Posts | Comments | E-mail /

هماغه زړه لوبه چې شعارونه او څېرې پكې بدليږي

Posted by on Apr 27th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

م،شفيقي

درېيمه ورځ وه چې د ښار د رسمي او علمي ادارو وضعه بدله وه، نن سهار هم موږ له خپلو ټولو هيلو او ارمانونو سره راجګ او د ژوند پر هنګامو ورګډ شوو، درې ورځې كيدې چې د پولي تخنيك چاپېريال هغه پخوانۍ تودوخه نه درلوده، هغه پخوانۍ هنګامې پكې چوپې وې، خو د چا په خيال كې نه تيريدل چې پر موږ د پيړۍ څه چې د تاريخ تر ټولو ستر توپان را روان دى.

موږ چې د ليليې هغه لوى خوړنځي (طعامخوري) ته ولاړو له پخوا سره يې په ګڼه ګوڼه كې توپير معلوم ؤ، .. له چايو وروسته تدريسي روان شوو، نن مو څو تنه استادان او يو شمير همصنفيان نه وو، يوه بجه وه چې بېرته ليليې ته راستانه شوو، تر اوسه هر څه د پخوا په څېر وو زموږ د لكچر په صنف كې تر سلو زيات محصلين وو، خو ټول د يوه كاله او يوه هيواد زامن وو، څه پوهيدو چې دا زموږ د شريك ژوند وروستۍ ورځ وه، څوك خبر وو چې پر موږ داسې بلا نازليږي چې ټول به پر سلو برخو وويشي او ټول به بيا يو د بل په لاس د مرګ كومي ته سپارل كيږي! !

د غرمې ډوډۍ مو وخوړه همدغه مهال د پولي تخنيك په مخه كې د موټرو درانه غږونه زيات شول…

زموږ يوه انډيوال له برنډې نه چې جنوب لوري ته وه راغږ كړل:

دا څه ډول موټر دي؟

چې ور ووتو، ګورو چې زغره دار ټانكونه دي، هغه زاړه روسي ټانكونه چې يوازې غږ يې زړونه بوټ باسي.

دا خو ټانكونه دي!…

دباندې ووتو او د پولى تخنيك د ليلې د دروازې په لور ورغلو، ايله وپوهيدو چې وضعه ډېره بدله وه، دلته د هرې ونې شاته كلاشينكوف په لاسو كې يوه پوځي ګونډه وهلې ده.

يو پلن بريتى منصبدار راغى موږ يې بيرته ليليې ته را وشړلو.

څه خبره ده! اوس نو اټكلونو ته لږ لاره شوې ده، د ميراكبر خيبر پر مرګ او د هغه پر غوسميدلې جنازه خبر وو، يو چا وويل:

په كارته مامورين كې د ميراكبر خيبر انډيوالان دي حكومت به په هغوى پسې راغلى وي.

مامې خپله وړوكې يو موجه جيبې راديو روښانه كړه، خدايه خير… هماغه ملي نغمې دي چې د داودخان د كودتا پر مهال مو كرى ورځ اوريدې…

اوس نو پردې ډاډه شوي وو چې خبره خو لويه ده، ماته به خپل دوه صنفيان سترګو ته دريدل چې د روسي ژبې په درسي ساعت كې به يې لومړى دا پر تخته ليكل:

كارګران جهان متحد شويد!

زه يوه ورځ ورغلم ددوى ليكنه مې ورانه كړه و مې ليكل: مسلمانان جهان متحد شويد! سرور خوله راسره ووهله، ما ويل په دې ټولګي كې همدومره زما هم حق دى!!

ماوې كه خلكيان پرچميان ځپل شوي وو د سرور شعارونه به نور ختم شي.

خو خداى ته بل څه منظوره وه، مازيګر څلور بجې د كابل پر فضا د جيټانو كړسهار اوچت شو، موږ له ليليې ووتلو ميرويس ميدان ته ولاړو، هماغه مهال مو ډېرې خبرې واوريدې، ارګ ټانګونو كلابند كړى،..په جاده كې د ماشينګنو كرسهار او د ګوليو باران تير شوى ؤ.

چې الوتكې پر كابل راوڅرخېدې او بيا يې د خړو بازانو په څېر پر ارګ غوټې ووهلې زموږ زړونه وښوييدل، لږ وروسته بيرته ليليې ته ستانه شوو د ماښام له لمونځونو وروسته له راديو نه د لومړي ځل لپاره د اسلم وطنجا غږ اوچت شو چې د نادري كورنۍ د واكمنۍ د ختميدو اعلان يې وكړ، همدغه اعلان ډګروال قادر په دري تكرار كړ، څو ورځې وروسته موږ په هغه افسانوي ارګ راوګرځيدو او په وينو سرې غالۍ مو ليدلې چې زموږ پر هيواد د راتلونكي وير پيلامه بللى شي.

د ارګ طلسم مات شو، بس لكه د ترابان ديو د ژوند طلسم چې مات شوى وي، زموږ د هيواد غرور، عظمت او هيبت مات شو، زموږ د هيواد د حريم حرمت مات شو، ته به وايې د خونړيو سيلاوونو په مخه كې دريدلى بند ونړيد، بس هغه ورځ ده او نن، ۳۲ كاله وشول چې افغانان له مرګونو تښتي خو مرګونه ورپسې دي، له ذلتونو تښتي، خو د نامردو له لاسه يې د پښو زولانه شي.

د داود خان او د هغه د كورنۍ ميړانه او مظلوميت ايله ۳۱كاله وروسته ثابت شو او د هغه ورك هډونه را پيدا شول، خو د افغان ولس بيړۍ لا د وينو په سمندر كې راښكيل ده.

د غوايي له بدنامې كودتا سره چې زموږ له ولس سره د كاذبې دوستۍ په نامه كومه لوبه وشوه تر ننه روانه ده، څېرې بدلې شي، شعارونه بدليږي، دوستان! بدليږي خو د افغان ولس برخليك هماغسې په وينو، اورونو او مرګونو كې نښتى دى.

دې شعارونو، دې دوستيو او دې بدمرغيو له موږ نه دومره ككرې او سرونه وخوړل چې تاريخ يې بل سارى نه لري، د غوايي د بدنام غوبل ياران په خپل انجام محكوم شول، د هغوى په قبله (مسكو) كې زلزلې راغلې او هر څه پكې پر بل مخ واوښتل، خو نوكرانو يوازې بادار او بيرغ بدل كړ، يوازې سره شعارونه په برګه ولسواكۍ بدل دي، د كرېملېن پر ځاى اوس سپينه ماڼۍ او د بريژنف پر ځاى اوباما ! هماغه ورځ ده او نن.

يوه لوبه ده، يو تيرى دى، يوه جفا ده، خو شعارونه او څېرې پكې وخت پر وخت بدليږي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح
    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې