الحاج فضل الله ریشتین
د 2010 م كال د مارچ د مياشتې په 16 باراك اوباما له جمهور رئيس حامد كرزي سره د افغانستان د حالاتو په اړه ټلفوني خبرې وكړې . په دغو خبرو كښې د افغانستان د لانجې د حل په سر ددواړو مشرانو تر منځ اختلافات وو او كله چې اوباما له جمهور رئيس كرزي سره د مارچ د مياشتې په 29 په كابل كښې وليد ل نو هغه اختلافات بيا هم په خپل ځاى پاتې وو .
د جمهور رئيس كرزي او اوباما ترمنځ په څه خبره اختلاف موجود دي ؟
د جمهور رئيس كرزي نظر دا دى چې د افغانستان ستونزه دې په سوله ايز ډول حل شي يعنى دى د سياسي حل طرفدار دى . جمهور ريس كرزى غواړي چې د لندن د كنفرانس توصيات په نظر كښې ونيول شي او په هغه استراتيجۍ كار وشي چې د هغې له مخې طالبانو ته د دوستۍ دلاس وركولو ته لار هواره شي ، خو اوباما له كرزي سره په خپلو خبرو كښې په نظامي حل زور واچو لو همدا وجه وه چې اوباما كابل ته د رسيدو سره سم ، اول د امريكايي قواوو ليدنه وكړه او په دى خبره يې تأكيد وكړ چې اول بايد د طالباتو ستون فقرات كمزورى كړاى شي تر څو ونه شي كولاى چې يو ځل بيا قدرت ته ورسي . ده زياته كړه چې “ امريكايي قواوې كولاى شي او ددې جوګه دي چې د طالبانو په مقابل كښې وجنګيږي او برياليتوب لاس ته راوړي ” . اوباما همداشان دا خبره هم وكړه چې “ ښايي افغاني نظامي او امنيتي قواوې پياوړی كړاى شي تر څو وكولاى شي په راتلونكي كښې د هر ډول تهديداتو مخه ونيسي او د امريكې او ناټو قواوو ته دا زمينه مساعده شي چې په تدريج سره او په ډاډه زړه د 2011 كال د جولاي له مياشتې څخه له دې هيواد څخه د خپلو قواوو په ايستلو پيل وكړي.”
طالبانو ته د د وستۍ د لاس د اوږدولو په موضوع كښې چې حامد كرزي يې عملي كيدل غواړي دوه خبرې دي :
اول دا چې بين المللي ټولنه دې د افغانستان حكومت ته پيسې او امكانات په اختيار كښې كيږدي چې د طالبانو هغو ځوانانو ته وظيفي برابرې كړي چې منحرف شوي او له القاعدې سره يو ځاى شوي دي . د حل يوه لار همدا ده چې طالب ځوانان له دې لارې تشويق شي چې خپلې وسلې پر ځمكه كيږدي او له خپلو وروڼو سره په خپل كور كلي كښې مدني ژوند پيل كړي.
دوهمه خبره له طالبانو سره د مذاكرې او مصالحې ده . د مذاكرې اومصالحې خبره هغه وخت او په دې شرط عملي كيداى شي چې طالبان وسله پر ځمكه واچوي او خپلې اړيكې له القاعدې سره وشلوي .
د اوباما د استراتيجۍ په اساس له افغانستان څخه د امريكايي قواوو وتل د 2011 كال په جولاى كښې پيل كيږي خو تر اوسه پورې امريكه په دې خبره متيقنه شوى نه ده او نه پوهيږي چې له افغانستان څخه دامريكايي قواوله وتلو نه پس به څه پيښيږي ـ آيا تر هغې نيټې پورې به د امريكې مهم هدف چې طالبانو ته ماته وركول دي ، تر سره شي او كه نه ؟
بله خبره دا ده چې كرزى د لندن د كنفرانس د توصياتو سره سم له طالبانو سره د خبرو آترو طرفدار دى. حامد كرزي په خپل ټلفوني تماس كښې چې له اوباما سره يې درلود دا خبره وكړه چې د افغانستان حكومت هلې ځلې او كوشش كوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې ګړندئ كړي او د ملي روغې جوړې او پخلاينې پروسه په چټكئ سره پر مخ بوځي . كه څه هم د امريكې ادارې د طالبانو د ټيټې رتبې له غړو سره چې وسله پر مځكه ايږدي او له سياسي پروسې سره يو ځاى كيږي مخالفت نه كوي خو د طالبانو د لوړپوړ چارواكو سره د دوستۍ د لاس له وركولو سره موافقت نه لري.
داسې ويل كيږي چې د طالبانو د تنظيم مرستيال ملا برادر د كرزي له حكومت سره پټې خبرې آترې او مذاكرې پيل كړې وې ، خو څرنګه چې امريكې او پاكستان نه غوښتل د ملا برادر او د كرزي د حكومت تر منځ پټې خبرې وشي نو د پاكستان او امريكې د استخباراتو په مشترك تفاهم او همكارئ سره د طالبانو دغه مهم سړی او ځيني نور رهبران ونيول شول . جمهور رئيس كرزى د ملا برادر په نيولو سخت عكس العمل ښكاره كړ او د هغه د خلاصون په خاطر يې پاكستان ته يو لنډ سفر ه وكړ . حامد كرزي د پاكستان له مقاماتو سره د ملا برادر د خوشى كيدو خبره وكړ ه خو تر اوسه يې څه نتيجه لاس ته راغلې نه ده .
حامد كرزى له طالبانو سره د سولى په خبرو زور اچولى او داسې طرحه يې وړاندې كړې ده چې د هغې په اساس به دده په اند د افغانستان ستونزې ته د يو سياسي حل لار پيدا شي خو امريكه د كرزي صاحب له دغې طرحې سره مخالفه ده ، د امريكې ددفاع وزير روبرت كيتس په كابل كښې دا خبره وكړه چې د افغانستان حكومت بايد افغانستان ته د امريكايي نورو قواوو تر رارسيدو له مخالفينو سره د خبرو آترو پروسه وځنډوي.
له مخالفينو سره د افغانستان د حكومت د مذاكراتو د ځنډولو څخه د كيتس هدف دادى چې امريكه غواړي چې له هر ډول مذاكراتو نه د مخه د طالبانو په تنظيم نظامي فشار راوستل شي تر څو هغه ضعيف شي او دى مرحلې ورسي چې له مقاومت څخه لاس واخلي او د مذاكراتو ميز ته كښيني . د امريكې هدف دادى چې ددې په ځاى چې امريكه د طالبانو شرطونه ومني ، دا بهترد ده چې د نظامي فشار په رواستلو طالبان د ى ته اړ باسي چې د سولې د پاره د امريكى شرطونه ومني.
دا چې امريكه وايي چې د كرزي حكومت په فساد كښې غرق دى او دا حكومت د مخدره موادو د قاچاق او تجارت په مخنيوي كې پاتې راغلى دى ، په دې كې هم پټ اهداف پراته دي . امريكه غواړي چې د كرزي په حكومت كښې د فساد او مخدره موادود قاچاق په بهانه د كرزي په حكومت يو ډول فشار راولي تر څو دده حكومت مجبور شي د امريكې شرطونو ته غاړه كيږدي .
بين المللي ټولنه د انتخاباتو كميسون په دې تورنوي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې يې د كرزي په ګټه تقلب كړی دى . كرزي بيا بين المللي ټولنه په دې تورنوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاګنو كې يې درغلي كړې ده. په يوبل دا تورونه ددې دپاره لكول كيږ ي چې هر طرف غواړي ځان ته برائت وركړي او پړ ه په بل طرف واچوي . د كرزي او بين المللي ټولنې ترمنځ د لانجو او كړكيج په نتيجه كښې د افغان خوار ولس په اور كښې سوزي. هيڅوك د خوار ولس په غم كښې نه دى . هر طرف خپلو منافعو ته توجه كوي او بس.
اوباما له كرزي سره په خپله كتنه كښې دا خبره وكړه چې د افغانستان حكومت د اداري فساد او د مخدره موادو د قاچاق او تجارت موضوع جدي نه ده ګڼلې او او ددې دواړ و پديدو د له منځه وړلو د پاره يې كومه خاصه توجه نه ده كړې .
كرزى په دې پوهيږي چې په افغانستان كښې امريكائيان او د ناټو قواوې په خطر كښې دي او په دې هم پوهيږي چې دا قواوې له افغانستان څخه د وتلو نيت لري . كرزى د غربي هيوادو د چارواكو ځينو بيانونو ته هم اشارې كوي چې وايي افغانان هيڅكله په خپل هيواد كښې د خارجي قواو د موجوديت تحمل نلري.
د انګلستان د باندنيو چارو وزير ديويد مليباند په خپله يوه مقاله كښې ليكلي دي چې ” په افغانستان كې د كاميابۍ د پاره خوشبين نه دى .”
له بلى خوا كرزى په دې دليل چې خارجي قواوې به خامخا له افغانستان څخه وځي نو له ايران ، چينن ، روسيې او د افغانستان په قضيه كښې دخيل له يو شمير نورو هيوادو سره د خپلو اړيكو د نژدې كيدو كوشش كوي.
د حامد كرزي په حكومت كښې دده يو شمير متحدين هم دحامد كرزي په غوږونو كښې دا خبره زمزمه كوي چې : “ امريكائيان او ناټو به خپلې قواوې له افغانستان څخه آخر وباسي خو مونږ به د تل د پاره له تا سره يو او تا به حمايه كوو “
كرزي صاحب احمدي نژاد ته رسمي دعوت وركړ چې له افغانستان څخه ليدنه وكړي . تيره مياشت احمدي نژاد د افغانستان د جمهوري رياست په ودانۍ كې د ستيج له سر نه د امريكې خلاف خبرې وكړې او امريكه يې په دې تورنه كړه چې د منطقې د هيوادونو په چارو كښې لاس وهنه كوي. د احمدي نژاد دا خبرې د امريكې له سخت غبرګون سره مخامې شوې.
حامد كرزى همدا شان تيره مياشت چين ته په يو رسمي سفر لاړ او هلته يې تود هركلى وشو.
له ايران او چين ، روسيى او يو شمير نورو هيوادو سره د جمهور رئيس كرزي د نژدې روابطو موخې دادي:
اول دا چې بين المللي ټولنې ته دا څرګنده كړي چې دى د يو منتخب جمهور رئيس په حيث په خپلو تصاميمو او پريكړو كښې او له نورو هيوادو سره د نژدې دوستانه روابطو په ټينګولو كښې آزاد او خودمختار دى .
دوهم دا چې ايران ، چين ، روسيي او نورو ذيدخله هيوادو ته ډاډ وركړي چې دده حكومت ور سره په خپله دوستۍ كښې ټينګ ولاړ دى.
دريمه دا چې افغان ولس ته هم ډاډ وركړي چې دى د امريكی او ناټو له خوا په بيګناه خلكو د ړندو بمباريو سره مخالف دى.
كرزى په خپل حكومت كښې د هغو ډلو او اشخاصو له خوا تر فشار لاندې دى چې له ايران ، چين , روسي ، هند سره نژدې او دوستانه اړيكې لري ، همدا ډلې دي چې د يادو شويو هيوادو سره د نژدې اړيكو غوښتونكي دي . همدا هيوادونه دي چې له همدې ډلو او اشخاصو سره هرډول مادي ، معنوي او نورې مرستې كوي. همدغه ډلې دي چې له حامد كرزي سره يې د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې مرسته كړې ده او دى يې دغه مقام ته رسولى دى.
امريكه په افغانستان كښې له نا اميدۍ سره مخامخ ده . امريكی له حامد كرزي
څخه ډيرې هيلې درلودى خو اوس نه پوهيږي چې د كرزي له داسې سياستونو په مقابل كښې څه اقدام وكړي.
امريكه او غربي هيوادونه حامد كرزي ته احتياج لري . د همدې احتياج له مخې سره له دې چې كرزي د امريكې له رقيبو هيوادو سره ددوستۍ مزي ټينګ كړي دي بيا هم نه شي كولاى له كرزي څخه لاس واخلي.
د حامد كرزي ددې ټولو سياستونو په مقابل كښې د امريكى غبرګون د دوستئ غبرګون ؤ . د امريكې جمهور رئيس له كابل نه د واپسئ نه پس ، حامد كرزي ته يو ليك وليږلو او له هغه نه يې د هغې ميلمستيا په خاطر مننه وكړه چې دده په وياړ يې د جمهوري رياست په ماڼۍ ترتيب كړې وه.
خبره داده چې د امريكې اداره نه غواړي چې په دې حساس او نازك وخت كښې يې له حامد كرزي سره اړيكې خړې پړې شي .
يو څه موده د مخه داسې ويل كيدل او داسې ګونګوسې وې چې د حامد كرزي او امريكې تر منځ په اړيكو كښې د نزاكتونو د پيدا كيدوپه وجه د امريكى حكومت په نظر كښې لري چه امريكې ته د كرزي سفر لغو كړي
خو د امريكې د باندنيو چارو وزيری هيلاري كلنتون له كرزي سره ټلفوني تماس ونيولو او هغه ته يې بيا بلنه وركړه چې د مى په مياشت كښې امريكى ته سفر وكړي.
دحامد كرزي په مقابل كښې د امريكې د حكومت په موقف كښې د نرمښت وجه دا ده چې په افغانستان امريكايي قواوې د كرزي مرستو ته سخت ضرورت لري . امريكايي او د ناټو قواوې په نظر كښې لري چې ډير ژر په قندهار كښې د طالبانو په مورچو او مركزونو پوځي يرغل وكړي . حامد كرزى يو څه موده د مخه كندهار ته سفر وكړ او هلته يې د قندهار له سپين ږيرو او مشرانو سره وليدل او هغوي ته يې دا خبره وكړه چې كه ” تاسې ونه غواړئ نو هيڅوك په قندهار بريد كولاى نه شي.”
حامد كرزى پوهيږي چې كيداى شي امريكائيان په قندهار د بريد او بري نه پس له ده څخه د ځان خلاصولو كوشش و كړي او بيا له هغه نه پس يوه نوې سياسي مرحله پيل كړي چې د هغې په رڼا كې به ټول افغانان وكولاى شي په يوه سياسي پروسه كښې د شامليدو چانس لاس ته راوړي
خبره داده چې كه چيرې په قندهار باندې د امريكايي او ناټو د قواوو حمله ناكامه شي نو له دې سره به د كرزي حكومت بيا هم د خطر سره مخامخ شي . همدا سبب ؤ چې حامد كرزى په دى وروستيو كښې يو شمير ولاياتو ته سفرونه وكړل او هلته يې له طالبانو نه وغوښتل چې له جنګ جګړو څخه لاس واخلي او د حكومت په ليكو كښې ورګډ شي .
په دې وروستيو وختونو كښې دا خبرونه هم خپاره شوي چې د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان له حكومت سره خبرو آترو ته چمتووالى ښودلى دى . كه چيرې دا خبره صحيح وي او ملا عمر د كرزي د حكومت خوا ونيسي نو دا به د كرزي د پاره يوه ستره كاميابي او د امريكې د پاره يوه مايوسي وي
طالبان وايي چې د افغانستان له دولت سره د خبرو او مذاكرو د پاره درې شرطونه لري .
1- د اسلامي شريعت اعاده
2- له افغانستان څخه د باندنيو ځواكونو وتل .
3- افغانستان ته د امنيت راوستل
اوس كه چيرې طالبان د هغه ډول شريعت اعاده كول غواړي كوم چې د خپل حكومت په څو كلنه دوره كښې يې په افغانستان كښې ټينګ كړی ؤ نو فكر نه كيږي چې د افغانستان اكثريت ته د منلو وړ وي .
له افغانستان څخه د خارجي قواوو وتل هم په هغه صورت كې امكان پيدا كوي چې د طالبانو نظامي قوت كمزورى شي چې بيا ونه شي كړاى كابل ونيسي او هلته حكومت جوړ كړي.
افغانستان ته د امنيت په راوستلو كښې طالبان كوم مشكل نه لري . دوي كولاى شي چې امنيت راولي خو خبره داده چې څوك به طالبان دې ته پريږدي چې كابل ونيسي او بيا په ټول هيواد حكومت وكړي. امريكه او غربي هيوادونه له دې يريږي چې كه طالبان بيا قدرت ته ورسي نو بيا به القاعدې ته دا فرصت په لاس ورشي چې د امركې او غرب ضد پلانونه جوړ او له افغانستان څخه په هغوي تروريستي حملې تر سره كړي . امريكه او غربي نړۍ له همدې خبرې نه يره لري.
اوس خبره داده چې كه حامد كرزى په دې بريالى شي چې له طالبانو سره يو تفاهم ته ورسي نو په دې صورت كښې به دا دده د پاره يو ه ستر ه لاس ته راوړنه وي خو فكر نه كيږي چې دى به له طالبانو سره داسې يو تفاهم ته ورسي . ددې خبرې د پاره دا لاندني دلايل وړاندې كيږي.
امريكه او بين المللي ټولنه له طالبانو سره د حامد كرزي د روغې جوړې او د تفاهم پيدا كيدو ته خوشبين نه دي. له طالبانو سره دتفاهم او روغې جوړ ې په لار كې خنډونه اچول كيږي . . په نظر كښې وه چې په راتلونكې يعنې د مې په مياشت كښې په كابل كښې د افغانستان د سولې د مشورتي شورى غونډه جوړه شي خو دا غونډه وځنډول شوه . ويل كيږي چې ددې غونډ ې د ځنډولو تر شا امريكه او بين المللي ټولنه ولاړه وه .
دوهم دا چې د كرزي صاحب متحدين چې په حكومت كښې ورسره شريك دي هم د طالبانو سره د خبرو آترو او مصالحې طرفدار نه دي . كيداى شي په ښكاره ورسره د موافقت سرونه وړقوي خو په باطن كښې له دې كار سره مخالف دي.
دلته اوس دا پوښتنه مطرح كيږي چې .
1- آيا له امريكې سره د حامد كرزي دوستانه او نژدې اړيكې د هيواد او هيوادوالو په ګټه دي او نه ؟
زه فكر كوم چې د جمهور رئيس كرزى او اوباما تر مينځ په اړيكو كښې چې كوم نزاكتونه پيدا شوي دي ، هغه بايد له منځه لاړشي. كه چيرې دا اړيكې هر څومره خرابيږي په هغه اندازه ترينه ايران ، چين ، روسيه او نورو ذيدخله هيوادونه ګټه پورته كوي او له دې سره رقابتونه و حساسيتونه زياتيږي.
دافغان ولس د كاونډيانو له لاسه ډير ګړيدلي او ځوريدلي دى . زمونږ بيچاره هيوادال په كاونډيو هيوادو كښې پرته له محاكمې په دار زوړنديږي
په كاونډيو هيوادو كښې زمونږ له مهاجرينو سره بد ه رويه او بد سلوك كيږي.
همدا كاونډي هيوادونه دي چې زمونږ د هيواد په كورنيو چارو كښې لاس وهنې كوي ، زمونږ په فرهنګ يرغلونه كوي او له بلې خوا په مادي او معنوي لحاظ هغه ډلې تقويه كوي چې د هغوي په ګټه كار كوي او د هغوي دسياسي ، فرهنګي او مذهبي اهدافو د لاس ته راوړلو د پاره هلې ځلې كوي.
له بلى خوا كه چيرې امريكه او بين المللي ټولنه يو ځل بيا افغانستان ته شا كړي نو افغانستان به بيا د خپل منځي جكړو ډګر وګرځي.
اوس وخت افغانستان د باندنيو هيوادو تر منځ د رقابتونو ډګر ګرځيدلى دى. پاكستان له هندوستان سره او هندوستان له پا كستان سره رقابت لري ، امريكه يې له ايران سره او ايران يې له امريكې سره لري ، سعودي عربستان او نور عربي هيوادونه هم په افغانستان كښې د ايران له ورځ په ورځ زياتيدونكي نفوذ څخه په تشويش كښې دي .
اوس نو خبره د افغانستان د دولت په خارجي پاليسۍ پورې تړلې ده . د افغانستان داسلامي جمهوريت دولت بايد داسې پاليسي ولري چې وكولاى شي د هغې په اساس له ټولو خارجي دوستو هيوادو سره خپلې اړيكې په متوازن ډول عيارې كاندي . د افغانستان دولت ته ښايي چې ټولو دوستو هيوادو ته په يو شان د دوستۍ ډاډ او اطمينان وركړي او هيڅ باندني هيواد ته د افغانستان په كورنيو چارو كښې د لاس وهنې اجازه ورنكړي.
كه چيرې د افغانستان خارجي سياست ټينګ او په قوي بنسټونو ولاړ وي نو بيا خارجي هيوادونه نه شي كولاى دا بنسټونه وران كړي او كه چيرې دا بنسټونه كمزوري وي نو بيا خارجي هيوادونه په آسانه كولاى شي خپلې خپلې استفاده جويئ وكړي.
افغانستان داسې پخو سياست مدارانو ته ضرورت لري چې وكولاى شي په بين المللي سطح د افغانستان د ګټو او مصالحو د ساتلو دپاره د نړۍ له سياست مدارانو او چارواكو سره د مذاكراتو او خبرو ميز ته كيني .
په ساده عباراتوكه افغانستان د پژواك ، محمود طرزي ، موسى شفيق په شان سياستمداران ولري نو د افغانستان د خارجي سياست د قوت او افتخار بيرغ به په بين المللي سطح د نړۍ په بام ورپيږي او هيڅ باندنى هيواد به ونه شي كړاى زمونږ په كورنيو چارو كښې له بې شرميو سره لاس وهنې وكړي. .