م،شفيقي
څو وروځې وړاندې په لندن كې د افغانستان د بحران په اړه پردې مساله يو بحث راپور ته شو چې په افغانستان كې بې تجربې او بې كفايته ژباړونكيو د افغان ولس او نړيوالې ټولنې تر منځ ډېرې ستونزې او ناباورۍ زيږولې دي، په دې اړه پخوا هم داسې راپورونه او مؤثق خبرونه خپاره شوي دي چې د ولس په منځ كې ځينو ژباړونكيو د ولس په ژبه د نه پوهيدو له امله ډير ځله خبرې غلطې ژباړلې چې بيا لويه لانجه ترې جوړه شوې ده.
په دې برخه كې لويه ستونزه د هغو افغانانو ګومارل دي چې په بهر كې په افغاني كورنيو كې زيږيدلي دي، يا په وړوكتوب كې د دوى كورنۍ لويديز ته ليږديدلې او دوى له خپلو ژبو او كلتور لرې پاتې شوي دي.
په دې اړه دغه ستونزه هم شته چې متاسفانه دري ژبي په خپله ژبه پوهيږي خو په پښتو ژبه كې ستونزې لري او بيا لانجه ترې جوړه شوې ده، موږ كه دا شعوري او قصدي ونه بولو نو يوه لويه تيروتنه خو ده.
دا په ټوليزه توګه د نړيوالې ټولنې د كمزوريو يو اړخ دى، كه لږ تردې په لوړه كچه فكر وكړو خبره تردې هم ډيره پېچلې او ستونزمنه ده.
ډېرې لويې بې پروايۍ د پرمختګونو او ولسواكۍ تر شعار لاندې شوې دي.
نړيوالې ټولنې اوس ډير وروسته دې ته پام اړولى چې د بحران په سيمه يعنې د ډيورنډ كرښې دواړو لوريو ته په بيلابيلو نومونو راډيويي او تلويزيونى چينلونه پرانيزي له دې غلطۍ سره دا كار شوى چې بيا يې هم مسوولين د سيمې له وضعيت، كلتور او ذهني جوړښت نه ناخبره كسان دي.
دلته هم كه كټ مټ نه وي نو تر زيات حده هغه د پيښور يو مبتذلو سي ډي فلمونو لوبه ده چې پنجابۍ بازاري ډمې د يوې مبتذلې پښتو سندرې سر او تال ته ټوپونه وهي، يا په بهر كې جوړې شوې يوې دري همدغسې سندرې ته د تاجيكي ډمو نڅاوې وي چې معمولاً زموږ د ولسواكۍ په علمبردارو تلويزيوني چينلونو كې دغه نندارې اوس ډيرې ښودل كيږي.
راځئ لږ سر ګريوان ته كړو زموږ هغه تر ټولو په ښاري او عصري كور كې د عادي ژوند بڼه، زموږ سندرې، ښادۍ نور كلتوري عادات همدومره سپك دي او څوك دا منلاى شي چې دا زموږ د كلتور برخه ده؟
كه نه وي ددې مخه ولې نه نيول كيږي؟ او آيا همدغه هڅې په ټولنه كې دننه د يوه توند غبرګون او يو بل افراطي حركت سبب نه دي؟
موږ يوازې دا اورو چې په سوات كې مولانا صوفي محمد راپور ته شو او د شريعت نفاذ غواړي.موږ دا اوريدل چې په قبايلو كې له اوږدې مودې راهيسې د ايف اېم راديو چينلونه فعال وو چې د پاكستان حكومت يې مخنيوى نه كاوه، تردې وړاندې په سوات كې د حاكم ابتذال نه څوك هيڅ نه وايي چې د پښتني ټولنې د عزت او آبرو په بيه يې د سپكتوب بازار تود كړى ؤ، پنجابي بازاري ډمو او د هغو د لالانو د هنر په نامه د فساد او فحشا بازار تود كړى ؤ، د هغو په وړاندې چې كوم حركت راپورته شو دا د هغو خلكو فطري غبرګون ؤ خو چې وروسته له هغو نه يوه بله لانجه جوړه شوه بيله خبره ده.
په هر صورت خبره مو پردې وه چې دا نن زموږ په تلويزيونونو كې د ځينو ځانګړيو كړيو لخوا توليد شوي د هنر او سندرو په نامه څه شيان خپريږي زياتره يې نه پښتو د پښتني ټولنې استازيتوب كوي او نه يې فارسي زموږ د تاجكو او اوزبكو د درنو كورنيو د هنر او كلتور استازيتوب كولاى شي.
كه دا اوس ددې مخنيوى ونه شي له يوه پلوه به ټولنه د ابتذال په لور بيايي، بل لور ته به زموږ په ټولنه كې د هنر پر ځاى ابتذال دود شي چې زموږ اصيل فرهنګ او هنر به له منځه يوسي.
پردې سربېره بايد دا په ياد ولرو چې همدغه نننى بې پروايۍ به بيا سبا ته له موږ نه لويې قربانۍ اخلي.