Posts | Comments | E-mail /

د غوايي د اومې او اتمې په اړه; وير او وياړ

Posted by on Apr 27th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

;

د ۱۳۵۷ كال د غوايي د اومې كودتا زموږ د هيواد يوه توره ورځ ده، له دې كودتا سره په ريښتيا زموږ سوكاله ولس داسې توپانونو ته ولويد چې هر څه يې پكې برباد شول.

مسكو پلوه ګوندونو هيواد داسې بدمرغيو ته ورټيل واهه چې تر ننه دادى پكې لاس او پښې وهي، د ذلتونو او بدمرغيو داسې سيلۍ را والوتې چې زموږ هيواد يې د پولۍ پړك ته كښيناوه او د هماغې بدنامې كودتا ټس دى چې نن هم زموږ په هيواد كې د څلويښتو هيوادونو پوځيان پراته دي او خپلې نيزې وهي، دا بيله خبره ده چې د هماغې بدنامې كودتا اصلي لوبغاړي نن هم د ولس پر اوږو سپاره او نن هم د يوه بل بادار د زنده باد په نارو كې ستومانه دي.

په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې د غوايي اوومه پر هيواد د ذلتونو، برباديو او مصيبتونو د رانازليدو توره ورځ ده چې ددې پر عاملينو به زموږ د ولس انسانان څه چې كاڼي او بوټي هم لعنت وايي.

د غوايي د اوومې لپاره همدومره بس ده چې زموږ غيرتي ولس سر پكې ټيټ نه كړ، مزدور او بادار دواړه يې د تاريخ كندې ته وسپارل.

خو د غوايي اتمه!!

د ۱۳۷۱ لمريز د غوايي اتمه هم زموږ د وياړ ورځ ده او هم د وير، هم زموږ د غيرتي ولس د شهامتونو او اتلوليو د ثمر يادګار ده او هم زموږ د اقتدار پالو او پر كرسۍ نښتو مشرانو د بې حسۍ، ځان غوښتنې او ډېرې لويې جفا يادګار.

كه د غوايي او,مه او د مرغومي شپږمه په طبيعي ډول د ولس له هيلو او غوښتنو سره سمې پر يوه برمياله فتحه پاى ته رسيدلې واى، زموږ د تخت او تاج ليونيو د ولس پر برخليك داسې ليونۍ خپلمنځي جګړې نه واى تپلې، نه به كابل ورانيدو او نه به د افغان ولس زړونه ماتيدل.

نه به بيا جګړې شوې واى او نه به د يوه كافر لښكر پر ځاى دلته د درجن درجن كافرو لښكرې رابهيدلې، نه به دلته د تور پنجاب چپه ميچنې چلېدلې وې او نه به د نورو ښكيلاكي ادارو تورې لوبې دوام درلود.

زموږ هيواد به د يوې بدنامې كودتا او يوه نامراد يرغل له ماتولو وروسته د اسلام د مبارك دين تر سيورى لاندې يو هوسا او سوكاله ژوند درلود.

له دې ځايه به نړۍ ته د انسانيت او شرافت ستر پيغامونه خوريدل.

خو هى افسوس چې يوه لويه حماسه، د يوه ستر ولس د لكونو تنو د وينو ستره قرباني د اسلامي امت د ځوانانو په وينو ګټل شوي عظمتونه د څو شيطاني هوسونو قرباني شول، هر څه لوټه لوټه او ايرې اېرې شول او افغان ولس بېرته د خپلو زامنو د بې دريغه قربانيو پر لوټ شويو ارمانونو اوښكې تويولو ته كيناست، دريغه داسې نه واى شوي، دريغه داسې نه واى شوي !!

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان