Posts | Comments | E-mail /

فساد د سرك تر سره راورسيد

Posted by on Mar 29th, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمد انور اندړ

له خلكو نه به مې اوريدل چې ترافيك په واز كومي له موټروانانو بډې اخلي هيڅ باور به مې نه راته، ما به دا فكر كاوه چې دا ښايي تر ډېره حده تبلغات وي، ځكه په هر موټر كې ډېرې سورلۍ وي نو ترافيك به څنګه د ټولو ترمخ دا جرئت كوي چې له موټروان نه بډې واخلي! خو پرون ورځ مې دا هر څه د سر په سترګو وليدل، په يو ټونس موټر كې چې له غزني نه را سواروه شوي وو تر كابل ښاره را ورسيدو، د كمپنۍ په چوك ناڅاپه دوه ترافيك د خلكو له ګڼې ګوڼې نه راووتل د ټولو موټرو په منځ كې يې راتير شول او زموږ د موټر مخې ته ودريدل، سمدستي يې موټر ته د دريدول اشاره وكړه، موټر ودريد، يو تن ترافيك چې يوه پاڼه يې په لاس كې وه له موټروان نه يې د جواز سير او ليسانس غوښتنه وكړه، موټروان هم سمدستي څه كاغذونه وركړل له يوه سرسري نظر نه وروسته يې له موټروان نه كومه پوښتنه وكړه ما سمه وانه وريده ځكه د موټر د شا په چوكۍ كې وم، خو موټروان هم څه ورته وويل، د موټروان له ځواب سره سم ترافيك وويل((شما از قوانين ترافيكي هيچ خبر نه داري…)) دويم را وړاندې شو او يوه پاڼه نه پوهېږم چې د څه شي وه له جيبه روايسته او موټروانه ته يې وويل ((شما ميگي درجه هشتم، درجه هشت هيچ وجود ندارد، اين اينې پنج درجه استند…)) موټروان لږ څه ورخطا شو، ترافيك هم سمدستي د ده د رواني حالت په دركولو سره ژر د درشي له جيب نه قلم را وايست او موټروان ته يي وويل ((بى قانونى هم مي كني و دليل هم ميگي اين پرزه را بگير برو حوزه….)) پر موټروانه باندې چې بله لاره ودريده نو سمدستي ورته وويل: ((مامور صب، مامورصيب به حوزه روانم نه كو اينه اين صد افغاني را بگي….)) ترافيك هم بې له دې چې كومه خبره وكړي په ډېره سپين سترګۍ يې پيسې واخيستې او قلم يې بيرته په جيب كې واچاوه، له سورليو نه يو تن وويل وګورئ قانون څنګه په سل افغانۍ خرڅ شو، ما ډا ټوله ډرامه له سره څارله ډېره حيران شوم چې څنګه په رڼا ورځ د دومره خلكو په مخ كې د سرك پر سر برملا بډې اخيستل كېږي، نو له ځان سره په دې فكر كې شوم چې د سرك پرسر فساد دومره اوج ته رسيدلى خداى خبر چې دننه په ادروكې به څه حال وي، نورو سورليو هم بيلابيلې تبصرې كولې يوه وويل د دا دود خان په وخت كې به چې د چا د موټر په اسنادو كې دومره څه نواقص را پيدا شول نو شپږ كاله به يې موټر درول كيده او په خپله به هم څو مياشتې بندي كيده اوس وګوره چې په سل افغانۍ يې كار تمام شو.

دويم وويل دا خو د موټروان نقص دى چې دا ډول موټر چلوي، بل يې وويل دا له څه كوي ښه شو چې موټروان ورسره خبره سخته نه كړه كنه ولا كه يې په ۵۰۰ افغانۍ هم قانع كړي واى، ماته په دې افسوس راغى چې څنګه به په داسې يوه ټولنه كې خلك دقانون تابع شي چې قانون پلي كونكي پخپله په قانون پښي ږدي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی طی یک تماس تیلفونی عید سعید فطر را به رئیس جمهور ترکیه تبریک گفت
    • کنسرت عیدی در شهر کابل از طرف اعضای شورای علمای افغانستان متوقف شد
    • مسکو حاضر است در تامین امنیت افغانستان کمک کند: وزیر دفاع روسیه
    • رئیس جمهور حامد کرزی با جورج دبلیو بوش صحبت تیلفونی کرد
    • نگرانی چین در مورد قتل اتباع این کشور در شهر کابل
    • سفارت خانه های امریکا مجددا به فعالیت آغاز خواهند کرد
    • بدون شرح
    • د ګران افغانستان ویب پاڼې ته د اختر مبارکي ښکلی کارت
    • په خوست کې میشته پلي لوا د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه
    • خوست :په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت په موخه لوى الله ته دعاګانې وشوې