ګرينډ کيپن، د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون پخوانی مشر : ٣ کالمه ٢ مخ
د ټاکنو دقانون په اړه د کرزي فرمان د انديښنې وړ دى
د ټاکنو په نوي قانون کې د شکايتونو دکميسيون ټول غړي د ولسمشر،ولسي جرګې ،مشرانوجرګې او د سترې محکمې د ريسانو په سلا ټاکل کېږي
د دې لپاره چې دغه بهیر ډیره افغاني بڼه خپله کړي او د خلکو باور پرې پيدا شي، موږ دا کار کړی دی ( حامد علمي )
کابل + ويسا – افغان ولسمشر داسې مهال دغه قانون لاسليک کوي، چې د اساسي قانون د ١٠٩ مادې له مخې ولسي جرگه د خپلې تقنيني دورې په وروستي کال کې د دې واک نه لري چې د ولسمشر په فرمانونو کې يا لاس وهنه وکړي او يا هم په هغو کې بدلونونه راولي .
د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون پخوانی مشر چې د تېر کال د اختلافي ټاکنو څارنه يې هم کړې وه، وايي د ولسمشر کرزي دغه فرمان چې غواړي د کميسيون ټول پنځه واړه غړي پخپله وټاکي، په تعجب کې اچول دی .په کابل کې نورو لوېديزو دپلوماتانو هم ويلي دوی دغه فرمان چې ولسمشر کرزي ته د کمېسيون د ټولو غړو د غوره کولو واک ورکوي، په اندېښنه کې اچولي دي .
د شکاياتو د اورېدو د کميسيون پخوانی مشر ګرانټ کيپن وويل، چې د کميسيون پر خپلواک پاتې کېدو شک کوي .هغه د ولسمشر دغه فرمان ستونزمن او يو څه لانجمن بللی دی : ((ډېرو خلکو تمه لرله هغه ستونزې او تمې به چې د تېر کال په ټاکنو کې راپورته شوې، په يوه نه يوه ډول وارزول شي، او دا ارزونه به د ولس او بېلابېلو اړوندوډلو، نړيوالې ټولنې، د کتونکو ډلو، سياسي ګوندونو، کانديدانو او پخپله د ټاکنو دکمېسيون په ګډون ترسره شي . خو دغه قانون داسې ښکاري چې د دغو اړخونو د نظر له اخيستلو پرته راوتلی وي . د ټاکنو په اړه د شکايتونو د کميسيون له نظره، دا قانون په يقين سره د کميشنرانو د ترکيب په برخه کې بدلونونه راولي او ځينې خلک پوښتنه کوي چې ايا دا کار به په دې برخه کې ګټور وي، چې د ټاکنو په اړه د شکايتونو کميسيون شکايتونه په اغېزمنه توګه وپلټي او قضاوت پرې وکړي که څنګه ؟((
خو بل خوا د ولسمشر کرزي مرستیال ویاند حامد علمي وايې، چې دا کار يې په دې موخه کړى چې د ټاکنو پروسه افغاني کړي او د خلکو باور پرې پيداشي، هغه زياته کړه (د دې لپاره چې دغه بهیر ډیره افغاني بڼه خپله کړي نو موږ دا کار کړی دی ))
افغان دولت د افغانستان د ټاکنو په قانون کې د يو لړ بدلونونو تر څنگ په کې يو شمېر مادې زياتې کړي او په 61 ماده کې يې راغلي چې له دې وروسته به د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون غړي د افغان ولسمشر او د ملي شوری د دواړو جرگو د ريسانو او د سترې محکمې د ريس په سلا مشورو ټاکل کېږي .
د ټاکنو د پخواني قانون له مخې د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون له پنځو غړو نه يې ايله دوه تنه افغانان او نور يې بهرنيان وو، خو دا ځل داسې ويل کېږي چې د ملي مصالحو په پام کې نيولو سره به د کميسيون ټول غړي د افغان مشرانو له خوا ټاکل کېږي .
دغه قانون پخوا په 58 مادو کې توشيح شوى و، خو دا ځل د 9 مادو په زياتولو سره په 67 مادو کې د ولسمشر کرزي په فرمان توشيح شوى دى .د اساسي قانون د ١٠٩ مادې له مخې ولسي جرگه د خپلې تقنيني دورې په وروستي کال کې د دې واک نه لري چې د ولسمشر په فرمانونو کې يا لاس وهنه وکړي او يا هم په هغو کې بدلونونه راولي .