Posts | Comments | E-mail /

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون اصلاح به د بهرنيانو د مداخلې امکانات لږ كړي:ولسمشر حامد كرزي

Posted by on Feb 24th, 2010 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

كابل + ويسا – افغان ولسمشر وايي چې د ولسي جرګې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې اړين ګامونه اوچت کړي او د ټاکنو د پروسې په افغاني کېدو سره به بهرنۍ مداخلې کمې شي .

حامد کرزي دا څرګندونې پرون د ملي شورا د پنځم كلني او وروستي اجلاس د پيل پر مهال وکړې . کرزي دملي شورا د تېرکال کړنې وستايلې او ددې جرګې راتلونکې ټاکنې يې د با ثباته او پياوړي افغانستان د جوړېدو په لاره کې يو بل ګام وباله . ده وويل چې په دې ټاکنو کې بايد هغه تشې ډکې شي ، کومو چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په تېرو ټاکنو کې يې شتون درلود.

په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو د کمېسيون لخوا يو شمېر رايې په ټاکنو کې د درغليو له امله باطل اعلان شوې .

کرزي تېرو ټاکنو ته په اشارې سره زياته کړه: (( حتا د يو شمير کړيو لخوا د ټاکنو د بدنامولو زمينې برابرې شوې. )) خو هغه وويل چې ده د تېرو ټاکنو ستونزو ته پام سره په راتلونکې کې د دا ډول ستونزو د لرې کولو لپاره يو لړ اقدامات کړي دي . کرزي زياته کړه : (( د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د جوړښت په اصلاح کولو او د ټاکنو د پروسې په افغاني کولو سره به د نورو د مداخلې امکانات لږ شي . )) تېره اونۍ ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو قانون له يو لړ بدلونونو څخه وروسته د يوه تقنينـي فرمان په صادرولوسره توشېح او په رسمي جريده کې د چاپ لپاره يې د عدليې وزارت ته ولېږه .

راپورونه وايي چې د تعديل شوي قانون له مخې ،ددې کمېسيون غړي ولسمشر د مشرانو جرګې ، ولسي جرګې اوسترې محکمې د رييسانو په سلاه مشوره ټاکل کيږي ، خو پخوا يې ترکيب معلوم و، چې دوه کسه يې افغانان او نور يې بهرنيان وو.

افغان ولسمشر يو ځل بيا وويل چې سوله او ملي پخلاينه ،د امنيت تامين، ښه حكومتداري ، د اداري فساد مخنيوى،اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او منطقوي همكاري يې له کاري لومړيتوبونو څخه ده .

کرزي د پژواک خبري اژانس له خوا د اخيستل شوي هغې ١٢ کلنې ماشومې عکس د غونډې ګډونوالو ته ورښکاره کړ، چې د هلمند د مارجې ولسوالۍ په عملياتو کې يې د ناټو ځواکونو له خوا دکورنۍ ٩ تنه غړي له لاسه ورکړي او دا يې مړيو ته د هلمند مرکز لښکرګاه ته ورغلې وه .

ولسمشر وويل : (( طالبانو ، حزب اسلامي او هغه مخالفين ، چې سوله نه غواړي ،ددې ماشومې مسووليت ددوى پرغاړه دى، پوه دې شي چې ددوى دټوپک په شپيلۍ سره دغه ماشومه بې کوره اوبې سرپرسته شوې ده .))

ده يوځل بياپرمخالفينو غږ وکړ، چې خپل کور ته راشي او افغانستان دې له بد بختۍ او جګړو څخه وژغوري .

خو نوموړي وويل ، هغه کسان چې القاعده سره اړيکي لري اوهېواد ورانوي ، دوى به له هېواد څخه وشړل شي.

دغه راز هغه وويل : (( ما د افغانستان له نړيوالو دوستانو سره، سولمن ژوندانه ته د بيرته راستيندونكو وروڼو د مصوون ژوندانه د تضمينولو لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي او دهغوى ملاتړ او تعهدات مې هم په دې اړه ترلاسه کړي دي. ))

کرزي ددې پروسې د کاميابۍ لپاره د افغانستان د ګاونډيانو او دسيمې د هيوادونو اعتماد او ملاتړ ترلاسه كول يو اړين کار وباله او ويې ويل چې د لندن كنفرانس ګډون كوونكيو هم د ملي پخلاينې له دې پروسې سره خپل ملاتړ وښود.

نوموړي زياته کړه : (( خو په دې لړ كې د سعودي عربستان د ورور هيواد او ددغه هيواد د پاچا اعليحضرت ملك عبدالله خادم الحرمين الشريفين لاښوونې ډيرې مهمې او ټاکوونکې دى. د خادم الحرمين الشريفين د سعودي عربستان د پاچا ددغو هڅو او لارښوونو ډيره ډيره مننه كوم.))

کرزي د ملي شورا له سناتورانو او وكيلانو څخه وغوښتل چې له جنګ او بربادۍ څخه د وطن د ژغورنې په منظور د سولې د تامين ددې پيلېدونكي بهير ټينګ ملاتړ وکړي او ددې ملي بهير د بري لپاره د كاروان ملګري شي.

کرزي د خپل بهرني سياست په اړه وويل : (( موږ به هيچا ته هم اجازه ورنه کړو، چې دافغانستان له خاورې څخه څوک ګاونډيانوته خطرمتوجې کړي او دا نه هم غواړو، چې له هيڅ ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته خطرمتوجې شي .))

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي