Posts | Comments | E-mail /

ډير ژر به د كابينې پاتې وزيران ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي: وحيد عمر، دولسمشر كرزي وياند

Posted by on Mar 31st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

وحيد عمر، دولسمشر كرزي وياند: ۳ كالمه ۱مخ

ډير ژر به د كابينې پاتې وزيران ولسي جرګې ته ور وپيژندل شي

حکومت لېوالتيا لري چې حکومتي بنسټونه او جوړښتونه له گونگ حالت نه بهر کړي

كابل – افغان حکومت وايي چې ډېر ژر به د کابينې پاتې يوولس وزيران د تاييد د رايو د اخيستلو لپاره ولسي جرگې ته ور وپېژني.

د افغان ولسمشر وياند وايي، چې د نوې کابينې د غړو د معرفي کولو په اړه د حکومت او ولسي جرگې تر منځ اړيکي شتوالى لري، د نوموړي په وينا ولسمشر هڅه کوي چې وړ او په کار پوه کسان ولسي جرگې ته ور وپېژني. ټاکل شوې ده چې دا ځل د کابينې پاتې ١١ نوماند وزيران ولسي جرگې ته د تاييد د رايو لپاره وروپېژني. په دې ډله کې به د هغو ١١ نوماندو وزيرانو پر ځاى په همدغه شمېره نوماند وزيران وړاندې شي چې تېر ځل د تاييد د رايو د اخيستلو په برخه کې پاتې راغلي وو.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر وايي چې د کابينې پاتې غړي ولسي جرگې ته ور پېژندل دا مهال د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي، او د کسانو د غوره کولو لړۍ روانه ده: ((حکومت لېوالتيا لري چې حکومتي بنسټونه او جوړښتونه له گونگ حالت نه بهر کړي،او دا يوه ارزښتناکه خبره ده، خو په تېرو دوو اوونيو کې افغان حکومت پر هغو پېښو بوخت وو چې په سيمه کې رامنځ ته شوې وې.))

د ولسي جرگې ځينې غړي بيا دا چاره ناقانونه بولي رمضان بشر دوست له همدغې ډلې څخه دى.

خو ددې پوښتنې په ځواب کې چې افغان ولسمشر ولې د کابينې د پاتيو غړو په معرفي کولو کې ځنډ کړى او کوي يې، د ولسمشر وياند وحيد عمر وويل:((دا فهم په حکومت کې هم شته چې د کابينې وزيران ژر تر ژره معرفي شي، په دې برخه کې کار روان دى، دا کار ژر غواړو خو له دې فهم سره چې پوه،او وړ کسان بايد معرفي شي، چې هم له ولسي جرگې د تايد رايي واخلي او هم د افغانستان د خلکو خدمت کړ، دا يو لومړيتوب دى ډير ژر به دا کار وشي.))

هغه مهال چې دويمه پلا ولسمشر حامد کرزي ولي جرگې ته ١٧ نوماند وزيران ور وپيژندل، د بهرنيو چارو د وزير زلمي رسول په گډون ٧ کسانو د تايد رايي واخستې او لسو تنو ته يې د رد رايې ورکړل شوې.

ولسي جرګي دراوان لمريز كال په پيل كې هم له له حكومت نه غوښتي و،چې پاتې وزيران دى د راى د تاييد لپاره ولسي جرګې ته ورو پيژندل شي.

##

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې