Posts | Comments | E-mail /

امريكا د پاكستان پوځ ته روزنه وركوي

Posted by on Apr 29th, 2009 and filed under تحلیل, خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

pakistan_army

د پاكستان پوځ ته به له دغه هيواد نه بهر د امريكايي ماهرانو له خوا روزنه وركول كيږي

د پاكستان پوځ له جګړې ستومانه شوى، وسلې يې زړې دي او له جنګياليو سره د جګړې توان نه لري

 

رسنۍٰ+ويسا: د پاكستان دولت موافقه وكړه چې امريكا دې د پوځ په روزنه كې پراخ رو ولوبوي. ددغې موافقې له مخې به امريكا همداراز له وسلوالو مخالفينو سره د جګړې لپاره پاكستان پوځ ته تجهيزات هم وركوي.

د يادې شوې موافقې له مخې تراوسه پورې پاكستان د خپل پوځ د روزنې لپاره يوازې اويا امريكايي ماهرانو ته د داخليدو اجازه وركړې ده. ددغې موافقې پر اساس د امريكا د پوځ روزونكي به د پاكستان پوځ ته له دغه هيواد نه بهر روزنه وركوي. پنتاګون ان په خپله امريكا كې د پاكستان د پوځ د روزنه مطرح كړې ده خو تر اوسه پورې يې د غه ځاى نه دى ورته ټاكلى.

لاس انجلس ټايمز راپور وكړى دى، چې د پاكستان پوځ چې له هند سره د جګړې د خطر په اساس رامنځ ته شوى دى، په درنو وسلو سنبال دى خو له جنګياليو سره د مبارزې لپاره بيا هم ګټورې وسلې نه لري.

د امريكا د دفاع وزارت يو رسمي چارواكى وايي: د پاكستان پوځ له جګړې خسته شوى دى، وسلې يې زړې شوي دي او له جنګياليو سره د مبارزې توان نه لري.

امريكايي چارواكو وروسته له هغې د پاكستاني پوځ د روزنې خبره كوي، چې دغه هيواد په دې وروستيو كې د افغانستان او پاكستان لپاره نوې ستراتيژي اعلان كړه.

اوسمهال په پاكستان كې وسلوال طالبان  ورځ تر بلې په پياوړي كيدو دي او په دغه هيواد كې د خپل نفوذ او فعاليت لمن پراخوي، چې دې حالت د امريكا او ځينو نورو لويديزو هيوادونو شديدې انديښنې راپارولي دي.

د امريكا پوځ په دې باور دى، چې د پاكستان د پوځ روزنه به اوږده مهال كې له جنګياليو سره د مبارزې لپاره برخليك ټاكوونكى وي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تصویر
    • بیش از ۶۰۰ سرباز انگلیسی در جنگ افغانستان آسیب مغزی دیده اند
    • رئیس شورای عالی صلح ولایت غزنی در هندوستان در گذشت
    • احداث دو پوستهٔ سرحدی ترکمنستان در جوار سرحد افغانستان
    • چرا عیدها ما بی رونق و کم رنگ شده است ؟
    • بان کی مون در هفته جاری به پاکستان سفر می کند
    • فقط یک افغانستان با ثبات و قدرتمند است که می‌تواند جلوی وقوع حادثه به مثل ۱۱ سپتمبر را بگیرد: جنرال جوزف دانفورد
    • سیلاب او باران په کابل کې ۱۳ تنه ووژل
    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد