وړم ماښام د امريكا د ولسمشر بارك اوباما كابل ته ناڅاپي سفر درلود، نوموړى د معمول په څېر يوازې څو ساعته په كابل كې پاتې شو، له ولسمشر كرزي سره يې په ارګ كې خبرې وكړې او بيا بګرام ته ولاړ، خپلو پوځيانو ته يې روحيه وركړه او بيرته د امريكې په لور والوت.
په دې سفر اور ليدنو كتنو كې نه نوې ژمنې وې او نه نوي ګواښونه، ټول هغه څه وو چې افغان چارواكيو او ولس څو ځله اوريدلي او ورسره آشنا دي.
خو د امريكا د ولسمشر دې سفر په هغو غلام ذهنه كړيو كې د خوښيو يوه څپه را پيدا كړى ده چې امريكا د خپلو ټولو هيلو قبله ګڼې او خپل ټول ارمانونه يې په بارك اوباما پورې تړلي دي.
د همدغسې غلام ذهنه رسنيو په اند اوباما د كرزي د سولې او خبرو اترو طرحې پر اوبو لاهو كړې دي!
په دې كې شك نشته چې امريكا يو ځواكمن هيواد دى، نن په افغانستان كې تر سل زرو زيات پوځ لري، له افغانستان سره په سلګونو مليون ډالره مرسته كوي.
په دې كې هم شك نشته چې د افغانستان او سيمې په برخليك كې د امريكا رايه او نظر له پامه غورځول كه ناشوني نه دي نو ګران ضرور دي.
خو افغانستان د يوه خپلواك هيواد په حيث يو نظام او حكومت لري، كه هر څومره كمزورۍ او ناخوالې لري په هر افغان ددې كمزوريو د دلرې كولو او د هغو د سمون مسووليت پروت دى، خو تر دې د لوى ذلت او لويدلو تصور نشي كيداى چې څوك دې د افغان په توګه د خپل هيواد برخليك پر نورو وتړي او پردې دې بيا ووياړي.
امريكا او اوباما له خپل ټول ځواك او جنګي ماشين سره د خپلو غلطيو په ټس كې په خټو كې راښكيل دى، اوباما چې خپل خر له خټو وباسي لويه خبره ده.
پردې سربيره امريكا او نړيواله ټولنه بايد په افغانستان كې د هغه څه ملاتړ وكړي چې افغان ولس يې غواړي، سوله او جوړجاړى د كرزي مساله نه ده د افغان ولس هيله او غوښتنه ده، افغانان نور نه غواړى ووژل شي، نه غواړي برباد او د پردۍ جګړې په اور كې لولپه شي، كه څوك له مخالفينو سره د جوړجاړي خبره يوازې د ولسمشر كرزي شخصي مساله بولي د يوې مشروع داعيې د مسخه كولو هڅه كوي.
بله مساله دا چې هغه غلام ذهنه ياران چې په هر څه كې د وخت د لويو ځواكونو اراده او تصميم ټاكونكى ګڼي بايد لږ دې ته هم سترګې وغړوي چې چا ددې لويو ځواكونو تر شوم سيوري لاندې په ذلتونو كې د عزت ! او نامه! هيله كړې تاريخ يې په شرميدليو داستانونو ډك دى، د خپلو غلامانو په اړه د لويو ځواكونو مزاجونه ډير زر بدليږي او چې بدل شي، بيا د سترګو په رپ كې هغه خوش خدمتى ټولې هيروي چې يو چا د خپلو ملي مصالحو پر خلاف ملا ورته تړلې وي.
كه څوك ځانونه افغانان ګڼي، لوى دي كه وړوكي د خپل ولس او هيواد د برخليك په اړه دې پخپله فكر وكړي د جګړې او يا سولې لاره دې شعوري انتخاب كړي، له نورو دې په خپل كور كې عزت نه غواړي چې دا ډيره ذليلانه غوښتنه او سپېره هيله ده.