Posts | Comments | E-mail /

بيا هم په مارجه كې نه ښوونځى شته او نه امن

Posted by on Mar 31st, 2010 and filed under سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

!

د امريكا د پوځ لوى درستيز مايك مولن مارجې ته د سفر پر مهال د هغه ځاى قومي مشرانو ته وويل چې كه امنيت ښه وي نو د بيارغاونې پروژې به پيل شي!

اوس پوښتنه داده چې د بيارغاونې د هغو تودو ژمنو او لاپو شاپو انګازې لا په فضا كې كړنګيږي چې د هلمند او مارجې له ولس سره د جګړې او پوځي عملياتو له پيليدو مخكې تكراريدلې، چې عمليات تر سره شول، د نړيوالو تبليغاتي كمپاين بشپړ شو، هلمند ته د نورو امريكايي ځواكونو د راوستلو لپاره پلمې پوره شوې.د امنيت د ټينګولو خبره بېرته مجهوله پاتې شوه، له يوې مياشتې تبليغاتي لاپو او دريو اونيو بمباريو، او پوځي عملياتو وروسته، د مارجې د زرګونو كورنيو له بيځايه كيدو او د هغوى د ژوند له سختو سرګردانيو وروسته كه بيا هم په مارجه كې نه امنيت وي، نه ښوونځي پرانيستل شوي وي، نه د ماينونو خطر لرې شوى او نه د طالبانو ګواښ د خلكو له سره لرې شوى وي نو ددې پوځي عملياتو ګټه څه وه؟

آيا د لسګونو بې ګناه ښځو او نارينه و وژل او د زرګونو خلكو بې كوره كول يوازې پردې ارزي چې د ويرې او اندېښنې په چاپيريال كې د ولسوالۍ د فعاليدو خبر خپور شي نور د خلكو په ژوند كې له وېرې او مايوسۍ پرته هيڅ نه وي؟

آيا د پوځي عملياتو معنا همدا ده او هغه لاپې چې د مارجې ولسوالۍ او د هملند ولس ته تكراريدلې پايله يې همدغه ده؟

نړيوال ځواكونه او افغان چارواكي بايد دا په ياد ولري چې ولس نور ژمنې له ياده نه باسي، چې كومې ژمنې ورسره كيږي بايد تر سره شي.

وړمه ورځ د امريكا د ولسمشر اوباما په راتلو يو شمير كورنيو او بهرنيو رسنيو دا توپان راپورته كړ چې ښاغلى اوباما د اداري فساد د له منځه وړو په اړه له ولسمشر كرزي نه جدي اقدامات غواړي، دغه مزدورې كورنۍ او د ښكيلاكي كړيو تبليغاتي وسيلې ولې پردې چوپې دي چې نړيوال زموږ له ولس سره ولې داسې نارواوې كوي، ولې ګام پر ګام ژمنې كوي او بيا يې هېروې، ولې د خپلو ژمنو او نارواو حساب كتاب نشي كولاى؟

زموږ له ولس سره تر ټولو لويه دوكه، لوى فريب او لويه درغلي داده چې د بيارغاونې په ژمنو ئې كورونه او كلي ويجاړ شي او پردوى د امن او سولې راوستلو په نامه ويرونه، بدمرغۍ او مرګونه مسلط كړاى شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې