Posts | Comments | E-mail /

نن په كابل كې د مجاهدينو د بري اتلسمه كليزه په ځانګړو مراسمو کی لمانځل كيږي

Posted by on Apr 27th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:-د تازه رسیدلو خبرونو پر اساس د كابل په زرګونو خلك د دغه ښار په غازي سټيډيم او په دوو نورو سيمو كې، چې د جشن د مراسمو لپاره ځانګړي شوي ، راټول شوي او د مجاهدينو د بري اتلسمه كليزه لمانځي.
په كابل كې د جشن دا مراسم ترسختو امنيتي تدابيرو لاندې لمانځل كيږي او د دفاع وزارت، چې د دغو مراسمو د سمون چارې په غاړه لري وايي، چې دا ځلې به ولسي مارش ترسره شي او سپورټې ډلې به بېلابېلې نندارې وړاندې كړي.
مجاهدينو د ۱۳۷۱ لمريز كال د غويي په اتمه نېټه په كابل كې د ډاكټر نجيب الله د حكومت تر نسكورېدو وروسته واك ترلاسه كړ. خو ډیر ژر د بېلابېلو جهادي ډلو ترمنځ د واك د ترلاسه كولو په سر خونړي جنګونه پيل شول.
دغو جنګونو په كابل او د هېواد په نورو ولايتونو كې په زرګونو خلك په خپلو وينو ولمبول او زياتره عام المنفعه تاسيسات يي له منځه يوړل.
كه څه هم افغان دولت هر كاله د مجاهدينو د بري دا ورځ لمانځي ، خو له تېرو دوو كلونو راهيسې د هغې لمانځل وروسته له هغې ستونزمن شوي، چې مخالفينو د جشن په مراسمو حمله وكړه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي