Posts | Comments | E-mail /

طالبان به له جنوبی سيمو څخه وايستل شي: قندهار د نوو نظامی عملیاتو په درشل کي

Posted by on Mar 29th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ولسمشر اوباما د افغانستان ته د خپل سفر پرمهال وویل چې د القاعدې شبکې او وسله والو طالبانو خلاف به عمليات پراخوي. پر همدې مهال افغان حکومت او د نړيوالۍ ټولنې ځنې غړي له وسله والو مخالفاينو سره د روغې جوړې خبرې کوي.

د دې تر څنګ ناټو او امريکايي چارواکو تر هلمند وروسته اوس په کندهار کې د پراخو پوځي عملياتو د پيلېدو خبرې کوي.

په دې اړه په کابل کې د بي بي سي د فارسی دفتر مشر داود اعظمي له جنرال نېک پارکر سره چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د مشرقوماندان سټېنلي مکرېسټل مرستيال دی، مرکه کړې ده، او په پيل کې يې ځينې پوښتلي چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې خپله پرونۍ وينا کې وويل چې القاعده به ګډوډوي او همدا راز يې زياته کړه چې د وسله والو طالبانو خلاف به جګړه کوي او ځپي به يې، نو ايآ د دې معنا دا ده چې سږ کال به جګړه ډېروي، او د ابه د عملياتو کال وي؟

ځواب: لکه څرنګه چې تاسو خبر ياست د جنرال مکرېسټل لومړنی هدف دا دی چې د افغانستان په سويلي سيمو کې زموږ د عملياتو له لارې اورپکي کمزوري کړي، د دې يوه مهمه برخه دا ده چې پوځي عمليات ددې لپاره ترسره شي، چې له هغو سيمو طالبان وایستل شي، چې دوی يې کنټرولوي. د دې يوه مهمه برخه دا ده چې پوځي عمليات د دې لپاره چې له هغو سيمو طالبان وايستل شي، چې دوی يې کنټرولوي، دا د هغو جنګياليو لپاره يو چانس دی چې فکر کوي هغه څه چې دوی يې کوي، ناپوهي ده. او بېرته په خپله ټولنه کې په سوله ييز ژوند کې ورګډ شي. دا يوه داسې پروسه ده چې افغانان به يې مشري کوي، روغه جوړه او د سولې خبرې اترې يوه سياسي پروسه ده او دا د جګړې په ډګر کې د عسکرو تر دريځ پورته خبره ده ، ځکه دا پروسه پر لوړه کچه ترسره کېږي.

- نه هېڅکله نه، په هر ډول مبارزه کې پوځي عمليات وي او ترڅنګ يې د حکومت کولو، پرمختيايي کارونو او سياسي هلو ځلو بهير وي، زموږ دنده داده چې تر ممکنه حده پوځي فعاليت اغېزناکه کړو، کله څرنګه چې تاسې پوهېږﺉ د جنرال مکرېستل پلان دا دی چې د خلکو ساتنه وشي او موږ له افغانانو سره په ګډه دا کار کوو، چې نور خلک پرمختګ وکړي او يو ښه حکومت رامنځته کړي او هغه سياسي فعاليتونه ترسره کړي چې په کار دي.

- هو، زه فکر کوم دا به ډېر زيات بريالي عمليات وي، دا د بري يا ناکامۍ په اغړه نه دي، دا په يوه داسې سيمه کې نفوذ کول دي، چې څو کاله د حکومت له ولکې وتلېوه، دا به وخت ونيسي چې خلک پر دې قانع شي چې موږ دلته يو، دلته پاتې کېو، ارادې مو نېکې دي، موږ ټوله دا تمه کوو چې تاوتريخوالی به پېښيږي، خو بالاخره به موږ هلته پاتېږو، دغه سيمې به د حکومت تر کنټرول لانېد راځي او د ابه ښه وي چې زموږ ملګرتيا وشي، او سوله ييز ژوند غوره کړل شي، نه دا چې د حکمت واکمني له ګواښ سشره مخامخ کړي.

- د جنرال مکرېسټل هدف دا دی چې د هېواد په جنوب کې اورپکي کمزوري کړي، په دې اړه موږ کومه پټه خبره نلرو، هغه څه چې موږ نه غواړو په ډاګه کړو، دا ده چې په دقیقه توګه ووايو، چې موږ څه کوو او څه وخت به يې کوو، خو دا يو عمومي خوځښت دی چې د هېواد په سويل کې وسله وال مخالفين کمزوري کړو، دا هغه څه دي چې موږ به يې کوو، او دا همد اوس چې موږ خبرې کوو، هم روان دی .

- خو دلته تاسې يو تضاد نه وينۍ، د افغانستان حکمت له وسله والو طالبانو سره خبرې کوي، د حزب اسلامي پلاوی له وړاندې په کابل کې دی، او د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره يې ليدلي دي، خو پر همدې مهال د جګړې او نوو عملياتو خبرې کیږي، نو ايا دلته تضاد نه دی؟

- خو په هلمند کې له مارجې څخه رارسېدلي رپوټونه وايي چې اوس هم طالبان هلته شته، خلک وېروي، او داسې ګرځي، نو تاسې بيا هم فکر کوﺉ چې دا بريالي عمليات و، چې تاسې هلته ترسره کړل؟

- کندهار به د دغسې پوځي عملياتو راتلونکی هدف وي، جنرال مکرېسټل وايي چې دوی له وړاندې لا د پوځيانو ځای پرځای کېدنه پيل کړې ده، د کندهارعمليات به کله پيلېږي؟

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې
    • جنگ ناتو و طالبان را فراموش کنید، جنگ اصلی افغانها، رقابت هند با پاکستان است
    • کشته و مفقود شدن پنج تن از اتباع چینایی در شهر کابل
    • ديني عالمان:وسله وال مخالفين دې له تاوتريخوالي لاس واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې سوله يز ګډون وکړي!
    • د یوشتمې پیړۍ متلونه – درییمه برخه