Posts | Comments | E-mail /

دحامدکرزي په مشرۍ دسولې ملي مشورتي جرګې په اړه یوه غونډه جوړه شوه

Posted by on May 29th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-دسولې دملي مشورتي جرګې دبهیر او دغې جرګې ته دلازم چمتوالي دنیولو په اړه دافغانستاندجمهورریس حامد کرزي په مشرۍ  دشنبې په ورځ دجمهوري ریاست په ماڼۍ کې  یوه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې حضرت صبغت الله مجددي، استاد برهان الدین رباني، حاجي محمد محقق، عبدالهادي ارغندیوال، موسی خان هوتک، استاد اکبري، انوارالحق احدي، سیدحامد ګیلاني،  هدایت امین ارسلا، ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، پوهاند نعمت الله شهراني، فاروق وردګ، حبیب الله غالب ، محمد اسماعیل،  حاجي دین محمد، عزیز الله لودین، صادق مدبر او څوتنو نوروګډون کړی و، دسولې دملي مشورتي جرګې دجوړیدو لپاره دلازم چمتوالي دنیولو او داساسي قانون پر تطبیق باندې دڅارنې دکمیسیون دغړو دمعرفي کیدو په باب په هر اړخیز ډول بحث او خبرې اترې وشوې.
ددغې غونډې په بهیرکې دسولې دملي مشورتي جرګې دجوړیدو چارواکو فاروق وردګ او صادق مدبر ددغې جرګې دجوړیدو لپاره دلازم چمتوالي او دهغې دکاري اجندا په اړه غونډې ته رپوټ ورکړ.
دغونډې برخه والو درپوټ له آوریدو وروسته جرګې ته دچمتوالي او دهغې دکاري اجندا په هکله په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې.
دغونډې په بله برخه کې داساسي قانون پر تطبیق باندې دڅارنې دکمیسیون دغړو دمعرفي کیدو په باب خبرې وشوې او دغونډې برخه والو په دې اړه خپل نظرونه دافغانستان داسلامي جمهوریت له جمهورریس حامد کرزي شره شریک کړ

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو