Posts | Comments | E-mail /

ايشيا ټايمز؛له چين او ايران سره د كرزي اړيكو اوباما ځورولى

Posted by on Mar 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

كابل (ويسا): ـ په ايشيا ټايمز مشهور اخبار كې د هندي شناندي بدركمار ليكنه خپره كړې نومړي چين او ايران ته د حامد كرزي د سفر په اړه ليكلي: چين ته دحامد كرزي دوه ورځنى سفر داسې وخت ترسره شو چې په واشنګټن كې دامريكا او پاكستان تر منځ پر ستراتيژيكو اړيكو خبرې اترې روانې وې.

چين او ايران ته د كرزي سفرونه ډير مهم وو، د چين سفر دمحتوا له لحاظه ډير مهم او غني و خو د ايران سفر يې مهم سمبوليك ارزښت درلود.

دغو پيښو بارك اوباما دې ته اړكړ ترڅو افغانستان ته راشي او له كرزي څخه پخپله په دې برخه كې د پيښو حقايق واوري.

د امريكا د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاكار جيمز جونز وويل چې اوباما غوښتل له كرزي واوري چې دجمهوري رياست په دغه دوهم دور كې يې پخپلو ژمنو كې څورمه پرمختګ كړى.

د چين خبري آژانس ((سين هوا)) ويلي چې د كرزي سفر داسې وخت دغه هيواد ته ترسره شو چې ستر قدرتونه پوښتي چې ايا چين به په نظامي برخه كې افغانستان ته مرسته وكړي كه نه؟ چين له ۲۰۰۸ راهيسې د افغان چارواكو او ناټو دا غوښتنه رد كړې چې د واخان دهليز پرانيزي ترڅو د تروريزم پر ضد جګړه كې ترې كار واخيستل شي.

چين په دې نظر دى چې د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري.

چين همدارنګه په دې نظر دى چې د افغانستان په اړه د غربي او آسيايي لوبغاړو تر منځ يو تناسب موجود نه دى. كرزى اوس غواړي دغه تناسب برقرار كړي نو ځكه نورو لويو هيوادونو ته يې مخه كړې ده.

امريكا غواړي په افغانستان كې حتى د خپلو عسكر تر ايستلو وروسته هم خپل نفوذ وساتي نو نورو سيمه ايزو قدرتونو لكه چين دقوي رول لوبولو اجازه نه وركوي، بلكه صرفا غواړي د بيا رغاونې بار او مصرف له هغوى سره وويشي.

امريكا پر افغانستان خپل سياسي موډل تحميلوي حال دا چې چين غواړي افغانان پخپله د خپل كلتور سره سم په دې برخه كې تصميم ونيسي.

د تروريزم سره په مبارك كې امريكا تعرضي سياست لري او خپل بين المللي رقيبان هم په همدې بهانه تر فشار لاندې او محدود سايت حال دا چې چين يو دفاعي سياست لري او غواړي له خپل ګاونډيانو سره ښه روابط ولري.

د افغانستان جنګ د چين امنيت ته يو ګواښ دى او په سنكيانګ كې د شرقي تركستان د بيلتون غوښتنې حركت پياوړى كولاى شي.

چين دافغانستان د ملي پخلاينې له پروګرام څخه ملاتړ كوي.

چين د افغانانو فرهنګ اوغوښتنې ته احترام كوي. او د چين او افغانستان ګډې اعلاميې كې هم راغلي چې چين دافغانستان سره د اقتصادي اړيكو پراختيا، دلته پانګه اچونه … ته تيار دى البته د افغانانو نظر ته په احترام سره چې دوى ته څه ډول انكشاف غواړي.

واشنګټن پوهيږي چې د چين غونډې هيوادونو سره نږديوالى په غرب باندې د افغانانو مالي اتكا كموي او د دوى تسلط دلته كموي.

خليج ته د چين اوسنۍ بحري لار د امريكا په كنترول كې ده، چې په ((ملكه)) تيريږي خو د امريكا منطقوي سياست د پاكستان او مركزي اسيا له لارې د چين رسيدل خليج ته بندول دى او دا د پاكستان د حالاتو په خرابۍ پورې تړلي دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې