Posts | Comments | E-mail /

بیارغاونه او اقتصادی پرمختګ هیواد ته ثبات راولی

Posted by on Apr 27th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

حقیق

اوږدو جګړو هیواد له بی ثباتی سره مخ کړی ، او په هیواد کې دسولې اوثبات راوستو لپاره تر ټولو ستر کار بیارغاونه او دافغانستان داقتصادی بنسټونو جوړښت تر ټول مهم کار بلل کیږی ، ځکه بیارغاونه او دافغانستنان داقتصادی بنسټونو جوړښت ددې لامل کیږی چې ددې هیواد خلک ارام اوسوکاله ژوند ولری په خپلو پښو دریدلی وی او دنورو محتاجه نه وی . اوږدو جګړو دهیوادډیری خلک اوس پردی قانع کړی چې خپل منځی جګړی ددوی اوهیواد په ګټه نه دی او باید په سوله او یووالی کې سره ژوند وکړی خو دابهرنیان دی چې په ډول ډول مداخلو سره جګړو ته لمن وهی او افغانستان کی دبې ثباتی زمینه برابروی.

له بده مرغه هغه هیوادنه چی افغانستان ته دمرستی په نامه راغلی له افغانستان سره مرسته نه بلکی لایی هم دستونزولامل ګرځی ځکه که په ريښتیا هم دوی مرسته کولای نو په اقتصادی اړخ کې به یی له افغانستان سره مرسته کړی واي چې تر څو دا هیواد په خپلو پښو دریدلای وای خودغه په اصطلاح مرستندوی هیوادونه که چېری ووینی چی افغانستان په خپل اقتصاد یو متکی هیواد دی نو بیا ددوی له اړتیا نه وتلی او کله به هم بیا دهغوی غوښتونو اوهغو ستراتیژیکو هدفونو منلو ته تیار نه شی چی دغه بهرنی هیوادونه یی په سیمه کې لری.

ځېنې وخت بهرنی هیوادونه دخپلو مرستو په اړوند داسې ناسم دلیلونه وړاندی کوی چی ان دلږ عقل خاوند یی هم په ناسموالی پوهیږی او هغه دلیل دادی چې ګواکې دافغانستان دولت دمرستو دجذبیدو توان نه لری نو ځکه اقتصادی مرستی ډېری په خپله ددوی له لاری کارول کیږی او هغه شمېر مرستې چی دافغانستان دولت له خوا کارول کېږی هغه هم په مشروط ډول ددوی په واک کې ورکول کیږی اودکارونې عرصه یی مخکې له مخکې ورته دهمدوی له لوری ټاکل شوی وی.

که دغو بهرنیو مرستندویو هیوادونو چې هیواد کې پریمانه وسله وال ځواکونه لری په رېښتیا غوښتلی چې افغانستان کې اقتصادی ثبات ټينګ شي او ددې هیواد په بیا رغاونه کې رېښتېنې ونډه واخلی نوپه مهمو بنسټیزو ډګرونو کې به یی مرسته کړی وای دبېلګې په ډول هغوی کولای شوای زموږ دهواېې چلند سکتور ته یوشمېر الوتکی ورکړی چې له عوایدو یی دهیواد اقتصاد ځواکمن شی او دالوتکو ورکړه کوم دجذب سیستم او یا ددولت په ناکار توب پورې اړه نه پیداکوی پیلوټان لرو هوایی ډګر هم شته نو دخصوصی سکتور الوتکې شته خو دولت یواځې دګوتو په شمېر الوتکې لری دغه راز زموږ پوځ ته دې الوتکې ورکړی ، که هغوی ریښتا له افغانستان سره مرسته غواړی نو دکور جوړولو پروژې دې ګړندى كړي چی خلکوته کورونه جوړشی، هغوی دې مرکزی سیلو ورغوی چې یو وخت به یی دافغانستان په لکونو امنیتی ځواکونو او دولتی مامورینو ته وچه ډوډی او اوړه رسول ، هغوی دی دجنګلک فابریکه ، دبرېښنا بندونه ، دبرقی بسونو شبکه ، په هیواد کې د ریل ګاډی پټلی ، دسمنټو فابریکې او ګڼ نور اقتصادی بسټونه یا له سره ورغوی یادې هم نوی جوړ کړی چې دافغانستان دحکومت دجذب په قوی پورې اړه نه لری خو اصلی خبر داده چې داهسې یوه بانه ده او اصلی دلیل بل څه دی چی هغه دافغانستان دخلکو محتاجه ساتل دی چې تر څو دنورو دغوښتنو منلو ته اړ وی.

که چېرې دهیواد دخلکو داقتصاد ښه وې خود په خوده دبې روزګاری کچه راټیټېږی خلک په سالمو کارونو بوختیږی ورسره جوخت د دولت اقتصاد او دمامورینو عواید دقانونی لارو لوړېږی چې له دې سره تر ډېره بریده د فساد ، بې امنې ، له دولت څخه دنارضایتی اوبهرملکونو ته دخلکو دتګ مخنیوی کیدای شوای ، امنیت وده کوله او دبهرنیو ځواکونو شتون نور نه احساسېده افغانانو به په خپله خوښه دخپل هیواد چوپړ کولو او لکه دنړۍ دنورو ملکونو په شانې به یې ژوند کاوه .

=

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي