امين الله دريځ
دا څومياشتې کېږي چې راډيو ولګوم انتخابات غږوي . چې تلويزيون ولګوم انتخابات غږوي . چې اېنټرنېټ ولګوم بيا هم د انتخاباتو په اړه شل ليکنې مخته راشي . هک حيران شم چې دا ولې ځېنو ته دومره پر زړه پورې خبره ده او ولې دومره مينه ورسره ښودل کېږي ؟
زه خونپوهېږم چې څوک انتخابېږي ؟
سره له دې چې زه له هېواده لرې يم او د روانو چارو په اړه به مې معلومات پر رسنيو باندې ديوازېنۍ تکيا له امله نيمګړي وي ، خو ان همدغه نيمګړتيا مې هم د دې مخه نه نيسي چې د دغو تش په نامه انتخاباتو په اړه يو څه د ټولنې نبض و نه پېژندلای شم .
زما داټکل له مخې ټولنه دنويو انتخاباتو پر وړاندې پر درېيو برخو وېشل شوې ده :
لومړۍ ستره برخه هغه پرګنې دي چې سياسي لوبو نهيلې کړي او د چا په تګ و راتګ کې دخپل بدمرغه ژوند ښه والی نه ويني . دوی پوهېږي چې غږ يې نه اورېدل کېږي ؛ د وير اندېښمن يې نشته او پر هډوکيو او پوستکي يې د رڼا ورځې سوداګري روانه ده . دوی ته نه انتخابات ارزښت لري او نه هم په خپله خوښه د کومې ځانګړې سياسي موخې له امله برخه په کې اخلي .
دويمه هغه کوشنۍ ډله ده چې د کولمو مزي يې په سرکاري دفترونو پورې نښتي .
دې ډلې ته دا انتخابات ډېر مهم برېښي ځکه چې هر رنګه سياسي تړاوونه د ډوډۍ ګټلو تر ټولو اسانه لار ورته ښکاري اوسياست د ورځني بازار په مانا پېژني .
د دې ډلې هر غړي د يوه کانديد له باشي کېدلو سره دخپلو شخصي هيلو اوږد تومار تړلی او همدومره پاتې ده چې هغه ارګ ته ورسېږي او دی يې څنګ ته . بيا نو دی پوهېږي چې څه وکړي او څنګه د خپلو غريزو غوټې پرانيزي .
درېيمه هم يوه بله کوشنۍ ډله ده چې په پاکو هېوادنيو ارمانو کې يې شګه نشته خو په يوه بوټي پسرلی ويني .
دغه پاکزړي انسانان داسې ګڼي چې ګوندې که هاغه يا دغه راشي ، دا وطن به ورسره ښه شي ؛ هر څوک به د خپل ژوند يو انساني لوری ، لودن ومومي او دا لالهاندۍ او بدې ورځې به ورسره پای ته ورسېږي .
همدلته غواړم له دې هرې ډلې سره د زړه لنډ خواله وکړم :
له لومړۍ ډلې سره :
په دې وپوهېږئ چې همدا تاسې په بشپړه بېواکۍ کې تر ټولو ستر ځواک ياست .
ستاسې پر سرونو د واکمنۍ لېوال ستاسې له بوګنېدلو او خوځېدلو زښته وېرېږي . دوی ګردسره هڅې کوي چې تاسې وغولوي او يا مو په يوه ډول چوپ وساتي .
که تاسې خپل زور وپېژاند او هغه مو سره راټول کړای شو هېڅوک به مو د برخليک ټاکلو واګي په خپله ولکه کې ونه نيولای شي . هله به تاسې خپل برخليک په خپله ټاکئ او هغه به تر هر چا ښه ټاکئ ، ځکه تاسې تر هر چا ښه پوهېږئ چې څه غواړئ .
داچې لا تر اوسه تاسې خپل ځواک پوره پېژندلای او يو موټی کړای شوی نه دی ، کېدای شي چې څه مودې تېرېدلو ته به لا اړتيا وي . تر هغې چې دغه موده تېره شوې نه وي ، همدا اوسنۍ ناپلوي موچې په خپله يو لوی پلو دی ؛ تر هر څه غوره ده . هېڅوک هغومره نهيلی نه دی چې ګوندې تاسې به له دې ترخې نهيلۍ راونه وځئ او يوه ورځ به خپل ژوند په خپله سمبال نکړئ .
له دويمې ډلې سره :
په دې وپوهېږئ چې د ډوډۍ ګټلو دا لار چې تاسې غوره کړې ډاډمنه نه ده .
خپل فکر مه کوشنی کوئ ؛ د خپل شخصي او کورني ژوندانه له تنګې کړۍ را ووځئ او د افرادو او دغو او هغو کړيو په وجود کې د موقتي ډوډۍ هيله مکوئ . دهېواد په وجود کې په مړه ګېډه ډاډمنه ډوډۍ وغواړئ . افغانستان ټول مړولای او دهر څه خاوندولای شي . دغو سپېرو کنډوالو ته يې مه ګورئ . دا دسرسري او بازاري سياستونو له لاسه داسې دي . که موږ سړي شو دلته دومره څه دي چې دهېچا خيرات ته به مولاس ور ونه غځوي . دا لا څه چې د ډېرو نورو به هم بده ورځ راسره ښه شي .
څومره به ديوازېنيو شخصي ښېګڼو لپاره کله پر ده پورې زړه تړئ اوکله پر هغه پورې . دا خو ډېر ستړی کوونکی کار دی . تاسې چې دومره ستړيا ته زړونه نيولای شئ ، ولې هغو لويو کارونو ته اوږه نه ورکوئ چې يو مخيز د ولږې او بېوزلۍ د وېرې جرړې وباسي اولمسي او کړوسي او کودي مو له دې لانجې پرې وژغورل شي .
ستاسې تر ټولو لو يه ستونځه دا ده چې يو خوا د خپل هېواد اقتصادي وړتياوې ژورې نه پېژنئ او بلخوا باور نلرئ چې هغه به په خپلو مټو وکارولای شئ . دا ټکی تاسې له وېرې سره مخامخوي چې که له شتو سياسي ــ اداري امکاناتو دشتمنۍ ګټلو کا وانه خلئ يوه ورځ به دنورو ميليونونو غوندې بېوزله شئ .
ستاسې دا اټکل دګور چينجيو ته ورته دی . خو ، د مړي غوښې به يوه ورځ هرومرو خلاصېږي او چې وچ هډوکي پاتې شول بيا به څه کېږي ؟
له درېيمې ډلې سره :
په دې وپوهېږئ چې که په نا پاکه لوښي کې هر څومره نوي خواړه ورواچول شي ، نه به لوښی پاک کړي اونه به خواړه پاک پاتې شي .
خپل ژوند دغه يا هغه ته دهيلو په ازمېښت کې مه اچوئ . تر هغې چې سيستم يومخيز پاک شوی نه وي او ولس يې د څارنې واک په خپل لاس کې نيولای نه وي ، ستاسې يو ارمان به هم ځای ته ونه رسېږي . همدومره به شي چې کله به يو راځي کله به بل او دهريوه له تګ، راتګ سره به ستاسې د ژوند هماغومره کلونه هم کمېږي . که ځلمي ياست سپينږيري به شئ او که سپينږيري ياست کډه به کوئ . همدا به مو د ارمانونو وروستۍ پايلې وي ، نه بل څه .
ښه يې داده چې له بېځايه ازمېيښته ځان وباسئ . يوازې ښې هيلې بس نه دي . ترڅنګ يې دسياسي لوبو پېژندنې ته هم اړتيا ده . خپلواک فکر وکړئ ، د نورو تجربې را وسپړئ ، سره نېژدې شئ او په سړه سينه وغږېږئ . تر هغې چې په خپله خپل غم ونه خورئ ، هېڅوک ستاسې له غمه تبې نيولی نه دی . هر څوک خپلې ګټې لټوي . تاسې هم وګورئ چې په څه کې مو ګټه ده .
دا مشوړه که هر څومره جړه ښکاري ، بيا هم پرانيستل کېدای شي . د انسان په عقل کې ډېر ځواک پروت دی .په کار ده چې سم وکارول شي .
وروستۍ خبره :
له بده مرغه دافغانستان سياست نه يوازې خپلواک نه دی چې لا تر هغه څه چې اټکل يې کېدای شي ؛ ډېر ناولی شوی دی .
تر ټولو ښه يې دا ده چې سړی دغه بدبويه بازار ته ورګډ نشي او لږترلږه دومره وکړای شي چې د ځورېدلي ولس د وير و زګېرويو په بيه ډوډۍ ونه خوري .
خو ، ددې مانا دانه ده چې ګوندې کونج دې ونيسي او له روانو نارواوو دې سترګې پټې کړي . انسان ته په کار ده چې دښه نيت لپاره د هڅې او مبارزې لار پرې نه ږدي .
سملاسي د دغې مبارزې يو ديموکراتيک ډول دادی چې بهرنيوزورورو ته څرګنده کړای شي چې ستاسې د پوځونو زموږ ټپونه را روغ نکړل ، هغه يې لاپسې وشړول . د دغې څرګندونې تر ټولو لنډه لار داده چې په يوه غږ انتخاباتو ته ورنشو . پرېږده چې دوی له کليشه يي پوښتنې پرته هماغه څوک کېنوي چې په پام کې يې نيولی دی . دا به نړۍ ته وښيي چې دلته ولس مرور دی او په کار ده چې دپخلاينې لپاره يې غوښتنو ته غوږ ونيول شي .
تر هغه ځايه پورې چې دافغانستان دکړکېچ په اړه پوښتنه بهرنيو ځواکونو ته ورمخامخېږي ، دوی بايد د انصاف له مخې خپلې ژمنې پر ياد ولري .
دوی ويلي ول چې موږ سوله راولو ، رانغله . جګړه ورځ پر ورځ تو ده شوه . ځمکني اوهوايي بمونه چوي .انسانان په وحشيانه اوزړه بوګنوونکيو ډولونو وژل کېږي ، بې کوره کېږي ، د ژوند هېڅډول ډاډ نشته او دوی هم دجګړې درولو هېڅډول سياسي ــ علمي پلان نلري . هسې په هاغه او دغه ويلو ورځې تېروي .
دوی ويلي ول چې موږ ديموکراسي راولو . غله ، ډاکوان ، جنګي جنايتکاران او جواسيس يې راوستل ، واک يې ورکړ اوپرې يې ښوول چې د خلکو پوستکی وکاږي او وينې يې وزبېښي .
دوی ويلي ول چې موږ اقتصادي رغاونه کوو، ويې نکړه . دميلياردونو ډالرو ډنډورې دغوږونو پردې راسورۍ کړې خو پته يې ونه لګېده چې څه شول . له څو سرکونو او تجملي چاروپرته هرڅه ويجاړ پراته دي . د کرنې اوصنعت په برخه کې يوه ډبره پر بله اېښوول شوې نه ده . په دومره اوبوکې برېښنا نشته . په دومره ځمکو کې غنم نشته . بېکاري ، ولږه ، بېوزلي او ورسره سلګونه نورې نا خوالې ورځ پر ورځ ډېرېږي . که دوی جګړه پلمه کوي ، د دوی دراتګ په پيل کې خو کراري وه ، دوی چېرې يوه شاړه ځمکه تراوبو لاندې کړه چې پر خلکو ووېشل شي او وکرل شي . همدا اوس هم ، په بدخشان سمنګان ، کندوز ، هرات ، باميان او داسې نورو کې خو جګړه نشته ، څنګه تش په نامه ښوونځي اوپوهنتونونه جوړېږي ، يو هکټار ځمکه نه خړوبېږي .
دوی ويلي ول چې موږ بشري رښتې پر ځای کوو ، ويې نکړې . خلک د چرګانو غوندې حلالېږي ، په ګوليو اوبمونو ويشتل کېږي ، تښتول کېږي ، تر ناوړه شرايطولاندې په زندانو کې ساتل کېږي ، تېښتې ته اړ کېږي او په سلګو نورو بدمرغيو اخته کېږي .
دا هغه بنسټيزې ژمنې وې چې بهرنيو زورورو شاورواړوله .
پر دومره لويې ټګۍ سربېره به داسمه وي چې څوک داراز انتخاباتو ته زړه ښه کړي ؛ ورشي ؛ ټاکل شوي بيا انتخاب کړي او په خپله هغه وراسته جوړښت ته دمشروعيت سند ورکړي چې دی يې دژوندانه له انساني شرايطو بې برخې کړی دی .
دافغانستان خلک د نړيوالومدني پرېنسيپونو په رڼاکې رښتمن چې له دغې سياسي ډرامې مخ واړوي اوخپل ديموکراتيک غبرګون وښيي .