Posts | Comments | E-mail /

امریکايي چارواکي:احمد ولي کرزي د اختلافاتو سرچينه ده

Posted by on Mar 31st, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

كابل- د امریکا متحدو ایالتو د افغان ولسمشرحامدکرزي ته خبرداری ورکړ، چې که ورته ثابته شوي، چې د ده ناسکه ورور احمدولي کرزی وسله والوطالبانوته وسلې یا بل ډول مرستې ورکوي او دوی به یې ونیسي.

د امریکا د پوځ یوه جګپوړي مقام د دوشنبې په ورځ وویل ((زه غواړم چې ولسمشرکرزی هغه(احمدولي کرزی) له کندهاره لېري کړي احمدولي کرزی د کندهار د ولایتي شورا رييس دی.

دغه امریکايی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل: ((د ده په شان ناوړه کس نشته ځکه چې دی د اختلافاتو سرچینه دی))

تر دې مخکې وړمه ورځ د امریکا د ټولو قواوو لوی درستیز د افغانستان په لور تر راخوځېدو مخکې خبریالانو ته وویل که د ولسمشر حامد کرزی د اداري فساد پرضد په مبارزې کې بریالی نه شواو په کندهار کې یې حکومتي اداره ښه نه کړه، د افغانستان لپاره به د ولسمشربارک اوباما ستراتیژي ناکامه شي.

د کندهار په باب د اډمیرل مایک مولن خبرداري پر کرزي فشار نور هم زیات کړاو په دې باب یې پوښتنې پیدا کړي چې ایا د سخت دریځو پرضد به د امریکا روانې هلې ځلې بریالۍ شي او که نه.خو دغه بل امریکايي پوځي مقام چې نوم یې نه دی څرګند شوی ویلي چې که احمدولي کرزی لېري نه شو دوی بله لار نه لري مګر دا چې دی له بلواګرو سره وتړي اوهاله یې ونیسي او ویې وژني. امریکايي چارواکو مخکې لا ویلي وو، چې د کندهار د عملیاتو تر پیلولو مخکې باید د کندهار په اداره کې لوی بدلون راوستل شي.دوی احمدولي کرزی بیا بیا په مخدرو موادو او په ولایت کې په اختلافاتو تورن کړی دی. (تاند)

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې
    • جنگ ناتو و طالبان را فراموش کنید، جنگ اصلی افغانها، رقابت هند با پاکستان است
    • کشته و مفقود شدن پنج تن از اتباع چینایی در شهر کابل
    • ديني عالمان:وسله وال مخالفين دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې سوله يز ګډون وکړي!
    • د یوشتمې پیړۍ متلونه – درییمه برخه