Posts | Comments | E-mail /

په افغانستان كې برياليتوب په پاكستان پورې تړلى دى:د جرمني د بهرنيو چارو وزير

Posted by on Apr 29th, 2009 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

GERMANY-SPD/

.

جرمني به د افغانستان د ولسمشرۍ له راتلونكو ټاكنو سره لوژيستيكي مرستې وكړي

 

كابل: د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانك والتر شتاين ماير پرون په كابل كې وويل، چې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې برياليتوب په پاكستان پورې تړلى دى. د جرمني خبري اژانس راپور وكړۍ چې نوموړي له ولسمشر حامد كرزي سره له ليدلو وروسته خبريالانو ته وويل: جرمني په افغانستان كې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له هغې سيمه يېزې حل لارې څخه ملاتړ كوي چې پاكستان هم پكې ګډون ولري.

شتاين مايروويل: تر څو پورې چې دارنګه وضع رامنځ ته نشي، موږ به په افغانستان كې يوازې محدود برياليتوبونه لرو.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير پرون په ناڅاپي توګه افغانستان ته سفر وكړ او له ولسمشر حامد كرزي او دبهرنيو او كورنيو چارو له وزيرانو سره يې وكتل.

د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د کرزي د وياند له دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، شټاين ماير له ولسمشر سره په كتنه كې د افغانستان د بيارغونې او امنيت په موخه، د اوږدمهالو مرستو ډاډ ورکړى دى .

د سرچينې په حواله، د جرمني د بهرنيو چارو وزير په ياده شوې کتنه کې وويل چې هېواد به يې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال، لوژستيکي مرستې وکړي .

ماير دغه راز ژمنه کړې چې هېواد به يې د ټاکنو د امنيت په موخه، شاوخوا ٦٠٠ تنه  نور تازه دمه سرتېري افغانستان ته را ولېږي .

د دولت د رياست په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر د جرمني د بهرنيو چارو له وزير سره همداراز د تروريزم او نشه يي توکيو پرضد د مبارزې په اړه، هم خبرې وکړې .

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنيت د خونديتوب په موخه د شاوخوا ٨٠٠٠   بهرنيو سترتېرو د اړتيا اټکل شوى او تراوسه د ناټو او ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې ګڼ شمېر هېوادونو، دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ويلى دى .

دا مهال د المان شاوخوا ٣٨٠٠  سرتېري د ناټو د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې، په هېواد کې د امنيت په ټينګښت بوخت دي  

 

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • تصویر
    • بیش از ۶۰۰ سرباز انگلیسی در جنگ افغانستان آسیب مغزی دیده اند
    • رئیس شورای عالی صلح ولایت غزنی در هندوستان در گذشت
    • احداث دو پوستهٔ سرحدی ترکمنستان در جوار سرحد افغانستان
    • چرا عیدها ما بی رونق و کم رنگ شده است ؟
    • بان کی مون در هفته جاری به پاکستان سفر می کند
    • فقط یک افغانستان با ثبات و قدرتمند است که می‌تواند جلوی وقوع حادثه به مثل ۱۱ سپتمبر را بگیرد: جنرال جوزف دانفورد
    • سیلاب او باران په کابل کې ۱۳ تنه ووژل
    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد