Posts | Comments | E-mail /

پر پاکستان باندي د امریکا د حملې احتمال

Posted by on May 29th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د واشنګټن پوسټ د وځپاڼې مقاله پدې ټکو پیل کیږي، په پاکستان باندې د ممکنه حملې په لارو چارو باندې غور کیږي.ورځپاڼې د مقالې په پیل کې د امریکا د ځینو لوړرتبه چارواکو له قوله لیکلي دي که چیرته د امریکا په خاورې باندې د کومې کامیابې حملې کولو د پلان جوړونې درک او څرک د پاکستان په قبایلي سیمې کې ولګیږي نو امریکا په پاکستان باندې د احمتالي حملې کولو په لارو چارو باندې غور کوي.

ورځپاڼه وایي داسې ګمان کیږي چې د نیویارک ښار د ټایمز په څلور لارې کې د ناکامه برید تورن شخص فیصل شهزاد ته به روزنه پاکستاني طالبانو ورکړې وي او همدې کار د امریکا حکومت دیته اړ کړیدی چې باید د غچ داخیستلو په لارو چارو باندې غور وکړي.

ورځپاڼه وایي چې همدا اوس د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سي آی اې په پاکتسان کې د القاعده شبکې په غړو او دهغوي سره په تړولو ډلو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي خو ویل کیږي چې دغه اقدامات کافي ندي.

ورځپاڼه وایي چې له بلې خوا د امریکا حکومت غواړي چې د پاکستان د حکومت سره د استخباراتو په برخې کې هم خپلې اړیکې قوي کاندي تر څو پدې سره د طالبانو د حملو مخه ونیول شي.

متحده ایالاتو او پاکستان څه موده وړاندې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د استخباراتو ګډ نظامي مرکز جوړ کړ او اوس مهال پدې باندې کار روان دی چې دغه شان یو مرکز د کویټې ښار ته نږدې هم جوړ کاندي. رپوټ وایي دغه مرکز به هغه سیمې ته څیرمه جوړ شي چې د امریکا د نظامي چارواکو په قول ویل کیږي چې د افغانستان د طالبانو مشران به پکې پټ وي.

د استخباراتو پدغو مرکزونو کې د پاکستان پوځ ته اجازه ورکول کیږي چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر وخت اخیستل شوې ویډیو ګانې وګوري او د امریکا نورو استخباراتو ته مستقیم لاسرسی ولري، امریکایي چارواکي وایي د دې کار هدف یې د پاکستان د پوځ تقویه کول دي.

خو یو شمیر نور چارواکي بیا پدې نظر دي چې پاکستان او امریکا په یو بل باندې باور او اعتبار نلري نو ځکه یې دغه مرکزونه جوړ کړیدی چې د یو بل په فعالیت باندې ځانونه خبر کاندي.

ورځپاڼه وایي چې جمهور رییس اوباما د خپلو انتخاباتي مبارزو په دوران کې ویلي وو چې په پاکستان باندې د حملې لپاره به اجازه ورکړي او همدارنګه د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د نیویارک ښار د ټایمز په څلور لارې کې د ناکامه حملې نه وروسته د یوه ټلویزون سره په مرکې کې ویلي وو چې که چیرته دغه حمله کامیابه شوې وه او مونږ دا پیدا کړې وه چې د دغې حملې پلان په پاکستان کې جوړ شوی وو نو ډیر بد او جدي عواقب به یې لرل.

د امریکا جمهور رییس براک اوباما پاکستان ته د دغه پیغام د استولو لپاره خپل د ملي امنیت سلاکار جنرال جمز جونز او د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سی آی ای  مشر لیون پنیټا تیره میاشت پاکستان ته ولیږل او دغه خبره یې د پاکستان جمهور رییس آصف علي زردراي او د پوځ لوی درستیز اشفاق کیاني ته وکړه.

رپوټ وایي چې ښاغلي جونز او لیون پنیتا پاکستاني چارواکو ته ټول هغه شواهد او اسناد وښودل چې د امریکا امنیتي کړیو تر لاسه کړي وو او دا یې ښودل چې د فیصل شهزاد سره پاکستاني طالبانو مرسته کړې وه.

په پاکستان باندې د امریکا ممکنه حملې به هوایي بریدونه او د بې پیلوټه الوتکو نه د توغندیو وارول وي خو د دې امکان هم شته چې د امریکا د خاصو عملیاتو هغه قواوې به د پاکستان خاورې ته ورواړي چې همدا اوس په افغانستان کې ځای پر ځای دي.

د امریکا یوه لوړرتبه نظامي چارواکي ویلي دي چې په تیرو څو کالونو کې په پاکستان باندې د برید په پلان کې د پام وړ اصلاحات راغلي دي. په پخوانیو پلانونو کې په پاکستان باندې ستره حمله په پام کې نیول شوې وه خو اوس به په مشخصو جګړه مارو ډلو باندې د غچ اخیستنې لپاره حملې کیږي.

دغه لوړرتبه چارواکي چې د نوم د نه اخیستو په شرط یې د ورځپاڼې سره خبرې کړیدي ویلي دي چې د امریکا په پوځ کې زیات چارواکي پدې نظر دي چې د القاعده او دهغوي د انډیوالانو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره لار هوایي حملې دي خو د دې خطر هم شته چې د پاکستان او امریکا اړیکې به دومره خرابې شي چې بیا به بیرته روغې نشي.

د امریکا یوه بل نظامي چارواکي بیا ویلي دي چې مونږ پدې باندې کار کوو چې څنګه وکولی شو دغه ګواښ پداسې شکل په احتیاط سره له منځه یوسو چې د پاکستان د پوځ سره مو هم اړیکې خرابې نشي.

په افغانستان کې دیره د امریکا د خاصو عملیاتو قواوې د څو کالونو راپدیخوا د امریکایي چارواکو نه غواړي چې اجازه دې ورته ورکړل شي چې د ډیورنډ د کرښې په پورې غاړې کې دې هم په جګړه مارانو باندې حملې وکړي. ځکه چې دوي وایي د سي آی اې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې یوازې دغه کسان وژل کیږي مګر څوک پکې نه نیول کیږي او نه هم داستخباراتي معلوماتو د راټولو لپاره زیات فرصت برابروي.

خو ورځپاڼه وایي چې یو ځل په 2008 میلادي کال کې د امریکا یوې هیلوکوپترې په پاکستان کې په یوه مشکوک ځای باندې برید وکړ چې پاکستاني چارواکو پرې باندې سخت انتقادونه وکړل او ویلي وو پدې افسوس کوي چې امریکا ته یې اجازه ورکړیده چې د پاکستان په خاورې کې دننه عملیات وکړي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره سی آی ای  کولی شي چې حتی د سپینې ماڼۍ د اجازې نه پرته هم په پاکستان کې په ځینو اهدافو باندې حملې وکړي خو د امریکا پوځ بیا یوازې په هغه حالت کې حق لري چې په پاکستان باندې یو اړخیزه حمله وکړي که چیرته ورته د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن، د هغه د مرستیال ایمن الظواهري او یا د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د ځای ځایګي په اړه ورته کره او دقیق استخباراتي معلومات ورکړل شي.

ورځپاڼه وایي چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې په تیرو څو کالونو کې په پاکستان کې زیات فعالیت کړیدی. دغې ادارې د القاعده شکبې د غړو پر ضد او د هغوي د انډیوالانو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو حملو ته زور ورکړیدی.

په پاکستان کې د استخباراتي مرکزونو د جوړولو هدف د پاکستان سره استخباراتي معلوماتو شریک کول او د هغوي نه د استخباراتي معلوماتو اخیستل دي.

ورځپاڼه وایي پدې سره پاکستان ته هم دا موقع ورکول کیږي چې د امریکا نظامي امکانات وګوري.

خو ورځپاڼه په پای کې وایي چې تر ټولو مهم مرکز به هغه وي چې د کویټې ښار ته نږدې جوړیږي. رپوټ وایي چې د کویټې ښار د افغانستان د طالبانو لپاره د پټیدو تر ټولو خوندي ځای دی. هغوي د 2001 میلادي کال نه وروسته کله چې په افغانستان کې د واک نه وپرځول شول نو دلته یې پناه راوړه او همدارنګه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی سره هم د اوږدې مودې اړیکې لري.

امریکایي چارواکي وایي چې د دغه مرکز لپاره د یوه مناسب ځای د لټولو کار پیل شویدی خو وایي چې کار یې یو څه پڅ روان دی.

د امریکا یوه لوړرتبه نظامي چارواکي ویلي دي چې د دغه مرکز هدف په کوټې کې د طالبانو د شورا تعقیب کول دي خو نورو چارواکو بیا ویلي دي چې هدف یې په کندهار کې د ناټو د سترې حملې ملاتړ کول دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو