له اټكلونوسره سم د هېواد د انتخاباتو په قانون كې د بدلونونو په اړه د يو لړ بهرنيو اوكورنيو كړيو غبرګونونه را پورته كړل په عام ډول افغان ولس د يوه تقنيني فرمان په ترڅ كې د انتخاباتو د نوي قانون او په هغو كې د يو لړ بدلونونو تود هر كلى وكړ، خو بهرنيو ځينو لوريو بيا پر دې اندېښنه وښوده. د انګلستان د بهرنيو چارو وزير او يو لړ نورو بهرنيانو د انتخاباتو په قانون كې د انتخاباتي شكاياتو د ارزونې كميسيون پر افغاني كيدو خواشيني وښودله.
بايد ووايو چې د بهرنيانو منفي غبرګون په دې د توجيه وړ دى چې دوى په افغانستان كې يو لاسپوڅى نظام او داسې قانون غواړي چې ټولو بهرنيو لوريو ته د هر ډول خرمستيو زمينه پكې برابره وي. د انتخاباتو د قانون د انتخاباتي شكاياتو كميسيون پخوا له پينځو څخه درې تنه ددې كميسيون د مشر په شمول بهرنيان درلودل، افغانستان يوازينى هېواد ؤ چې د ولس د مليونونو رايو برخليك يې د دريو تنو بهرنيانو په لاس كې ؤ، د هېواد د وروستي ولسمشريز انتخابات چې څه ډول بدنام شول او په څه ډول بهرنيو لوريو زموږ د ولس د رايې او راتلونكي مشرتابه له ارزښت او مشروعيت سره لوبې وكړې ترخې خاطرې يې لا ژوندۍ دي.
بهرنۍ كړۍ نن هم همدغه انتخابات زموږ حكومتي زعامت ته د پيغور په ډول يادوي.
افغانستان د يوه مستقل او خپلواك هېواد په توګه حق لري چې په خپلو قوانينو له سره غور وكړي او د خپلو ارزښتونو، غوښتنو او حيثيت سره سم بدلونونه پكې راولي، د بهرنيو سيورى زموږ د واك له دهليزونو لرې كړي او د هېواد خپلواك حيثيت او وقار بر حال كړي. طبعاً بهرنيان پر داسې اقداماتو خپه كېږي، طبعاً به هغوى د نيوكو او اعتراض لپاره يو څه وايي، خو د افسوس ځاى دا دى چې په افغانانو كې هم غلام ذهنه كركټرو نه د پرديو ډالرو په بركت داسې ستيژونو ته رسيدلي دي چې اوس زموږ په ملي مسايلو كې برالا د بهرنيانو د ګټو او نظر دفاع كوي.
د انتخاباتو په قانون كې د شكاياتو د كميسيون افغاني كيدل د همدغسې غلام ذهنه افغانانو لپاره هم يو بد پيغام ؤ، دوى په خپل غبرګون كې د درغليو او نه شفافيت اندېښنې عنوانوي په داسې حال كې چې خبره سرچپه ده، عجيبه ده پر داسې بهرنيانو چې (ډالر) يې ايمان دى، اعتماد كيداى شي چې د افغان ولس په برخليك كې به شفافيت رعايت كړي، خو په افغان ولسمشر، افغان پارلمان (ولسي جرګه او سنا) او افغاني ستره محكمه دا باور او اعتماد نشي كيداى!
آيا د شكاياتو د كميسيون پر افغاني كيدو چې غړي به يې د يادو شويو لوريو لخوا غوره كېږي د نه شفافيت او درغليو اندېښنې همدغه معنا نه لري؟ آيا دا پخپله جرم نه دى چې د هېواد رسمي درې ګوني دولتي ارګانونه دې بې اعتباره وي او هغه بې نوم او نښانه بهرنيان دې د اعتبار وړ وي چې په ملي كچه يې د ولايتي شوراګانو لانجې همدا اوس موږ ته را پاتې دي؟
زموږ ولس به تر كومه د داسې غلام ذهنه يارانو د هيلو او ارمانونو قرباني كېږي؟!