Posts | Comments | E-mail /

د برګ مټال ولسوالۍ سقوط ; څو ټكيو ته يو نظر

Posted by on Jun 1st, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

!

وړمه ورځ د نورستان د برګمتال ولسوالي له څو ورځو جګړو وروسته طالبانو ونيوله، د كورنيو چارو وزارت وياند دا تاكتيكي شاتګ ! وباله، هغه څه چې د تره كي او امين له وخته تر اوسه په حكومتي كچه د خپلو ماتو د شرم كمولو لپاره تكرار شوي دي.

دغه كليشه يي جمله نه د دولتي امنيتي ارګانونو په كمزوريو او ناتوانيو پرده اچولى شي او نه تر دې هم مهمه د امنيتي او دفاعي ارګانونو تر منځ نه همغږي پټولاى شي.

عجيبه داده چې د كورنيو چارو وزارت وياند يوه ورځ رجزونه تكراروي خو سبا ته يې د تاكتيكي پر شاتګ خبره كوي.

په دغسې وخت كې چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه جوړيږي د برګمتال ولسوالى سقوط يو بد پيغام لري، هغه نړيوال ځواكونه چېرته وو چې پرون يې قوماندان پر دې اعتراف وكړ چې په ارزګان كې دوى ملكي وګړي وژلي وو؟

ملي اردو درې ورځې چېرته وه چې د برګمتال د ولس او پوليسو بده ورځ وګوري او دفاع ته يې ور ودانګي.

يوه مساله چې له دې پيښې نه ډيره ښه څرګنده شوه د هيواد د امنيتي ارګانونو تر منځ نه همغږي وه، همدغسې د بهرنيو ځواكونو او افغان ځواكونو تر منځ هم نه د موخو يووالى شته او نه د افغان ادارې دفاع او ساتنه دوى ته ارزښت لري، كه داسې نه واى د برګ متال ولسوالي به په داسې مهم وخت كې د طالبانو لاس ته نه لويده، اوس دې ته اړتيا ده چې شرافتمندانه پر غلطيو او كمزوريو اعتراف وشي، د تاكتيكي شاتګ سوليدلي او كليشه يي شعار تكرار د ولس پر غوږو نور ډير بد لګيږي، هغه څه بايد وشي چې تر اوسه پورې نه دي تر سره شوي، او له هغه څه بايد ډډه وشي چې ولس له لانجو سره لاس او ګريوان كوي.

وروستۍ خبره دا چې د برګ متال ولسوالۍ سقوط او وروستۍ جګړې او په دې جګړو كې د پاكستاني طالبانو رول دا اړتيا نوره هم زياتوي چې زموږ د ولس په منځ كې نور د جګړو، بدمرغيو او بهرنيو لوريو د لاسوهنو د مخې بندولو په اړه جدي فكر وشي، افغانان بايد خپلې لانجې ته له نويو عينكو وګوري او دغه نوې كتنه د سولې مشورتي جرګې له ستيژ نه ډيره ښه كيداى شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دخوست ديني علماوو او مخورو مشرانو سوګند وکړ چې دقومي شخړو اومنازعاتو مخه به نيسي
    • حامد کرزی با خادم الحرمین الشریفین صحبت تیلفونی کرد
    • عبدالحۍ حبيبي لیسې ته د اته ويشت مليونه افغانيو په لګښت درې پوړيزه جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
    • حامد کرزی: کارت رای دهی بگیرید، رئیس جمهور و حکومت آینده را تعیین و مملکت تانرا مستحکم سازید
    • مسلميار: شیرزی او ولایتي اداره یې د غفلت په خوب ویده دي
    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند