Posts | Comments | E-mail /

د يتيمانو حقوق

Posted by on May 29th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

الحاج فضل الله رشتين                                                                    

يتيم هغه  چاته وايي   چې  په  ماشومتوب  يعنې د بلوغ عمر ته له رسيدو د مخه يې  پلار  مړ شوى وي . په اسلام كښې  يتيم ډير حقوق  لري چې هغه په لاندې ډول ښودل كيږي.

*  له يتيم سره خواخوږي او همدردي :

يتيم زمونږ ورور دى  نو ځكه ښايي چې د هغه سره خواخوږي او همدردي وشي.

خداى پاك په قرآن شريف كښې فرمائي:

( و يسئلونك عن اليتمى .   قل اصلاح لهم خير  .  و ان تخالطوهم فاخوانكم. )

 ( البقره 220)

او نور خلك له تا څخه ( اى محمده )  د يتيمانو په باره كښې پوښتنه كوي ،  ته ( اى محمده )  دوي ته  ووايه چې د هغوي اصلاح كول  او خير خواهي بهتر كار دى ، او كه تاسو  دوي  له خپل ځان سره يوځاى كړى نو هغوي  ستاسو وروڼه  دى.

 

* د يتيم د مال ساتنه :

د يتيم د مال ساتنه او  اداره بايد په ښه ډول سره  وشي او هغه  ضايع  نه شي .:

خداى پاك فرمائي:

و لاتقربوا مال اليتيم إلا بالتي هي احسن حتى يبلغ اشده ( الاسراء (34)

او د يتيم مال ته مه نژدې كيږئ   ،  بغير له هغې طريقې نه چې  ډيره ښه او  بهتره وي  تر هغه وخته  پورې  چې هغه ( يتيم )  د بلوغ عمر ته رسيدلى نه وي .

د پورتني آيت مانا داده چې د يتيم  مال د هغه تر بالغ كيدو پورې په داسې طريقه استعمال كړئ ، چې هغه ته ګټه ورسي – داسې نه شي چې د هغه مال په داسې كار او بار ولكول شي چې   هغه ته پكښې  تاوان او خساره  ورسي او هر څه له لاسه لاړ شي. .

ډير داسې خلك شته چې بې له  پوښتنې او تجربې  د يتيم په مال تجارت يا بل څه كار كوي او بيا  خساره وكړي او په دې ډول د يتيم مال ضايع شي . دا كار سم نه دى او ښايي چې له دې كار څخه ډه وشي.

خداى پاك  بيا فرمائي :

 

ان الذين ياكلون   اموال اليتمى ظلما انما ياكلون في بطونهم نارا . ( النساء ) (10)

هغه  خلك  چې د يتيمانو مال په ظلم سره  خوري هغوي  خپلې خيټې   د جهنم په    اور ډكوي   يعنې خپلو خيټو ته د جهنم  اور اچوي .

د يتيم په  مال  كښې خيانت كول ستره او كبيره ګناه ده. او ښايي چ ې هر مسلمان بنده  د يتم  د مال له خوړلو څخه ځان وژغوري . 

دا څومره  سخته خبره ده چې د سړي  خيټه د جهنم  له اور څخه ډكه شي ،ځيني خلك چې د يتيم مال خوري  ، هغوي  بايد په دې پوه شي چې  ددوي خيټې به د جهنم له اور څخه ډکيږي او بيا به دوي ته ډيره سخته وي چې ددې جهنمي اور تودوښي  ته تاب  راوړى .

 

* د يتيم عزت كول :

هر  مسلمان بنده ته ښائي چې ديتيم  عزت  وكړي او هيڅكله يې  ونه رټي او نه يې سپګاوى و كړي.

خداى پاك فرمائي :

 

فاما يتيم فلا تقهر  ( الضحى : 17)

نو ته هم په يتيم  باندى سختي  مه كوه  .

دپورتني آيت  مانا داده چې  هيچا ته نه ښائي چې په يتيم باندې سختي ، ظلم ،  ستم او  زياتى وكړي بلكې برعكس  له يتيم سره بايد له نرمئ څخه كار واخلي  او له هغه سره ښه چلند او برخور د وكړي..

خداى پاك  د سوره البقره په 83  آيت كښې فرمائي :

( و بالوالدين احسانا و ذي القربى و اليتمى و المسكين )

 او له مور پلار سره ښه سلوك ( احسان )  وكړئ  او همداشان  له خپلوانو ،  يتيمانو او له مسكينانو سره.

 په پورتني آيت كښې   خداى پاك   والدين ، خپلوان ، يتيمان او مسكينان يادكړي دي.

 له مور او پلار سره احسان ، له خپلوانو سره احسان ، له يتيمانو سره احسان او له مسكينانو سره احسان دا څومره  ارزښت  لري  كه څوك دا كار ونكړي نو خامخا به د الله پاك  د رحمت له فيض څخه بې برخې  پاتې وي.

د دې د پاره چې د  يتيمانو حقوق پر ځاى شوي وي نو ښايي دا لاندنئ خبرې په نظر كښې ونيول شي.

* د يتيم  عزت او احترام كول.

*  له يتيم سره خواخوږي او همدردي ودل ..

* د يتيم  زړه لاس ته راوړل.

* د يتيم زړه ساتل .

* د يتيم اوښګې پاكول.

* يتيم ته سپګې سپپورې نه ويل.

*  يتيم ته  د يتيمئ  احساس  نه وركول .

*  يتيم ته نوې جامې اخستل او تحفې وركول.

*  يتيم ته د خپل اولاد خطاب كول.

* د يتيم مال ساتل او هغه نه ضايع كول.

*  له يتيم سره احسان كول.

* د يتميم د درس او تعليم غم خوړل.

* د يتيم احتياجات پوره كول.

* د يتيم خير  غوښتل

* په يتيم ظلم زياتى نه كول.

* له يتيم سره له نرمئ او لطف څخه كار اخستل.

* د يتيم په مال خيټه نه اچول.

*  يتيم ته  ډاډ او تسل  وركول .

* يتيم ته د اميد نه ډكې خبرې كول .

*  د يتيم  د مال خيال ساتل او د بلوغ نه پس يې  هغه  ته سپارل.

او داسې نور ډيرې د خير  خبرې  دي چې ښائي هر مسلمان بنده يې په پام كښې ولري.

كوم  مسلمان بنده  چې يتيم  لوى كړي ، د بلوغ سن ته يې  ورسوي چې  بيا هغه يتيم وكولاى شي  خپلې چارې پخپله پر مخ بوځي نو هغه مسلمان بنده ته د خداى پاك له خوا ډير اجر او ثواب وركول كيږي  او دهغه پر مخ  د جنت دروازه پرانيستل كيږي.  دا څومره لوى نعمت دى چې خداى پاك يې خپل مومن بنده ته وركوي.

نو  راځئ چې مونږ ټول د يتيمانو حقوق پر ځاى كړو او د خداى له ستر نعمت  څخه برخوردار شو  !

  و من الله التوفيق

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو