Posts | Comments | E-mail /

د افغانستان په ګډون دهند په لویه وچه د افغانانو حاکمیت:(٢) په زړه پورې تاریخې ناول

Posted by on Jun 24th, 2010 and filed under آنلاین کتابتون. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په تیر پسي
دقریب الرحمن سعید ژباړه

کمال الدین او کریم الدین هم د خپلو آسونو د ځغلولو وروسته دد هلی دښار په جنوب غرب کې د ملتان د حاکم ظفرخان دلښکر سره یو ځاې شول . لښکر ته د ورننوتلو سمدستې وروسته هغه یو ساتونکې ته ورغږ کړ او ترې ویی وپوښتل چې : زما وروره ! زما دوسته ، د دروند ظفرخان خیمه کومې لور ې ته ده . دې عسکر چې کمال الدین یی د پخوا څخه پيژانده ، په ډیره مینه د هغوې دواړو ګرم استقبال وکړ اوبیا یی په ډیره ښه ژبه دظفرخان د خیمی په لور هغوې ته لار ښوونه وکړه ، دهغې وروسته هغوې دواړو خپل آسونه د پړاو به منځ کې ګړندی کړل او هغه لورې ته ورغلل چیرې چې دظفرخان خیمه لګیدلې وه .
د ملتان دحاکم ظفرخان خیمی ته په ور نژدې کیدو سره ،کمال الدین اوکریم الدین دواړه دخپلو اسونو څخه را ښکته شول ، د خیمی نه بیرونه ولاړ ساتونکې ته کمال الدین مخ کړ او ور ته یی وویل :
دننه ولاړ شه او زمونږ ددواړو په اړه خبر ورکړه ، په ځواب کې هغه ساتونکې سمدستی خیمی ته ور ننوت ، د لږ ځنډ وروسته بیرته راستون شو اودواړو ته یی وویل ، تاسې دواړه اقا ظفرخان بللی یاست .په ځواب کې دوې دواړو خپل آسونه هملته پریښول او په خپله خیمې ته ور ننوتل .
کله چې هغوې خیمی ته ورننو تل نو ویی کتل چې د ملتان حاکم ظفرخان ددې دواړو دښه راغلاست له پاره تیار ولاړ دې . ددوې د ور ننوتلو سره سم ظفر خان را مخته شو ، ددواړو سره یی په غاړه روغبړ وکړ ، بیا یی هملته له ځانه سره کینول .
ظفرخا ن په خپله د ډیر ښه قد او قامت انسان و اودهغه جسامت دا ډاګیزوله چې ډیر ستر جنګجواو میړنی انسان دې ، په خپل مخ کې دهغوې دواړو د کینولو نه وروسته ظفرخان په خصوصی توګه دکمال الدین په لور په کتلو سره وویل :
کمال الدینه زویه ! ته دا پخوانی رواج نه پریږدې ، ما تاته څو څو ځلې ویلی دې چې کله چې زه د خپلې کورنۍ سره نه اوسم ، نو ته پرته دکوم ټال مټول او ځنډ نه او هم زما د اجازې پرته دلته راننوزه . ته خو پوهیږې چې زه تا دخپل زوې په څیر محبوب ګڼم ، او ته پوهیږې چې زه د کریم الدین سره هم همدا ډول سلوک کوم .
د ظفرخان ددې خبرو په ځواب کې کمال الدین مسکې شو اوبیا یی وویل : اقا! هغه کار دې چې په لاهور کې مونږ ته را سپارلې و هغه مو په ډیره ښه توګه تر سره کړ ، دهغه په دې خبره ظفرخان وویل:
د پرلپسې سفر په اساس به تاسې دواړه پوره ستومانه شوې یاست ، ما دخپلې خیمې ښئ لورې ته ستاسې د دواړو له پاره لا د پخوا څخه خیمه نصب کړې ده ، تاسې دواړه هملته خپلې خیمی ته ولاړشئ ، زما ساتونکې به تاسې ته هملته ډوډۍ اوغذا برابره کړی ، دهغې وروسته بیا تاسو دواړه ارام وکړئ او ګورئ چې ما د سلطان علاؤالدین خلجې سره کتلی دی ، د حمله کونکو مغلو د مقابلې له پلاره سلطان د خپل لښکر سره یو ځاې په دوه درې ورځو کې ددهلی څخه کوچ کوی ، زما په آند ستاسې د دواړود دمې له پاره دوه ورځی بسنه کوی . اوس تاسو دواړه ولاړ شئ او ارام وکړئ ، د ظفر خان د حکم په اساس کمال الدین او کریم الدین دواړه پورته شول اودهغه د خیمې څخه ووتل او ښي لورې هغه خیمی ته ورغلل چې ددوې له پاره نصب کړل شوې وه . هغه سامان چې ددوې دآسونو سره بار و هغه یی راښکته کړ او له ځانه سره یی خیمی ته دننه یوړ .او اسونه یی د ساتندویانو په واسطه اخورته یوړل شول اوهملته یی و تړل .
۳
د لږ ځنډ وروسته شاهین ، شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوی ددهلی شاهي محل ته ور ننوتل . د محل یوې خونې ته نژدې شهزادګۍ کیتهل شاهین ته د تم کیدو اشاره وکړه . شاهین هملته و درید او کیتهل او کنپل دواړه همغې کمرې ته ور ننوتې . لږ ساعت وروسته ، کیتهل مسکۍ بیرته راووته او شاهین ته یی وویل . هغه څه چې تا زمونږ له پاره کړې دی ما دهغې په اړه د خانم سره خبرې وکړې ، واوره! «سلطانه کنول دیوی» ته ما او کنپل دواړه خانم وایو ، اوس ته زما سره یو ځاې راځه چې خانم دې غواړي .
دشهزادګۍ کیتهل په خبرو شاهین ډیر زیات خوشحاله شو اوبیا د شهزاګۍ کیتهل سره یو ځاې هغه خونې ته ور ننوت چې ملکه کنول دیوي په کې ناسته وه ، هغې د لاس په اشارې سره کنپل دیوی او شاهین ته په یوې لورې دکیناستو وویل . دهغې په حکم شاهین هملته یوې لور ې ته کیناست ، بیا کیتهل او کنپل دواړه بلې لورې ته کیناستې . کنول دیوی دوې ټولو ته مخ کړ او ورته یی وویل :
کیتهل اوکنپل دواړو ! زما خبره په غور سره واورئ ، زه د ډیره وخته راهیسې شاهین ډیر ښه پیژنم ، ځکه چې دهغه مور ګلبهشت د سلطان دحرم ساتونکې ده . او ګلبهشت اوشاهین په همدې لړ کې له ماسره هر وخت لیدنه کتنه کوی . زه ډیره خوشحاله یم چې ستاسو د دواړو عزت شاهین خوندی ساتلې دی . ګوره شاهینه ! ستا په اړه ماته شهزادګۍ کیتهل هر څه ویلی دی . تا ته به څرګنده وی چې د شهزادګۍ پلار د څو ستر و غلطیو کولو په اساس د سلطان په بندې خانه کې پروت دې . او کیتهل اودهغې دکورنۍ نور غړې زما پخوانی پیژنګلویان او دوستان دی . په دې خاطر کیتهل همدلته له ماسره قیام کړې دې . دلته د اوسیدو څخه په ګټې اخستلو سره هغه دخپل پلار راجه رتن سین سره لیده کاته کوی ، خو تر هغې چې کنپل پورې اړه لری نو دهغې ورور راجکنور د سلطان دلښکر یو سالار دې اوکنپل د خپل ورور او ورندار کولاب دیوی سره یوځاې اوسي .
شاهینه واوره ! کیتهل ماته دا هم ډاګیزه کړې ده چې ته دیوه وخته دهغې سره مینه کوې او هغه خوښوی ، کله چې دوې دواړه د آسونو د ځغلولو له پاره د جمنا ددریاب غاړې ته ځی نو ته هغوې د څارنې لاندې نیسې او ورپسې ورځې ، ستا همدې کار نن ددوې دواړو عزت ، عفت او ناموس خوندی ساتلې دې . ما ته کیتهل وویل چې ته دهغې سره مینه کوې ، کیتهل دا هم څرګنده کړې ده چې هغه هم ستا د مینی اومحبت ځواب په مینه اومحبت سره درکوی . ته پوهیږې چې کیتهل په دې قصر کې زما سره اوسیږی . ستاسې ددواړو دخبرو داوریدو نه وروسته ما پریکړه کړې ده چې تاسې دواړه دلته په قصر کې یو دبل سره په عامه توګه کتلاې شئ ، تاسې چې په خپلو منځو کې کله هم وغواړی یوبل سره ووینئ نو لیدلې شئ ، ځکه چې تاسې دواړه یو بل سره خوښوئ نو په دې لاره کې باید هیڅ ډول خنډ موجود نه وی . تاسو دواړه تر هر څه لمړۍ یو بل سره ښه وپیژنئ ، یو دبل ځانګړتیاوې درک کړئ ، په دې توګه به ستاسو په مینه او محبت کې پخلنې راشی. بیا به زه ستاسو د دواړو نکاح اود واده پروګرام جوړ کړم .
دملکې کنول دیوی د وینا څخه د شاهین تر څنګ شهزادګۍ کیتهل او کنپل دیوی هم ډیری زیاتی خوشحاله شوې ، دهغې وروسته کنول دیوی کنپل دیو ی ته مخ کړ او ورته یی وویل :
کنپل دیوی : زه به له تاسره څو ساتونکې واستوم ، هغوې به تا دخپل کوره پورې و رسوی اوبیرته به درڅخه راستانه شی . شاهینه ! ته هم اوس ولاړشه ، مور به دې په ډیره ناارامۍ سره ستا انتظار کوی . دهغې په دې خبره شاهین را پورته شو او ولاړ . په داسې حال کې چې سلطانه کنول دیوی خپل ساتونکې د کنپل دیوی سره یو ځاې دهغې تر کوره پورې و لیږل .
۴
د ملتان حاکم ظفرخان په خپل پړاو کې د خیمي څخه بیرون لښکر ته د خوراک څښاک برابرونکو کسانو ته لازمي لار ښوونې کولې چې په دې وخت کې کریم الدین په ډیره بیړه په خپل آس سپور دهغه لورې ته راغې ، ظفرخان ته د رارسیدو سره سم هغه دخپله آسه را ښکته شو او په چټکۍ سره د ظفرخان په لور ورغې .
ظفرخان هم دهغه په کتلو سره لږ څه اندیښمن شوې و هغه سمدستې د پخلنځې د کارکونکو سره خپلې خبرې غوڅې کړې ، مخته راغې او کریم الدین ته په کتلو سره یی وویل چې کریم الدین خانه څه شوې دې ډیر وارخطا معلومیږې ؟ ستا د آس د ځغاستې څخه دا سې را څرګندیږی چې څه بده پیښه شوې ده . د ظفرخان د خبرې سره سم کریم الدین په خپلې سوزیدلې ساه سره وویلې :
اقا ! زه او کمال الدین دواړه ددهلي میدان ته د لوبې له پاره ورغلي و هلته د لوبې په جریان کې د علاؤالدین وریرونه هر یو قتلخان او سلیمان د کمال الدین په لاسو مات شول . هغوې دا ماتې و نه شوه زغملاې او دکمال الدین پر خلاف یی بدې سپورې پیل کړې چې پایلې یې لاس ګریوان ته ورسیدې . جنګ د تورو وهلو ته ورسید . هغودواړو ورونو غوښتل کمال الدین زخمي کړي او په دې ترتیب د خپلې ماتې غچ واخلی .
کله چې د کمال الدین پر خلاف هغوې تورې را وویستې نو ما هم غوښتل د کمال الدین په ملاتړ خپله توره را وکاږم خو کمال الدین ماته اشاره وکړه او زه یي ددې کار څخه منع کړم . کمال الدین د تورې د وهلو په هنر کې هم دواړو قتلخان او سلیما ن ته ماته ورکړه ، په دې تر تیب هغه دواړه ورونه د مقابلې څخه تر شا شول او د مقابلې پاې یې اعلان کړه . بیا سلیما ن خپل څنګ سره نژدې د زندان مډیر ته حکم وکړ چې کمال الدین و نیسي او بندي یی کړي ، اوس کمال الدین د علاؤالدین د زندان د مډیر لخوا نیول شوې او دهغوې په زندان کې بندې دې .
کریم الدین ددې خبرو وروسته چپ شو، خو ظفرخان ددې خبرو په اوریدو سره د قهره تک سور شو، سترګې یې د ډیره غضبه بیرون را ووتلې او بیا یي ظفرخان ته وویل:
ما خو کمال الدین د خپلو زامنو په څیر را ستر کړې دې هغه خو په موټې کې را ټوله کړل شوه شګه نه ده چې د خپریدو سره سمه به له منځه ولاړه شي ، سلیمان او قتلخان څنګه جرأت کړې چې هغوې دې د کمال الدین په څیر یو زړه ور او بهادر انسان په زندان کې وا چوی . دا چې هغوې دواړو دده له لاسه ماتې خوړلې نو باید چې هغه ته یی د هغه د هنر انعام ورکړې واې ، نه زندان .
تر دې ځایه د خبرو وروسته ظفرخان تم شو ، خپلو ساتونکو ته یي د آس را وړلو حکم وکړ ، دهغه ساتونکو منډه کړه او دهغه آس یی راووست . ظفرخان په یوه ټوپ سره په خپل آس سپور شو او کریم الدین ته یي حکم وکړ چې همدلته اوسي . ددې خبرې سره سم ظفرخان خپل آس تاو کړ او د دهلي ښار ته د علاؤالدین په لور ولاړ.
ظفرخان په ډیره ګړندۍ توګه د دهلي ماڼي ته ور ننوت . ویل کیږي چې نه یواځې علاؤالدین بلکه دهغه ټول مامورین د ظفرخان جرأت او بهادرۍ ته ګوته په خوله و . څرنګه چې هغه ماڼی ته ور ننوت نو د شاهي ماڼۍ کارکونکو دهغه دروند ښه راغلاست وکړ . بیا نو ظفرخان دساتونکو څخه د علاؤالدین سره د کتلو له پاره غوښتنه وکړه . د ساتونکو مشر سمدلاسه دننه ولاړ او د لږ څه ځنډ وروسته را ووت او ظفرخان ته یی وویلې :
اې امیره ! سلطان دننه ور غوښتې یې ! مهرباني وکړه او هلته ورشه . ظفرخان هم په خندانه توګه هغه خوني ته ور ننوت ، خوني ته د ور ننوتلو سره سم علاؤالدین چې ځانته ناست و د خپله ځایه پورته شو او ظفرخان سره یي په غاړه روغبړ وکړ ، بیا یی هغه په خپل څنګ کې کیناوه . کله چې دوې کیناستل نو بیا علاؤالدین د ظفرخان په لور مخ کړ او ور څخه یی وپوښتل :
ظفرخانه ! داسې معلومیږي چې ته هسې نه یي راغلې ، بلکه ستا د مخ او څیرې نه معلومیږی چې کومه نا انډوله پیښه شوې ده . دهغه په دې خبره باندې ظفرخان د ګیلې او شکوې په توګه خپله خبره پیل کړه :
درونده سلطانه ! زما یو ترک مامور دې چې دهغه نوم کمال الدین دې ددې تر څنګ زما یو بل مامور هم شته چې نوم یې کریم الدین دې ، دوې دواړه که څه هم له ما سره دې خو ما هیڅکله هم دوې کم نه دې ګڼلې ،بلکه د خپلو زامنو په څیر مې پاللی دي . په دې دواړو کې کمال الدین د ډیر اهمیت خاوند دې ، ځکه چې هغه په جرأت ، میړانې او بهادرۍ کې نمونه او مثال نه لري .
درونده سلطانه ! زه ددې خبرې په ویلو باندې خپل ځانته سپکاوي نه احساسوم چې ووایم چې کمال الدین له ما څخه هم په جنګی امورو کې ډیر پوه او د هنر خاوند دې . نن هغه هلته د لوبې له پاره تللې و، د لوبې په وخت کې یی خپل مقابل لورې ، ستا وریرونو ، قتلخان او سلیمان ته ماتې ورکړې ده . دهغوې په دې ماتې سره هغوې کمال الدین ته سپکې سپورې ویلې او پایلي یي تورې وهلو ته وتلي . د تورې وهلو په مقابله کې هم ستا وریرونو ماتې خوړلې ، نو هغوې د خپل سپکاوی د پټولو له پاره هلته نزدې ولاړ د زندان مډیر ته حکم کړې چې کمال الدین و نیسي او په زندان کې یی وا چوي ، نو اوس ستا د وراره سلیمان په حکم زما زوې کمال الدین هلته په زندان کې پروت دې .
درونده سلطانه ! زمونږ لښکر سبا سهر د مغلو د مقابلې له پاره کوچ کوی ، او کمال الدین چې ماته دښي لاس نه زیات ارزښت لري هغه بندي دې نو زما لښکر د هغه پرته نیم پاته کیږی او دهغه پرته زه د خپلو وړتیاو ښوونه هم نه شم کولاې .
ظفرخان د خبرو په منځ کې لږ څه ځنډ وکړ او بیا یي وویل :
درونده سلطانه ! زما زوې کمال الدین دهغو تکړه او زړه ورو ځوانانو څخه دې چې دخپلو دښمنانو په مخکې د ناکامۍ زغم نه لري ، کمال الدین زما دویاړونو د یادونو دریچه ده . هغه داسې ځوان دې چې که چیرې د قرطا س په سر کوم لفظ و لیکي نو د ګلونو قطارونه به ترې جوړ شي . هغه داسې ځوان دې چې د تورو په څوکو لیکلي داستانونو ته د سیارو شکل او بڼه ور کوی .
درونده سلطانه ! ستا وراره د ډیر ناوړه فکر څخه د کار په اخستو زما زوې زندان کې اچولې دې ،خو کمال الدین داسې یو انسان دې چې بې له کوم علته د چا تر مخه سر نه ټیټوي .
ظفرخان چې څه ویل ویي ویل او بیا چپ پاته شو . په ځواب کې سلطان علاؤالدین خو په خوله څه و نه ویل خو دخپل څنګ سره نزدې د لرګي څټک یی را واخست او په را زوړندې اوسپنیزې تبۍ یی وواهه. د تبۍ د ټنګ سره سم یو ساتونکې دننه راغې ، د ساتونکې په کتلو سره سم سلطان په ډیر غمناکه لهجه وویل :
سمدستې ولاړ شه او کوټوال علاء الملک تر ما پورې راورسوه ، دهغه د خبرې په اوریدو سره سم ساتونکې شاته ولاړ او دخونې څخه ووت .
د لږځنډ وروسته کوټوال علاء الملک د سلطان تر مخ حاضر شو ، سلطان ته د د تعظیم وروسته هغه په خپل ځاې هملته و درید نو سلطان ورته وویل :
علاء الملکه ! سمدستي د زندان په لور ولاړ شه او هلته یو ځوان کمال الدین لږ څه وړاندې زما د وراره سلیمان له اړخه بندي شوې له ځانه سره یو ځاې دلته راوړه . د سلطان د حکم د اوریدو سره سم علاءالملک د خونی څخه ووت .
د لږ وخت وروسته علاءالملک بیرته را ستون شو او کمال الدین یي هم له ځانه سره راوست . دواړه د سلطان تر مخه و دریدل . سلطان تر ډیره پورې دغه نوې ځوان کمال الدین ته په ډیر غور او دقت سره کتل ، بیا یي پر مخ باندې ډیره ښکلې خندا را پیدا شوه او کمال الدین ته یی وویل :
کمال الدینه ! ددې تر مخه زما اوستا تر منځ کومه پیژندګلوي نه وه . زه ډیر زیات خوښ یم چې تا زما وریرونو قتلخان او سلیمان ته په لوبه کې ماته ورکړي ده . او زه په دې هم ډیر خوښ یم چې د تیغ وهلو په فن کې هم تا هغوې دواړو ته ماته ورکړې . خو ددې ټولو څخه زه په دې ډیر خوشحاله یم چې تر نن ورځي پورې ما هیڅوک نه دې کتلې چې تر دې حده پورې د خپل یوه غلام صفت وکړي لکه څنګه چې ظفرخان ستا صفت کوي . په داسې حال کې چې ته د هغې غلام یی خو هغه تا د خپل زوې څخه هم ډیر دوست ګڼي او دا خبره په خپله په دې دلالت کوي چې ستا په وجود کې داسې څه صفتونه شته چې صفت یی باید وکړل شي .
کمال الدینه واوره ! هغه ډول چې ظفرخان ستا صفت کړې هغه زما ذهن تر اوسه پورې نه دې منلې ، ما خو ته د زندان څخه را وویستلې اوس به په جنګونو کې ستا کړچار وینم . اودا به وینم چې هغه ډول چې ظفرخان ته و ستایلې هغه ځاې په تاکې شته او که نه . که چیرې دا صفتونه په تا کې وي نو بیا به زه تاته داسې مقام او ځاې درکړم چې ستا د شان سره برابر وي . اوس ته د ظفرخان سره تللې شې . د سلطان ددې خبرې سره سم ظفرخان را پورته شو، علاؤالدین یی درنښت وکړ او بیا یی کمال الدین له ځانه سره یو ځاې کړ او له خونې را ووت، د علاؤالدین کوټوال علاء الملک هم ددوې سره یو ځاې د خونې څخه را ووت او و لاړل .
*****
۵
نور بیا

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده