ويسا: په کويت کې د اسيآ له لويې وچې د ۲۰۱۰ کال د ۱۹ کلنتو کريکت نړیوالو اتلوليو ته د انتتخاب په لوبو کې افغانستان پرون د تیرو اتلوليو اتل نيپال ته په ماتې ورکولو نړیوال جام ته لار ومونده .
نيپال لومړی منډې وکړې او د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو يې ۱۸۶ منډې خپلې کړې .
د افغانستان له خوا حمزه هوتک درې لوبغاړی اوت کړل .
دا منډې اسانه نه وې ، میدان د ورو بالرانو لپاره مناسب و او نيپال ۴ دغه ډول بالران لرل .
خو افغان تنکيو لوبغاړو په ډير مهارت دغه هدف ترلاسه کړ .
ايمل وفا ۶۱ او اصغر هوتک ۴۷ منډې وکړې او په ډول افغانستان تر ټاکلي وخت وړاندې لوبه وګټله .
پایلوبه به د جمعې په ورځ اغلبآ له هانګ کانګ سره وي ځکه چې هغوی په بله نیمه پايلوبه کې له قطر سره د بری په لور خوځي .
که پايلوبه افغانستان وهم بايلي د ۲۰۱۰ کال د ۱۹ کلنو کریکت نړیوالو اتلولیو ته په لومړي ځل رسیدلی دی .
##