لیکوال : محمد انور ولید
په افغانستان کې پر افغانانو د پېښلیک په اوږدو کې ددوی د برخلیک پر سر د قضأ او قدر ډېرې پېښې منځ ته را غلې او د بیا پېښېدو امکان یې هم شته ، خو پر دغه قضأ او قدر دوی هغه مهال بری تر لاسه کولی شي چې په عمل کې د صبر او زغم لاره خپله کړي ، ځکه چې په انساني ژوندانه کې تر صبر ستره مېړا نه بل څه نه شي کېدی . نو افغانانو ـ په تېره افغان مشر تابه ته په کار ده چې د خپل ټو لنیز مسؤلیّت او وجیبې له مخې په هېواد کې د ننه ـ او له هېواده د باندې د ټولو ور پېښو ستونزو او کړاوونو په وړاندې د مد برانه صبر او زغم نه کار واخلي ، تر څو خپل هېواد او هېواد وال د نړیوالو تو پانونو په روان بهیر کې د بیړنیو هوسونو قر باني نه کړي . خپلې خاورې او خپلو خلکو ته دې داسې کاروکړي چې په خپله جغرافیایي محدوده کې یې مثبت فزیکي بدلونونه راشي ، تر څو افغانان پر خپله مشر تابه باوري شي ، انسان په کار سره توږل کېږي ، او کار د انسان دروحي او جسمي ناروغیو د له منځه وړو ـ او فکري تمر کز را منځته کېدو له پاره تر ټو لو ستره خوښي او لاسته راوړنه ده . ځکه په کار کې تجربه تر لاسه کېږي ، کسالت او سستوالی له منځه ځي ، او تجربه تر لاسه کول په کار کې تر ټولو غټ استاد دﺉ . او موږ په خپلو سترګو وینو چې نننۍ متمدنه په پر مختللې تکنالوجۍ سمباله نړۍ ټوله د تېرو تجربو محصول دﺉ ، چې موږ یې باید له حیرانوونکو نوښتونو پند او انتباه واخلو ، او پر دې یې ځان پوه کړو چې دغه ملي او نړیوال نوښتونه څه ډول منځته را غلي ؟ آیا دا خوځښتونه په خپله ـ یا مصنوعي تو ګه منځته را غلي ـ او که د ملي خود جوشه اړتیاوو د پوره کولو په صورت کې د مدبرانه ـ حکیمانه ـ له حیأ نه ډکه مجربه عالمانه او عاقلانه د خوا خوږې مشر تابه تر لارښوونه لاندې پرته له ملي او بین المللي فساده تر ستوریز نظامه پورې رسېدلي دي ؟ ښکاره خبره ده چې زموږ ددې خبرې وروستۍ برخه عقل منلی شي . ځکه له بابادمه تر دې دمه پورې د انساني تعمیر دنګې او آسمان څکې ماڼۍ د زر ـ زور او تزویر پر غولېدونکي بنسټ پرته له تقوا او صدا قته نه دي درېدلې پایېدلې .افغان حکومت هم که خپله کار وکړي ـ خپل رعیّت په کار واچوي ، خپلې ړنګې جوړې کړي ، خلکو ته کار روزګار پیدا کړي ، له یوې خوا به حکومت او ملت دواړه په خپل کار کې په علمي او عملي توګه تجربه تر لاسه کړي ، او د خپلې تر لاسه کړې تجربې پر مټ به پر ته د نورو له مرستې د خپل افغاني نظام او معاشرې ټو لنیز ماشین فعال کړي، تر څو د کورني تولید له برکته د پردیو له باج او خراج نه پرې و ژغورل شي ، خو دا کار هله تر سره کېدی شي چې افغانان د خپل احساس او اړتیا له مخې په خپل واک او خپل اختیار په خپله خاوره کې خپلو خلکو ته کار وکړي ، نه چې ور غلي مېلمانه هغه په خپل کور کې له واکه وباسي ـ او له سیالو خواوو سره د خپلو ګټو له پاره په خپله خوښه له فساده ډکې ناروا معاملې او خپلسرې فیصلې وکړي . او بل لور ته به یې خپل سړي د نورو له چوپړه پرته په خپله خاوره او خپل کار کې لګیا او کورنۍ به یې بسیا وي . بیا به ددې څه حاجت د آجت نه ورته پیداکېږي چې د ځان په بیه خپل کور او کلی وران ـ او خپلې خویندې میندې د ویر او ماتم په ټغر کښېنوي . په خپله خاوره کې افغان دولت او ملت دواړه باید سره غاړه غړۍ او خپلمنځي تړونونو ته په خپلو ژمنو ژمن پاتې شي ـ ځکه چې په انساني ژوند کې تر ټولو لویه ګُناه او ستره دوښمني پر ژمنو نه درېدل او درواغ ویل دي ـ چې موږ باید ځان تر ې وژغورو، او دا کارشونی دﺉ. خو موږ باید په دې کار کې د نا امیدۍ سترې بلا ته هم مخ وانه ړوو ـ ځکه چې نا امیديو تر ا ځل مخکې په ځانګړي او ټو لنیزه تو ګه شته ؤلسونه او نظامونه د نېستې او نابودۍ کندې ته ور ټېل وهلي او وژلي دي . نا امیدي د بې تصمیمه انسان د خپل نفس او شیطان غوښتنه ده ، او شیطان د هر انسان په وړاندې تر ټولو ستر دوښمن دﺉ ، چې تل یې انساني پر ګنه د مرګ ژوبلو ژورو ته ور غور ځولې ده . خو انسان ـ په تېره افغانان له دې دوښمن نه د بشپړ ایمان پر مټ او خدای تعالی په ملتیا ځان ژغورلی شي ،ځکه که له افغانانو سره خدای ( ج ) مل نه وي ـ نو په اصل کې به خدای مه کړه دوی یوازې او بې کسه وي ، چې بیا به په یوازې ځان هېڅ کار نه شي تر سره کولی . خدای ( ج ) تر بل هر چا لوی ذات دﺉ ، او مو ږ لار ورکو انسانانو ته یې قُرآني قانون را لېږلی ـ تر څو د هغه په رڼاکې خپل وضعي دستورونه په خپله ټو لنه کې د خپل قانوني نظام تر سیوري لاندې پرې پلي کړو . او دا قوانین په روغ ځان عملي کېدی شي ، او روغوالی زموږ له پاره تر ټولو غټ نعمت دﺉ ، موږ باید د ملت د لوڼو او زامنو صحت او تعلیم ته پرته له زر ، زور ، تزویر او تبعیضه پام ور واړوو ، ترڅو د افغانانو زړونه په لاس راوړو ، ځکه د یوه مسلمان زړه په لاس راوړل په اصل کې د لوی کور او لویې فریضې ( حج ) په لاس راوړل دي ـ او هغه هم داسې چې چارواکي د غم ځپلو افغانانو دزړونو په نامریي نړۍ کې د تفکر او الهي ذکر پر بنسټ خپل روا غټ سیاحت او ګرځېدل پیل کړي . خو دا کار په کور ـ کلي او نظام کې په مشرانو پورې اړه لري ، او غوره لارښود او تر ټولو غټ مُرشد زموږ له پاره هغه څوک دﺉ چې زړه سواندی وي ، دیني او ملي درد ور سره وي . ځکه تر ټولو غوره درد د وطن د نجات د لارې درک او احساس دﺉ .