Posts | Comments | E-mail /

په شمال کې پر پښتنو د ظلمونو دوام او د دولت چوپتيا

Posted by on May 29th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ليکنه :اسدالله وحيدي

د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت په ولسوالیو، په تېره بیا پښتون مېشتو سیمو کې نا امنۍ زیاتې شوي او خلک مجبور شوي چې د ولایت مرکز ته مخه کړي. د بلخ ولایت یوشمېراوسیدونکي وایي د وروستیو نا امنیو له لاسه دوی اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او مزارشریف ته کډه شي. د بلخ امنیتي چارواکي هم د نا امنیو د زیاتوالي خبره تاییدوي خو وايي چې په دغو نا امنیو کې د هغو کسانو لاس دی چې له يو بل سره شخصي دښمنۍ لري. امنیتي چارواکي په دې نا امنیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس نه ویني او وايي چې یو وار بیا قوماندانو سر راپورته کړی دی. د چمتال، چاربولک او شولګرې ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې د دوی په سیمو کې نا امنۍ د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل کې زیاتې شوي دي، په سیمو کې وسله وال کسان بیا پيداشوي او د خلکو په ځورولو لاس پورې کوي.

په تېرو اتو کلونو کې په نيم افغانستان، په تېره بيا په جنوبي ولايتونو کې نا امني وه او لا روانه ده، خو که ادعا وکړو چې په شمال کې هم لا ترننه دولت په بشپړ ډول واکمن نه شو، بې ځايه به نه وي. په شمال کې د زوراکو د واک دوام، له ګډوالۍ څخه په بېرته ستنېدونکو ظلمونه او ددوى د ملکيتونو غصب، د پښتنو او په تېره بيا ددوى د مشرانو ځورونه او وژنه او بلآخره په واک کې د داسې کسانو د پاتې کېدو دوام چې مرکزي دولت ته ژمن نه دى او له دندو څخه ددوى په لرې کولو کې د دولت پاتې راتګ په شمال کې د دولت د نيمګړې واکمنۍ ښکاره بېلګې دي.

دا چې ولې دولت په تېرو اتو کلونو کې په شمال کې خپل واک په بشپړ ډول تمثيل نشو کړلاى، هم ګن لاملونه لري، چې خپله په دولت کې ددې زورواکو پراخ شتون او له دوى څخه د بهرنيانو ملاتړ يې لوى لاملونه دي.

په لومړيو وختونو کې چې کله طالبانو ماتې وخوړه، په ټول افغانستان په تېره بيا شمال کې غوڅ اکثريت چارواکي د شمال ټلوالې جنګ سالاران او زورواکي وو. خلکو فکر کاوه چې له دې وروسته چې ولسمشر او بيا ولسي جرګې ته رايه ورکړي، دا حالت به بدل شي او پر دوى په د زوراکانو او جنګ سالارانو پرځاى دولت او قانون واکمني وکړي، خو له بده مرغه ددوى دا هيله لکه څه ډول چې په کار وه، هسې تر سره نه شوه. سره له دې چې څه نا څه پرمختګ وشو، په ځينمو سيمو کې د دولت واکمني ټينګه شوه، خو په ځينو نورو سيمو کې لا تر ننه پر دوى زورواکي واکمنان پاتې شول.

خو اوس چې افغانستان يو ځل بيا د ولسي جرګې د ټاکنو په درشل کې دى، زورواکو بيا په خلکو واکمني پيل کړې او په هغو سيمو کې چې ډېرى وکړي يې پښتانه دي، نا امني پيل کړې. آن په همدغه کسان په شمال کې قومي مشران هم وژني چې له امله يې خلک اړ شوي، څو خپل کورونه پرېږدي. د سړي له دولت څخه ځکه زړه شين شي، څو ورځې وړاندې تر دې څو چنده کمزورې پېښه په وردګو کې وشوه، د ولسي جرګې وکيلانو، د بشر د حقونو خپلواک کميسيون او يو شمېر دولتې چارواکو دومره چيغې پورته کړې چې دولت يې مجبور کړ څو په دې مسئله کې جدي ګام پورته کړي او دا ستونزه په يو اړخيز ډول حل کړي.

خو په شمال کې جنايتونه په تېره بيا د پښتنو په حق کې جنايتونه کلونه کلونه دوام کوي، نه يوازې دا چې دولت يې په اړه کوم جدي غبرګون نه ښيي، بلکې نورې مدني ټولنې او د بشر د حقونو سازمانونه ټول چوپ دي.

په دې ډول د دولت د پاليسۍ دوام به د تېر په شان د وسله والو مخالفينو د ليکو له پياوړتيا سره مرسته وکړي او حالت به هغه حد ته ورسيږي چې کنټرول به يې بيا نه د افغان دولت او نه هم د نړيوالې ټولنې په وس پوره وي.

افغان دولت ته په کار ده چې نور په افغانستان کې روانو ستونزه ته په يو اړخيز ډول وګوري، په افغانستان کې ټول اوسيدونکي افغانان وبولي تر څو هر سړى خپل دولت ته خپل ساتونکى ووايي او خپل يې وبولي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو