Posts | Comments | E-mail /

د رمز فيلډ دكتورين

Posted by on Apr 27th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ليكوال جيريمي سكاهل

د ۲۰۰۱ كال د سپتمبر تر لسمې پورې نړۍ بلكل بل ډول ځاى ؤ، د امريكا د ولسمشر لخوا د دفاع وزير ګومارل شوى دونالد زمز فيلډ د خپلې ېوې مهمې ونيا لپاره د پنتاګون د يوه تالار په لور روان شو، زياترو امريكايانو د القاعده نوم هم نه پيژانده، او صدام حسين لا د عراق ولسمشر ؤ، رمز فيلډ له ۱۹۷۵تر ۱۹۷۷ زيږديز كال پورې يو ځل پخوا هم د امريكا د ولسمشر جرالد فورد په كابينه كې شامل ؤ، په ۲۰۰۱ كې د خپلو ځانګړيو ارادو لپاره يو ځل بيا په حكومت كې شامل شو.

د بش د حكومت د لومړي كال په بهير كې د سپتمبر په دغه ورځ د رمز فيلډ د وينا اوريدونكي د پنتاګون هغه مامورين وو چې د ډېرو زياتو پيسو د دفاعي قراردادونو پر څارنه ګومارل شوي وو، دوى د هالي برتن، ډاين كارپس او بېګټلذ غوندې ادارو پر څارنه ګومارل شوي وو، په دې ورځ د دفاع د وزير د وينا اوريدونكي اينرون، نارتراپ ګرمان، جنرال ډائنا مكس او د ايرواسپس شركت هغه پخواني لوړپوړي منصبداران وو چې رمز فيلډ له هغوى نه څو تنه خپل مرستيالان ټاكلي وو.

هغه خپله وينا د جګړې له دې اعلان سره پيل كړه:

نن زما د وينا موضوع يو داسې دښمن دى چې د امريكا متحده ايالاتو امنيت ته ډير لوى ګواښ دى.

هغه په درانه غږ خپلو خبرو ته دوام وركړ:

دغه دښمن د مركزي پلان له وروستيو پلويانو څخه دى، او د پنځه كلن پلان له مخې فعاليت كوي، غواړي پر ټوله نړۍ خپله اراده حاكمه كړي، دا فكري آزادي او نوي خيالونه او نظريې په ډيره بې رحمۍ له منځه وړي.

دا دښمن د متحده ايالاتو په رياستونو كې غواړي درزونه واچوي، او زموږ د نارينه او ښځو پوځيانو ژوندونو د ګواښ سبب دى.

هغه تر څه ځنډه د خپلې ډرامايي وينا د اغيزو له ارزونې وروسته بيا خبرې پيل كړې:

((ښايي چې تاسو ته به دغه دښمن د پخواني شوروي اتحاد په څېر ښكاري، خو هغه له منځه تللى دى، نن زموږ دښمن داسې څوك دى چې نه يې پيژندل آسانه دي او نه يې راقابو كول.

تاسو به ګومان كوئ چې زه به له مخ پر زوال ديكتاتورانو نه كوم يو ښيم، نه د هغوى نور ورځ ګرځيدلې ده او د هغوى ځواك ددې دښمن په پرتله هيڅ دى.

دا دښمن موږ ته ډير نږدې دى، دا د پنټاګون ((بيروكراسي)) ده.

د رمز فيلډ غږ لوړ شو وې ويل:

د پنتاګون د ادارې بڼه بدله كړئ، دا بايد د دفاع وزارت د بيروكراسۍ پر ځاى د خصوصي او آزاد شركت په بڼه اداره شي.

رمز فيلډ وويل:

مساله داده چې د بې كفايتۍ په سبب كاروبار له منځه تلاى شي، خو له حكومت سره خو داسې نشي كيداى، ځكه خو د چارو د سمون لپاره بايد په اداره كې كاروباري هڅونې را پيدا كړو، دا د هر امريكايي د مرګ او ژوند مساله ده.

په دې ورځ رمز فيلډ اعلان وكړ چې خصوصي كمپنيو ته به لوى رول وركوو او دا اټكل يې كاوه چې له لوى مقاومت او مخالفت سره به مخ شي، هغه وويل:

ځينې كسان به حيران شي چې د پنټاګون دننه رمز فيلډ د هغو خلكو په مخ كې پر دوى داسې برالا تيرى څنګه كولاى شي؟ داسې خلكو ته مې ځواب دادى چې:

زما دا نيت نه دى چې پر پنتاګون بريد وكړم، زه غواړم پنټاګون آزاد كړم، موږ بايد پنټاګون له پنټاګون نه وژغورو!

سبا ته سهار د امريكا د هوايي شركت بوينګ ۷۵۷ ډوله د ۷۷ يم الوت الوتكه د پنټاګون پر لويديز لوري ديوال ولګيده او دننه ورننوتله.

رمز فيلډ پردې ډير شهرت وموند چې د لويدليو چتونو لاندې كسانو په را ايستلو كې يې د ژغورنې له عملې سره ډيره همكاري وكړه، خو په جګړه ايزو پلانونو كې د چالاكه مانورو اجرا كوونكي رمز فيلډ د سپتمبر د ۱۱مې د ناڅاپي پېښې نه په ګټه پورته كولو كې هيڅ ځنډ ونه كړ، ده پر هغه طرحه سمدستي عملي ګامونه اوچت كړل چې يوه ورځ مخكې يې وړاندې كړې وه.

نړۍ له يوه سره بدله شوې وه، او دې پيښې د نړۍ تر ټولو ستر ځواك راتلونكې د يوې تشې تختې په بڼه د رمز فيلډ او دده د ملګريو په لاسو كې وركړه چې دوى څه ډول غواړى ددې نوي ځواك بڼه انځو كړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه
    • درې شاشجاع ګان
    • پاکستان دیگر مرکز ثقل افراط گران پنداشته نمی شود:آژانس خبری فرانسه
    • کشته شدن حد اقل ۲۱۲۶ تن از سربازان امریکایی در افغانستان
    • آیندهٔ امنیتی افغانستان به نیروهای خارجی ارتباط دارد:- -جنرال جوزف دانفورد
    • د آی او ایم له خوا د خوست ولایت د سیلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
    • هند دې د پوځي مرستو بهیر ګړندی کړي
    • د ولسي جرګې د يوه غړي دوه ساتونکي ووژل شول
    • بدون شرح