Posts | Comments | E-mail /

د بهرنيو فشارونو په وړاندې زموږ مسووليت څه دى؟

Posted by on Apr 29th, 2009 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 610x5

وړمه ورځ په ولسي جرګه كې د خصوصي امنيتي شركتونو د قانون په اړه د وكيلانو پر دې تاوده بحثونه چې د امريكا سفارت ورته ويلي چې بايد دغه قانون پاس كړي كه نه مرستې به ورباندې بندې شي اصلا پر دې اعتراف دى چې په ريښتيا ځينې سفارتونه او نړيواله ټولنه له قانون جوړونې نيولې تر ځينو نورو حساسو مسايلو پورې زموږ په چارو كې لاس وهى او هر ډول فشارونه راوړي.

واقعيت دا دى چې د رسنيو د معلق او بې دركه! قانون نه نيولې د اهل تشيع شخصيه احوال او آن د خصوصي امنيتي كمپنيو تر قانون پورې بهرني لوري ځينې ځانګړي حدود غواړي، چې د ځانګړيو شعارونو په بدرګه يې زموږ پر ولس او چارواكيو غواړي وتپي.

بهرنيان چې په هر نيت او موخه داسې غواړي دلته پرې څه نه وايو خو واقعيت دا دى چې زموږ ټولنه د اروپا او امريكا له هېوادونو څخه ډېر توپير لري، سپين به يې وايو چې يوازې د ژوند د كچې توپيرونه هم نه دي، د ارزښتونو او نورمونو توپيرونه دي. د لويديزو ټولنو د ارزښتونو پر بنسټ موږ ته قوانين جوړول په دې معنا دي چې موږ په لوى لاس خپل هېواد او ولس يوه بل لوى ناورين او يوې سترې بدمرغۍ ته ورټېل وهو.

د ولسي جرګې درانه وكيلان بايد پر دې وپوهېږي چې كه دوى نن د كوم بهرني سفارت فشار او غوښتنې ته سرټيټ كړ او د قوانينو په جوړولو كې يې د خپلې ټولنې غوښتنې او ارزښتونه له پامه وغورځول سبا ته به زموږ ولس او هېواد يو ځل بيا د خپل هويت او وقار لپاره د وينو بيه ادا كوي.

نن كېداى شي په يوه ايماني هوډ او ملي غرور ستونزو ته ځواب وركړاى شي. خو كه يې د كوم امتياز او يا بېځايه تمې له مخې پښې وښوئيدې سبا ته به ولس د دې غلطيو په بدل كې بيا وينې وركوي.

زموږ له ولس او هېواد سره د نړيوالې ټولنې د مرستې او ملاتړ احسان پر سر سترګو، خو خپل ملي هويت، ملي غوښتنې، ديني او ملي ارزښتونه هېڅكله هم له دې احسان څخه قربانولاى نه شو، كه خداى مه كړه داسې كوو دا به ډېر بد قمار وي چې بايلونكي به يې په هر صورت موږ وو.

د ولسي جرګې وكيلان بايد پر دې وپوهېږي چې اوس د لاسوهنو او فشارونو خبره له دې وتلې چې پرده پرې واچولاى شي، ځكه پخپله په ولسي جرګه كې همدغسې باشهامته د ولس استازي شته چې په رسا غږ پر دې مساله اعتراض كوي، دوى ته په كار دي چې په هر څه كې خپلې ملي ګټې او د خپل ولس ديني ارزښتونه د لويديز د خيالي شعارونو نه ورته غوره او محترم وي.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تصویر
    • بیش از ۶۰۰ سرباز انگلیسی در جنگ افغانستان آسیب مغزی دیده اند
    • رئیس شورای عالی صلح ولایت غزنی در هندوستان در گذشت
    • احداث دو پوستهٔ سرحدی ترکمنستان در جوار سرحد افغانستان
    • چرا عیدها ما بی رونق و کم رنگ شده است ؟
    • بان کی مون در هفته جاری به پاکستان سفر می کند
    • فقط یک افغانستان با ثبات و قدرتمند است که می‌تواند جلوی وقوع حادثه به مثل ۱۱ سپتمبر را بگیرد: جنرال جوزف دانفورد
    • سیلاب او باران په کابل کې ۱۳ تنه ووژل
    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد