کندهار: امریکا غواړي چې د روان کال په وروستيو کې د افغانستان په سوېلي کندهار ولايت کې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي .
يوه امريکايي چارواکي ويلي چې د دغو عملياتو پيلولو موخه له کندهاره د طالبانو پسې اخيستل دي .
کابو شل ورځې وړاندې د کندهار په ګاونډي ولايت هلمند کې د وسله والو پرضد د “مشترک” په نامه پراخه پوځي عمليات پيل شول، چې پکې 15 زره افغان او بهرنيو ځواکونو ګډون کړی و او تراوسه دوام لري .
وړاندې هم ناټو ځواکونو ويلي وو چې ښايي د هلمند عمليات د افغانستان نورو سيمو ته وغځول شي، او د دوی په وينا د مارجې روان عمليات په کندهار کې د کېدونکو پوځي عملياتو پيلامه ده .
د تېرې اوونۍ په پيل کې افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل کندهار يو له هغو سيمو بللی و، چې د هغه په وينا “سيمه ييز خلک له خطر سره پکې مخامخ دي .”
امريکا غواړي چې په کندهار کې د امنيت د ټينګښت له امله عمليات پيل کړي .
کندهار د افغانستان په جنوب کې يو له ناامنه ولايتونو او د وسله والو طالبانو د فعاليت له سترو ځايونو دی .
د روانې فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې دغه ښار کې يوه ځانمرګي بريد درې تنه ووژل او د تېرې چهارشنبې په ورځ بیا په کندهار ښار کې وسله والو د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس عبدالمجيد بابی په ډزو واژه .
د برتانيا شاهي پوځي
بل خوا د برتانيا دفاع وزارت ويلي په سوېلي کندهار ولايت کې يې د هوايي ځواکونو يو پيلوټ وژل شوی .
دغه پيلوټ د برتانيا يو له هغو شاهي پوځيانو و، چې د کندهار په هوايي ډګر کې يې دنده ترسره کوله .
برتانيا وايي چې پيلوټ يې د تېرې چهارشنبې په ماښام د هغه پر ګاډي د چاودنې له امله وژل شوي .
دفاع وزارت وايي چې د دغه سرتېري وژل د هلمند له مشترک عملياتو سره هېڅ تړاو نه لري .
د ويلو ده چې په افغانستان کې له 2001 کال راهيسې د طالبانو د تحريک له راپرځېدو وروسته په دغه هېواد کې 264 برتانوي پوځيان وژل شوي .