ارواښاد غني خان
سترګو د جانان کې زما ښکلي جهانونه دي
وادېخله دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم
ګوره د فقير کچکول کې تاج د سکندر پروت دی
زه يم د سخيانو د شومانو ګدا نه يم
زه يې په غرور درنه د مينې په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا د وير واويلا نه يم
يو د سپوږمۍ څاڅکی درنه ټيک له د جانان غواړم
زه يم د خوبونو د لعلونو ګدا نه يم
هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلی
زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم
تشه دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم