Posts | Comments | E-mail /

د وژلو په بدل كې دګلونو د اميلونو تمه بيځايه ده

Posted by on May 30th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مك كرسټال په مارجه كې په يوه وينا كې پر دې اعتراف كړى چې خلك له حكومت او نړيوالو ځواكونو نه خوښ نه دي، وروسته يې پوښتنه كړې چې ولې داسې دي؟

جنرال مك كرسټال تر ډيره حده په بهرنيو جګپوړيو چارواكيو كې پر حقايقو معترف سړى دى، نوموړي پخوا څو ځلې د ملكي تلفاتو په اړه له افغان ولس نه بښنه هم غوښتې ده او پر دې يې اعتراف كړى چې د ملكي وګړو مرګ ژوبله واقعاً يوه لويه غلطي ده.

خوله ده سره چې د مارجې د خلكو د ناخوښۍ په اړه كومه پوښتنه ده چې ولې داسې دي، د دې ځواب هم ډير روښانه دى، نه پوهيږو چې د امريكا دغه جګپوړى قوماندان يې ولې نشي احساسولاى.

د مارجې له ولس سره د پوځي عملياتو له پيليدو مخكې څومره لويې ژمنې وشوې، له هغو نه څومره ژمنې تر سره شوې؟

دې ولس ته څومره لاپې وشوې خو هغه لاپې څومره بلې شوې؟

همدغه پوښتنه چې ځواب شي د مارجې د ولس او يا په ټوليزه توګه د هلمند د ولس د ناخوښۍ لاملونه پكې موندلاى شو.

نړيوالو ځواكونو متاسفانه خداى خبر د كومې بلې اجندا او موخې لپاره د پراخو پوځي عملياتو ډنډورې پيل كړې، مخالفين يې را وپارول، لښكر كشي و شوه د مارجې او هلمند په زرګونو كورنيو خپل كور او كلى پرېښود، د دوى كورونه لوټ شول، دغه كډوال په سلو لانجو واوښتل چې تر اوسه ور سره لاس او ګريوان دي.

وسله والو مخالفينو يوازې ماينونه و كرل او بېغمه يې سنګرونه بدل كړل.

د نړيوالو ځواكونو له دې پراخو عملياتو سره چې دغه ولس څومره و ځوريد هماغسې ځوريدلى بېرته د وسله والو مخالفينو په منګولو كې پاتې شو.

اوس به كوم ليونى په دغسې كړو وړو خوښ او راضي وي.

لومړى د جګړې انتخاب او جګړه هم له داسې ړندو اهدافو سره چې د ولس برخليك پكې له نويو ستونزو او ګواښونو سره مخ شي. دا ټول د يوې ناكامې مانورې او غلطې ستراتيژۍ بېلګې او نمونې دي، كه دغه تجربه په كندهار كې پلې كېږي او كه په بله سيمه اوولايت كې له ناكامۍ، ناخوښى اوناخوالو پرته بله پايله نشي درلوداى.

په افغانستان كې د بهرنيو لوريو او افغان دولت ترمنځ په همغږۍ او بشپړ يووالي د يوې داسې ستراتيژۍ له پلي كولو پرته چې د افغان ولس هيلې او غوښتنې پكې لومړيتوب ولري، يوازې د نړيوالو د اجندا له مخې د جګړې او زور لوبه چې هر څومره اوږده شي بريا پكې ناشونې ده.

د جګړې او پوځ قوماندان مك كرسټال ته به دغه خبره څومره د هضم وړ وي خو واقعيت همدغه دى، نوموړى كه له افغانانو نه د ګوليو او وژلو په بدل كې د ګلونو د اميلونو تمه لري نو دا ډيره بيځايه تمه ده.


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو