په دې  اساس دغه  د لمړۍ ورځې  مقابلې  چې دحرم  د ساتونکي  قومندان  له پاره تر سره شوې وې  په  اسانۍ سره  کمال الدین و ګټلې .

بله ورځ د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندان  له پاره مقابله کیدونکې وه . څرنګه  چې  علاءالملک د علاؤالدین  خلجیي د  لارښوونې په  مطابق  دغه  مقابلې مخته وړلې ، نو په دې اساس په دې مقابلو کې یی هم د کمال الدین  نوم   ولیکه ، او دهغه  څخه یي و غوښتل  په دې مقابلې کې هم برخه واخلي ، کمال الدین په دې مقابلو کې هم برخه واخسته ، او دا د کمال الدین نیکمرغي وه  چې دا مقابلې یی  هم په ډیره  اسانۍ سره  و ګټلې.  او په دې تر تیب  په دې ټولو مقابلو کې هر تیغ وهونکې دهغه تر مخه  ټیټ  شوې و ، او خپله  سوبه یي ډاډمنه  کړې وه .

په هغه ورځ چې د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندان  له پاره مقابله کیدله ، نو په همدې ورځ د ماښام  څخه  لږ څه د مخه  شهزادګۍ  کیتهل  او د شاهین   مور ګل بهشت  ،چې  نه یواځې د علاؤالدین  خلجیي  محبوبه  وینځه وه  بلکه  د هره اړخه یې د علاؤالدین  خلجیي دحرم  ساتنه  هم  په  غاړه درلوده ،  دواړه د حرم  په یوه برخه کې ناستې وې اوپه خپلو منځو کې یې  خبرې کولې . ګل بهشت  ته هم دا خبر ور رسیدلې و چې دهغه زوې  شاهین د شهزادګۍ  کیتهل  سره مینه کوي  اوکیتهل هم اوس  د هغه  غوښتونکې ده  ، او  غواړې دهغه سره  واده وکړي  نو په دې خاطر  ګل بهشت  د خپل ځان  تر څنګ  ناستې  شهزادګۍ کیتهل ته ډیر  اهمیت ورکاوه .

ګل بهشت او  کیتهل  دواړو  په کومه موضوع  باندې  خبرې کولې  چې  شاهین هم همغې  خونې  ته  چې دوې په کې  ناستې وې  ور ننوت. د هغه  په کتلو سره  شهزادګۍ کیتهل  په ډیره مینه او محبت   ور څخه  و پوښتل چې :  څه  خبره  ده  چې نن  ته ډیر  خفه او  غمګین  شانته  یي ؟ بیا کیتهل  ورته   لاس  و خوځاوه او  ور ته یي وویل  چې را ځه دلته له ماسره  څنګ کې  کینه . شاهین  کرار کرار  مخته ورغې او د  شهزادګۍ  تر څنګ  کیناست . په دې وخت کې  ګل بهشت خپل  زوې ته مخ کړ او ورڅخه یی وپوښتل :

شاهینه زویه ! څه خبره  شوې  چې تا  د شهزادګۍ د خبرې ځواب  هم ورنه کړ ؟ او  هو ! ما فکر  کاوه  چې  په نن  مقابلو کې  به تا هم برخه اخستي وي  بلکه تاته  په دې مقابلو کې  برخه اخستل  په کار و . ځکه  چې د سلطان د ساتونکو د ډلې د قومندان  دنده  تر ټولو مهمه  دنده  شمیرل کیږی .  دهغې له پاره تا باید په دې مقابلو کې ګډون کړې وې .

تر لږ څه وخته پورې  شاهین د خپلې مور  خبرو ته  هم ځواب  ورنه کړ . داسې  بریښیده  چې هغه په  کومو نا معلومو  فکرونوکې  ډوب دې . بیا یی خپل سر ر ا  پورته کړ  اودخپلې مور ګل بهشت  په لور په کتلو سره یی وویل :

مورې !  زه د  یوې داسې  لانجې  سره مخ  شوي  یم  چې  زما ذهن  یی دحل  کولو توان  نه لري . ګوره مورجانې ! ما نه  غوښتل د حرم  د ساتونکي ډلې د قومندان او یا د سلطان  د ساتونکي ډلې  د قومندان  په مقابلو کې  برخه واخلم ، په  اصل کې  زما په ذهن کې دا خبره  راغلې وه  چې  ما ته تر ټولو غوره  دنده د فوځ  د سالار د نده ده  اوغو ښتل  مې دهمغې په مقابلې کې  ګډون وکړم . ددې کار  له پاره مې د کوټوال  علاءالملک  په دفتر کې هم خپل نوم  ثبت کړې و . خو داسې بریښې  چې دهغې دندې  دتر لاسه کولو له  پاره ز مابریا  شونې  نه وي ،

دشاهین ددې خبرې  په  اوریدو  سره دهغه  مور  ګل بهشت  څه اندیښمنه غوندې  شوه ، خو شهزادګۍ کیتهل  سمدستې  وویل  چې : څه وشول ، ته ولې ددې  دندې د تر لاسه  کولو  له  پاره هیله من  نه یي؟ ایا ته  چا د مقابلې  څخه  منه کړې یې ؟ که  چیرې  داسې وي نو ماته ووایه  زه به پخپله د ملکي کنول  دیوي سره خبرې وکړم . اوزه  هیله لرم  چې که په دې مقابلې کې  څوک  ستا تر مخ  خنډ ګرځي  نو هغه خنډ  به له مخې  لرې کړل شي. د شهزادګۍ د خبرو په اوریدو سره شاهین  ټکان  شانته وخوړ او  دهغې په لور په کتلو سره یي په ټیټ اواز سره وویل :

هغه خنډ  په دومره اسانۍ سره د منځه نه ځي . ګوره کیتهل جانې !  دملتان  د وژل شوې  حاکم  یو غلام  چې نوم یی  کمال الدین  دې  هم  په دې مقابلو کې برخه اخلي . په لمړۍ ورځ  چې د حرم  دساتونکې ډلې د  قومندان  د ټاکلو له پاره کومې  مقابلې وشوې  نو په  هغې کې هم  ، همدې کمال الدین ټول  تیغ وهونکي  له ځان  لاندې کړل،  په بله ورځ  چې د علاؤالدین  خلجیي د ساتونکې  ډلې د قومندان  له پاره مقابلې وشوې نو په هغوې کې هم کمال الدین  ټولو  وینه تویونکو  تیغ وهونکو  ته  په ډیره اسانۍ سره ماته ورکړه .او د ټولو  اول  راغې . اوس  ما د علاءالملک  څخه اوریدلې دي چې همدا کمال الدین به د لښکر د سر قومندانې  له  پاره  هم په مقابلو کې برخه اخلي . او زما زړه  داپخلنې کوې   چې زه به  په هیڅ توګه د کمال الدین  څخه دا مقابله و نه ګټم .

کیتهل جانې  !  خبره داده  چې  زه ددوو  ورځو را هیسې  دهمدې کمال الدین  د تیغ وهلو  مقابلې وینم . هغه په خپل  فن کې داسې  پوه ، د تیغ وهلو  په خطرناکه  ګذار کې داسې  وینه  بیونکې  دې  چې خپل مقابل ته د وار کولو  نوبت  هم  نه پریږدي  اوپه څو لمحو کې  هغه تر ځان  لاندې کوي . نو په دې خاطر که  چیرې کمال الدین دلښکر د اعلې  قومندانۍ  په مقابلو کې هم برخه واخلي  نو بیا زما  ګټل  بلکل  شونی  نه  بريښي . اوزه  همدا اوس او په همدې وخت  دا وایم  چې  ددهلي هر توره  وهونکې او تیغ  وهونکې  به دکمال الدین تر مخه د ماتې سره  مخ کیږي . اوهمدا کمال الدین به د لښکر د اعلي  قومندانۍ په  مقابلو کې  بریمند  را وځي . نوپه دې خاطر د کمال الدین په موجودیت کې زما  له پاره په دې مقابلو کې برخه  اخستل  بیکاره  کار  دې .

ګل بهشت د  شاهین د خبرو  په اوریدو سره تر ډیره  وخته  په  څه فکر کې ډوبه وه ، بیا یی  شاهین ته وویل :

شاهینه  زویه !  تا خو هغه دواړه  مقابلې هسې  له لاسه  ورکړي دي . پاته دغه ستره  مقابله ده  چې په هغې کې د لښکر  ستر سالار  ټاکل  کیږی  خو زه  غواړم  چې په هره توګه کیږي  ته د لښکر  ستر سالار و ټاکل شې. ګوره  زه به ستا په خاطر  همدې کمال  الدین ته ورشم  او هغه به دې خبرې ته تیار کړم  چې هغه ددې مقابلې  څخه په شاشي . اوپه دې مقابلو کې   برخه وا  نخلي . که  چیرې هغه  زما  د کومې خبرې د منلو څخه  مخ واړوي نو بیا به زه  د ګواښ  او اخطار ورکولو څخه  کار واخلم . زه  هیله لرم  چې  زه  به  واتوانیږم  هغه ددې مقابلې  څخه  لاس  په سر کړم . په دې وخت کې کیتهل هم  خبرې  پیل کړې  او ویي ویل : شاهینه !  ستا مورجانه  ښه وایي ، مونږ به کمال الدین ددې مقابلو  څخه لاس  په سر کړو. زه به هم ستا دمور سره یو ځاې  د کمال الدین  لورې ته ولاړه  شم . لمړۍ به  ورته  عذر او زاري وکړو چې  په دې مقابلوکې برخه وا نه خلي ، او که  چیرې زمونږ عذر  یی و نه  منوده  نو بیا  به د ګواښ او اخطار  څخه کار واخلو . او که  چیرې د هغې  څخه هم کار و نه شو  نو بیا  به زه پخپله د ملکي کنول دیوي   خواته ورشم  او  دهغې  څخه  به غوښتنه  وکړم  چې  په  دې لړ کې د سلطان سره خبره وکړ ي  تر څو کمال الدین   په دې  مقابلو کې د ګډون  څخه  منه کړی . زما په آند  سبا  ورځ  به ستا  په  حق  کې وي . یا به کمال الدین د مقابلو څخه  لاس په سر شي او یا به کنول دیوي  خپل اغیز په کار واچوي  تر څو سلطان  علاؤالدین  خلجیي هغه د مقابلې  څخه لاس  په سر کړی.

ددې خبرې سره سم ګل بهشت  د خپله ځایه  پورته شوه او شاهین ته یی  وویل :

شاهینه  زویه !  ته  ارام  وکړه . زه  همدا  اوس او په همدې وخت  د کمال الدین په لور ورځمه . او وبه  وینم چې  هغه  به  څنګه د سبانیو  مقابلو  څخه نه لاس  په سر کیږی . کیتهل هم د خپله  ځایه  پورته شوه  او دواړه د کمال الدین په لورد ماڼۍ د دې خونې  څخه  ووتلې  او  ور روانې شوې .

ګل بهشت او شهزادګۍ  کیتهل  دواړه  د ښار  به  جنوبې  غربي  سیمه کې د ملتان د لښکر پړاو ته  په ورتللو سره یوې  خیمي ته  ور ننوتې ، ویی کتل  چې په خیمي کې  کریم الدین او کمال الدین دواړه  ناست  دې او په  څه خبره  په  خپلو منځو کې  خبرې کوي. د  ګل بهشت او شهزادګۍ  کیتهل  په کتلو سره  دواړه  د خپلو ځایو څخه  پورته شول  او په ډیره  شانداره توګه  یی د هغوې  ښه راغلاست  وکړ .  ګل  بهشت او شهزادګۍ  کیتهل دواړه  کیناستې ، دواړو د کمال الدین په لور وکتل  او دهغه څخه یي د هغوې  ددروند ښه راغلاست په خاطر  مننه وکړه .  خو کله  چې کمال الدین او کریم الدین د هغوې تر مخه کیناستل نو  ګل بهشت  کمال الدین ته په کتلو سره خپلې خبرې پیل کړې .

کمال الدینه  زویه !  زما نوم  ګل  بهشت  دې ، کیداې شي تا زما په اړه  اوریدلې  هم وي ، زه د سلطان علاؤالدین  خلجیي د حرم  ساتونکې یم  او ددې نه اخوا د سلطان  تر ټولو زیاته  محبوبه  وینځه یم . له ماسره  چې دغه نجلۍ  ده دهغې نوم  کیتهل دې  اودا د جیتور د راجه رتن  سین  شهزادګۍ ده . هغه  څه چې  زه یي  ویل  غواړم  د  هغې د ویلو مخته  کمال الدینه  زه  تا ته  یو عرض  کوم .

یواځې  هغه  خلک  چې  د نورو  په غوښتنو ژوندي  او د نورو په غوښتنو مړه  کیدونکي وی د دې  نړۍ  نه ثواب  او نیکی تر لاسه  کولې شي . کمال الدینه !  زما زویه !  د اسمان د پراختیاو  لاندې  په  خورو  ورو  بې ارادې  غوښتنو کې  یو ښه او نیک انسان  د یوه پراخه  ځواک  په څیر  دا  هیروي  چې د هغه  ابتداء څنګه  شوې او دهغه  انتها  به څه ډول وي ، هغه دخپل  ژوند ګټه  او خیر  له یاده  باسي  او د ذاتي  غوښتنو څخه  بې پروا  د یوې پراخه  ارادې  سره مخته  راځي او د نورو  بسپنه  او کومک کوی . زه دهمدې  ارادې  له مخې تاته راغلي یم  او غواړم  چې مونږ دواړه  یو ځاې یوه ډیره  نیکه اوښه  ژمنه وکړو .

کله  چې ګل بهشت چپ شوه  نو کمال الدین په ډیره  عجیبه توګه  ګل بهشت ته په کتلو سره  وویل :

درنې میرمنې ! زه  پوه نه شوم  چې ستا د وینا څخه ستا موخه  څه ده ؟ باور وکه  چې زما په  پله کې خو هیڅ هم  پرې نوتل . تا ډیره   پیچلې  او نغښتې  سریزه  کیښوده ، چې زما ذهن  یي د پوهیدو څخه  عاجز دې . پاکه خبره  را ته وکړه  چې ته څه  غواړې . اخر ستا کوم  داسې کار دې  چې  له ما پوره  غوټه خوري ، که  چیرې  هغه کار زما په وسه کې وي  نو ضرور  به یې وکړم .  دکمال الدین په دې خبره  ګل بهشت  نیغ په نیغه خپله  خبره داسې بیان کړه .

خیر  واوره کمال الدینه ! تا ددې  نه مخته دوه مقابلې ګټلي دي ، یوه د حرم  د ساتونکو د قومندانۍ له پاره  او بله د سلطان  علاؤالدین خلجیي د ساتونکې ډلې د قومندانې  له پاره . تا دا دواړه مقابلې  د خپل تیغ وهلو د فن  په زور  ګټلي دي  او اوس ته د لښکر د اعلې  قومندانۍ  په مقابلو کې  د ګډونه  له  پاره ورځې . ګوره  ! زما یو زوې دې چې دهغه نوم شاهین دې ، هغه هم په دې مقابله کې   ګډون  کول  غواړی  او هغه  په ډیره  بې صبرۍ  سره غواړې د لښکرو  اعلې  قومندان و ټاکل شي .

ګل بهشت  خپلې خبرې د  یوې  لمحې  له پاره  بس کړې   او په شهزادګۍ کیتهل باندې  یی  خپلې  سترګې ور ونښلولې  اوبیایي په خپلو خبرو پیل وکړ . کمال الدینه  ! ته  به فکر کوې  چې دکوم  مقصد  له پاره چې زه راغلې یم  نو دهغې  مقصد  د ترلاسه کولو  له پاره مې   شهزادګۍ  ولې  له ځانه سره  راوړې ده ، خو واوره  چې شهزادګۍ  کیتهل او زما زوې  شاهین  یو د بله  سره  مینه کوي ، یو بل  سره غواړې  او یو دبل  په مینه کې  ډوب دي  ، ډیر  ژر  د هغوې  دواړو  واده  هم  تر سره کیدونکې دې . هغه څه  چې  زه یی ویل  غواړم  ، داسې  فکر وکړه  چې  زه  یي د خپل  زوې په سپارښتنه  غوښتنه کوم  او  شهزادګۍ کیتهل هم  د همدې  مقصد  له پاره  له ماسره دلته راغلې ده . ګوره  کمال الدینه  زویه !  سبا  زما زوې  هم په دغه  مقابلو کې  برخه  اخستونکې دې ، او هغه  په دې  مقابلوکې  د  نورو  ګډون کونکو  هیڅ  پروا نه لری  خو یواځې  له تاڅخه  ویریږې. هغه  ویریږي  چې په سبانیو  مقابلو کې به هغه ستا له لاسه  ماتې خوري ، او دلښکرو د سالارۍ  څخه  به  بې برخه  شي . دا لاسته  راوړنه دهغه د ژوند د تر ټولو  لویه  غوښتنه ده. نو په دې خاطر  زه او شهزادګۍ دلته په دې خاطر  راغلي یو تر څو تاته عذر  او زارۍ وکړو  چې  ته  د سبانیو  مقابلو څخه  شاته شې . تر څو  زما د زوې  شاهین له پاره  لاره پرانستې پاته شي.او هغه د  لښکرو د ستر سالارۍ دا مقابلې  و ګټي .

کمال الدین تر یوه وخته  پورې  سر ټیټ کړې و او  په  کوم  فکر کې ډوب  و . بیا یي ګل  بهشت  ته و کتل او ورته یی  وویل :

درنې میرمنې !  تا  یوه ډیره ستره خبر ه زما مخته  کیښوده . خو که   زه په هغه مقابلو کې  برخه وا خلم  او تر شاترې  نه شم نو بیا  به ستا ځواب  څه وي؟ ګل  بهشت  یو ځل بیا په یخه  او نرمه  توګه  خپله خبره پیل کړه .

ګوره کمال الدینه ! زه  او کیتهل  دهمدې  له پاره راغلي یو  چې  تاته عذر او زاری وکړ و  چې ته  زما دزوې  شاهین  په خاطر ددې مقابلې نه تر شا  شه .

خو کمال الدین یو ځل بیا  په خپلې  خبرې  باندې  زور  راوست او ویی ویل :

درنې  ګل بهشت ! ما  له تا څخه و پوښتل  چې  که  زه  چیرې ددې  مقابلو څخه لاس  په سر نه شم  نو بیا  به ستا ، د کیتهل او ستا د زوې  شاهین  عکس العمل  څه ډول  وي ؟

دکمال الدین  دغه  ډول  پوښتنو د ګل بهشت  زغم  ورختم کړې و . د  شهزادګۍ  وچ ولې  هم  تریو  شوې  و . بیا نو ګل  بهشت د خپله  ځانه سره   پریکړه  وکړه او کمال الدین  ته یی مخ  کړ  او ورته یي وویل :

کمال الدینه  !  که  ته په خپل  ضد باندې کلک  شوې  او خپل ضد دې مخته کړ ، او که تا په دې مقابله کې  د لاس اخستلو څخه   ډډه ونه  کړه ، نو بیا یاد ساته  چې دا ملتان  نه دې  ، دا د دهلی  ښار دې ، مونږ به تاته  د دهلي په ښار کې داسې  حالات  را پیدا کړو  چې ته به  په کې د ځانته والی  او د زهرو  نه د ډکو هواګانو د تنفس کولو  احساس  وکړې  او په دې ښار کې به د یوه  ژړیدونکې  او کړیدونکې  انسان  څخه مختلف  نه اوسې .

دګل بهشت  په دې خبرو باندې  د کمال الدین په مخ   زهرجنه  خندا  را څرګنده  شوه اودهغه څخه ډیر غضبناک  کریم الدین  و چې  ان  خپل  لاس  یی تورې ته  یوړ . بیا کما ل  الدین  غوښتل  څه ووایي  چې کریم الدین  پرې  په  همغه  قهرجنه  توګه  را مخته  شو  او په خپل مخ کې ناستې  ګل  بهشت  ته یی وویل :

ګل بهشت ! تر اوسه  چې تا  څه وویل  مونږ په ډیر  زحمت  سره  وا وریدل او ومو  زغمل. ګوره  ! زما او د کمال الدین تر منځ کومه  نسلې  غوټه  نه  شته . بیا هم مونږ یو دبل  ورونه  یو . او یو بل ته  یو ځان او د یوه  وجود  وینه  یو . او یو بل ته  د خپلې ویني د اخري  څاڅکې  تر څڅیدو پورې  تیا ر  یو . په کوم ډول او طریقي  سره  چې تا  زما ورور  ته  کومې خبرې وکړې  مونږ دواړه  دداسې خبرو سره  عادی  نه  یو او نه یې  زغم  لرو.

کریم الدین غوښتل  څه  نور هم ووایي   چې  کمال الدین  هغه ته د چپ کیدلو  وویل ، بیا کمال الدین غوښتل  ګل بهست ته نور  څه  هم ووایي  چې  ګل بهشت  په  ډیرې غضبناکې توګه  دوې ته  مخ  کړ او د  بې عقلو په څیر  یي  خبرې  پیل کړې  او ویي  وویل :

زه ګل  بهشت  ډیره  ښه  په دې  پوهیږم  چې  تاسې دواړه  د څه ډول  حیثیت  خاوندان یاست . حقیقت دادې  چې تاسې دواړه د  ملتان  د حاکم  ظفرخان  غلامان  واست ، دا  ستاسې  نیک  بختي ده  چې هغه  په  جنګ  کې  مړ  شو  او تاسې دواړه  ازاد  شوئ ، واوره کمال الدینه ! ته  اخر  دکوم اسمان  سپوږمۍ  یی ؟  او دکومې  سپوږمۍ  هاله  یې ؟ دکومو  محرابونو  رڼا کونکې یې ؟ ستا  په  لمن  کې  ستا د اسلافو کوم  فخر او ویاړ  پروت  دې ؟  تا سره د خپلو نیکونو او اجدادو  کومه    شوکت او  نښانې  شته ؟ چې  پرې  فخر او ویاړ  کوې او د نورو د خبرو  د منلو  څخه انکار کوې . ګوره  کمال الدینه  !  زه یو ځل بیا تاته وایم  چې  که  چیرې ددهلی په دې ښار کې تا زما خبره و نه منله ، نو بیا  یاد  ساته  چې  ته به د  نه کړل  شونو ګناهونو   غم او میراث  له ځانه  سره وړې ،او عذاب  او ذلت  به  د خپل ژوند له  پاره   اساسه   ګرځوې.

اوس نو معامله د کریم الدین  له پاره  نوره د زغم  وړ  نه وه . هغه په یوه تړک  سره  خپله توره د نیام  څخه را وویستله ، خو لاس  یی کمال الدین  کلک و نیوه ، او بل  لاس  یی دهغه په  خوله کیښود اوکریم الدین ته یي وویل :

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک