Posts | Comments | E-mail /

افغان ولس د څو څيرو دقيقي سياليو په لوبه كې

Posted by on May 30th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م- خبريال

كله چې په بهسودو او دايميردادو كې د كوچيانو او هزاره ؤ ترمنځ لانجه پېښه شوه د پخوا په څېر ځينو هغو سياسي معامله ګرو ته يو ځل بياد ځان ځلولو اجندا پيدا شوه چې همدغسې لانجو ته په دوو پښو ناست وي. دا چې د دې لوبې تر شا كوم لاسونه دي او موخه يې څه ده د ايران ځينې كړۍ به څومره په دې معامله كې ككړې وي چې د افغانانو د اعدام مساله پكې چوپه كړي، او هغه نور بهرني لوري به څومره پكې لاس لري چې د حكومت د سولې مشورتي جرګې له پروګرام سره جوړ نه دي او د ناكامولو هڅې يې كوي، دا بيله خبره ده. ان شا الله وروسته به دا هر څه افشا شي او باور مو دى چې تر ډيره به د دې پېښو تر شا پټ لاسونه پټ پاتې نشي چې نه يوازې زموږ د هزاره اوكوچي ولس په وينو او سرونو لوبيږي بلكې د هر افغان له برخليك سره لوبې كوي.

خو كله چې د دې پېښې لومړني خبرونه خپاره شول د قهرمان كيدلو سيالۍ ورسره جوختې پيل شوې، محمد محقق په كابل كې د كوچيانو پر خلاف دجګړې اعلان وكړ، د پخوا په څېر په هزاره او اهل تشيع ټولنه كې د دوى د مشرۍ د دعوه دارانو ترمنځ د ((كوچي دښمنۍ)) سيالي پيل شوه، په داسې حال كې چې د بهسودو اوسيدونكي پخپله د داسې دښمنۍ پر خلاف دي.

په هر صورت په همدې احساس دولسمشرى دوهم مرستيال بهسودو ته د تلو او هلته د پاتې كيدو تصميم ونيو، دده په خيال كه دا كار نه واى شوى د هزاره ټولنې په منځ كې به يې مشري تر پوښتنې لاندې راغلې وه او نور سيالان به ترې وړاندې شوي وو.

متاسفانه نن نه يوازې كوچيان بلكې ټول افغان ولس د همدغه منفي سيالۍ د بدو پايلو پر زغملو اړ دي.

بايد ووايوچې پخپله هزاره وروڼه او اهل تشيع ټولنه هم په دې سياليو كې له سترو زيانونو سره مخامخ ده، له يوه پلوه دوى د څو تنو د سياسي او شخصي اهدافو پر سر د داسې دښمنيو اورته ور ټپل وهل كېږي چې دوى يې هيڅكله نه غواړي، له بله پلوه د دوى ليډر شيپ يوازې پخپله ټولنه كې محدوديږي او په ملي شخصيتونو نه بدليږي.

ښايي محمد محقق او ځينې نور افراطي قوم پال بيله اجندا ولري او دوى نه غواړي چې دملي شخصيتونو په توګه مطرح شي، خو استاذ خليلي د ولسمشر مرستيال ؤ او د هېواد په كچه دوهم د واك مقام ته رسيدلى ؤ، ده څه مجبوريت درلود چې د هېواد او ملت له كچې را ټيټ شي او د يوې سيمې او يا قوم په حدودو كې ځان را ايسار كړي؟ خليلي صيب ته په ملي كچه د يوه خواخوږي شخصيت په توګه د را پورته كيدو ښه فرصت ؤ، ده ته بايد كوچى يوه سترګه او هزاره بله واى، ده كولاى شواى له دې دريځه پر دې اور اوبه تويې كړي او په ملي كچه يو د منلووړ شخصيت شي. خو متاسفانه ده پخپله بر عكس لاره ونيوه او پكې وړوكى شو.

سره له دې چې د بهرنيو لوريو په مرسته د را منځته شويو زياترو رسنيو لخوا د بهسودو او كوچيانو لانجه داسې ښودل كېږي چې ګواكي كوچيانو تيرى كړى، خو د همدغو شډلو كوچيانو د ګوتو په شمار استازيو چې تر اوسه كوم غږ اوچت كړى او له خپلې مسالې نه كومه دفاع كوي له ورايه ښكاري چې منطق يې پياوړى دى، په كوچيانو كې هم معامله ګر شته خود مسالې په اړه د دوى دريځ دا دى چې راځئ پر اسنادو او شريعت يې حل كړو، دا تر سلو كلونو اوښتې مساله ده، د وخت د حكومتونو اسناد پرې شته، شرعي قوالې كوچيان په لاس لري ټولو ته په جهر وايي چې راشئ په قانون او شريعت مساله حل كړو!

له دې دريځ سره د سياسي څېرو ستيج شوې ډرامې ټولې افشا كوي او له همدې سره دوى په خپله ټولنه او ولس كې هغه لاسته راوړى وزن هم بايلي.

د كوچي او هزاره دغه لانجه اوس دومره شاربل شوې ده چې كه ولسمشر د خپل مصالحانه خوى پر بنسټ يو ځل بيا چاته يو طرفه امتياز وركوي هم ګرانه ده چې ستونزه دې پرې حل شي، ځكه چې د كوچيانو مشران اوس پر دې پوهيدلي چې دوى د ولسمشر او نورو چارواكيو پر خبره هر څومره تنازل وكړي بل لوري ته غلط مفهوم ترې اخيستل كېږي، ځكه خو كوچيانو د ولسمشر د وروستي فرمان په اړه هم خپل مخالفت ښودلى او وايي چې موږ په هزاره جات كې له خپلو هغو جايدادونو او ورشو ګانو تير نه يو چې د پيړيو په اوږدو كې مو ګټه ترې اخيستې ده.

د هزاره ټولنې د مشرتابه دعوه دارانو د كوچې دښمنۍ په ښودنه كې د سياليو پر ځاى بايد په ريښتينې معنا د دې ستونزې دهواري معقولې هڅې پيل كړې واى، د دې تر ټولو مناسبه او معقوله لاره همدغه وه چې دوى د ستونزې د اصولي هواري خبره كړې واى، د دې وطن غېږه ډېره صميمانه د خپل هر بچي لپاره پرانيستې ده، كه يې بچيان پر يو بل لور و لري د ټولو ژوند به پكې سوكاله شي. د دې مسالې سم او مناسب حل همدغه ؤ او له ډيرو لانجو او زړه بديو وروسته به بيا هم دواړه لوري په همدغسې يو حل لاره سره توافق كوي. زموږ په هزاره وروڼو كې د رهبرۍ دعوه داران كه اوس هم د جګړې د اتل پر ځاى د تفاهم او لانجو د حل په روحيه راوړاندې شي زموږ باور دى چې نه يوازې هزاره وروڼه بلكې ټول افغان ولس به يې اتل و بولي، د هېواد د قومونو ترمنځ شته لانجې له منطق او خبرو اترو او اصولي لارو پرته په نورو لارو نشي حل كيداى.

الحمد لله زموږ ټولنه د اسلام وياړلى دين او اصول لري، زموږ ټولنه تاريخي عنعنې لري چې د پيړيو په او ږدو كې يې ډېرې ستونزې پرې هوارې شوې دي. متاسفانه نن د ډيموكراسۍ تر كاذبو ډنډورو لاندې ځينې ځانګړي پاړكي ځانونه د هر ډول امتياز حقدار ګڼي، ډيموكراسي د يوې حربې او وسلې په توګه كاروي، همدغه پاړكى زموږ تاريخ، ديني او ملي ارزښتونو او وياړونو ته هم سپكاوى كوي، ولس او چارواكي بايد دواړه دې مسالې ته پام واړوي.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو