پردې څه ويلو ته اړتيا نشته چې د افغانستان په اوسني حالت نه افغان ولس قانع دى او نه نړيواله ټولنه، د افغان ولس د مافى الضمير تر دې ښه تعبير نشي كيداى چې د هملند د مارجې مشرانو وړاندې كړى چې د شپې يې طالبان ځوروي او د ورځې نړيوال ځواكونه.
همدغسې نن د نړيوالو رسنيو د ورځې تر ټولو توده خبره د افغانستان په ناخوالو ليكنې دي.
په دې كې شك نشته چې دغه ليكنې زياتره په غرض او د خاصو موخو لپاره وي، په بله وينا د همدې ناخوالو د اصلي لاملونو او هغو رسنيو د تبليغاتو تر منځ خامخا اړيكې شته، خو دا هم واقعيت دى چې دننه په هيواد كې دومره ناخوالې، دومره خرابۍ او دومره ستونزې شته چې په لسهاؤ ځله زيات څه پرې ويل كيداى او ليكل كيداى شي.
ددې بنسټيزو ستونزو تر ټولو ستر لامل دادى چې له پيله د افغا ولس او نړيوالې ټولنې غوښتنې، ارزښتونه او لومړيتوبونه سره بېل وو، افغان دولت چې بايد د ولس د غوښتنو ترجمان واى په لومړيو كلونو كې د نړيوالې ټولنې د مرستو او دوستۍ د شعارونو تر بوج لاندې زبون وهلى پاتې ؤ.
تر څو چې چاروكيو د ولس د غوښتنو او درد د غبرګون ژبه موندله اوبه تر ورخ تېرې وې.
اوس كه نړيواله ټولنه نه غواړي چې په افغانستان كې له يوې داسې غميزې سره مخ شي چې بيا په اروپا او امريكا كې هم د هغو له پيغور او بدو اغيزو ځانونه خوندي نكړاى شي، او كه افغان دولت غواړي چې د تيرو د تاريخ كندې ته لويدليو نظامونو او چارواكيو له برخليك سره مخامخ نشي نو د دواړو لومړنۍ اړتيا دا ده چې په افغانستان كې دې خپلې چارې او اقدامات سره همغږي كړي.
دا له افغان ولس سره ملنډې دي چې ولسمشر كرزى د سولې ترانه زمزمه كوي او د جوړجاړي پر لارو چارو جرګه راغواړي، خو نړيوال ځواكونه بيا د جنګ نغاري وهي او د مارجې او هلمند عمليات پيلوي، اوس د مارجې په څېر په كندهار كې د عملياتو د پيليدو خبرې تكراروي.
دا به پر ځاى پريږدو چې كه خداى مه كړه امريكا او پاكستان د افغانستان د اوسنيو ستونزو دوه ډير مهم ښكيل لوري په وروستيو ستراتيژيكو خبرو اترو كې زموږ د هيواد پر سر په معامله ډوله شرايطو توافق كړى وي دا به نه يوازې د افغان ولس برخليك نور هم له برباديو سره مخ كوي بلكې په ريښتنې معنا به امريكا او ناټو په افغانستان كې د پخواني شوروي له رسوا برخليك سره مخامخ كوي.
په هر صورت اوس دې ته تر هر څه زياته اړتيا ده چې نړيواله ټولنه او افغان دولت دواړه له هوا ګزولو نه تېر شي، په پوره شفافيت دې دلته دداسې همغږۍ راوستلو هڅه وكړي چې هم افغان حكومت يو مفهوم،اغيز او مشروعيت ومومي او هم ولس پردې ډاډه شي چې نور يې مخه د آبادۍ او سوكالۍ پر لور ده، كه دغسې همغږي نه وي معنا يې داده چې ستونزې او بدمرغى به دوام لري، له دې سره به هم د نړيوالو او هم د افغانانو مخه د برباديو، رسواييو او بدمرغيو په لور وي، د افغان دولت او نړيوالې ټولنې تر منځ نه همغږي نه يوازې افغان دولت كمزورى او بې اعتباره كوي، بلكې د نړيوالې ټولنې په اړه د افغانانو ذهنيت تر خطرناك حده خرابوي، دومره چې بيا يې جبران ناشونى دى.