!!
شف شف، نه شفتالو
ميم. شين
د اردو ژبې په نومانده ورځپاڼه (جنګ) كې مې په يوه ليكنه كې ولوستل چې د تيرې پيړۍ په اويايمه لسيزه كې يعنې له دوهمې نړيوالې جګړې نه تر ديرشو كلونو زياته موده تيره شوې وه چې د جاپان په يوه سيمه كې به چې الوتكې تيريدلې له يوه ځنګل نه به ډزې ورباندې كيدې.
خو په كوم ټوپك به چې ډزې كيدې هغه به ښايي ډير زوړ ماډل ؤ او د نښې د ويشتلو واټن به يې هم لږ ؤ ځكه خو په لوړه فضا كې الوتكو ته د هغو مرمۍ نه رسيده، خو بيا هم پر الوتكو دغه ډزې يو معمول ګرځيدلى ؤ، د جاپان پوځ او نورو د قانون پلي كولو ادارو د دې مسالې پلټنه پيل كړه چې آخر دا څه معامله ده، وروسته يې د ډزو ځاى وموند، ويې ليدل چې په يوه شليدلې او شړيدلې پوځي دريشۍ كې يو بوډا پوځي دى، زوړ ټوپك ورسره دى، پوځي په اسانه تسليم هم نشو، هڅه يې وكړه چې پر امنيتي كسانو هم بريد وكړي، خو بيا را قابو كړاى شو ويې نيو، وروسته چې له هغه نه پوښتنه وشوه، چې ولې پر الوتكو ډزې كوې او دلته څه كوې؟
ده په ځواب كې وويل چې زه خو مې خپله دنده تر سره كوم، ماته د دغه ځاى ساتنه سپارل شوې ده، وروسته معلومه شوه چې دا د دوهمې نړيوالې جګړې يو پوځي ؤ او دوى ته د دې ځاى د ساتنې دنده سپارل شوې وه، پوځي ته يې وويل چې دوهمه نړيواله جګړه خو تر ديرشو كلونو ډيره موده كېږي چې پايته رسيدلې ده، نن دنيا بدله ده، خو پوځي دا نه منله او همداسې چيغې يې وهلې، په دې خبر كې راځي چې دغه پوځي يې بيا اروايي روغتون ته بوتلو چې درمنله يې وشي.
دا معلومه نه ده ې هغه پوځي به بيا له روغتون نه روغ را وتلى وي او كه نه او دنړۍ پر بدلون او د دوهمې نړيوالې جګړې پر پايته رسيدو به قانع شوى وي كه نه، خو كه موږ خپل چاپيريال ته وګورو، شاو خوا به دير زيات همداسې كسان ووينو چې د يوې تيرې زمانې او د تاريخ كندو ته لويدليو واكمنيو په چاپيريال كې ګرځي، تاسو د نن راډيويي او ټلويزيوني بحثونو ته پام وكړئ وضعه څه ډول ده؟
د پخواني شوروي وروستى امپراتور! ميخاييل ګورباچوف نه يوازې د سرې امپراتورۍ پر غلطيو اعتراف كوي بلكې د وخت يكه تازې امريكا ته نصيحتونه كوي چې له افغان ولس سره په پام چليږه دلته پردۍ فلسفې او پردي ارزښتونه نه چليږي، خو زموږ خپل ياران بيا دا اوس هم د فيل پر شا ويده دي ته به وايي چې اوس هم پر كريملين د برژنف واكني ده، يا د سرو فلسفو په ستاينو كې ډوب دي او يا د خپل عادت له مخې د نورو بادارانو په مخكې څڼې غورځوي، دوى د هغه جاپاني پوځي په څير دي دي چې په دې دومره بدلونونو او توپيرونو يې مازغه نه خلاصيږي!
د دوهمې نړيوالې جګړې د جاپاني پوځي سره خو يوه مخلصانه سادګي وه، هغه تر ديرشو كلونو زيات چې د كوم سنګر پر ساتلو ګومارل شوى ؤ پكې پروت ؤ، هغه د هېواد د ساتنې په سپيڅلې دنده ولاړ ؤ خو زموږ ياران بيا پر هغو غلطيو او نارواوو ټينګ دي چې زموږ د هېواد د تاريخ كرښه كرښه يې پر بطلان ګواه ده، دې ته يو هم چمتو نه دى چې كومې غلطۍ شوې كه جبران كولاى يې نشي د بيا تكرار هڅه خو يې ونه كړي، په دې خاوره كې نه مكناټن چليدلى او نه شاه شجاع، نه پكې تره كى او نه كارمل، نه د انګريزانو ښه شوې او نه د روسانو. څوك پكې زره چاودي شول او څوك اروايي ناروغان خو بيا هم د جاپاني پوځي په څېر په رسنيو كې دهماغو يارانو قلقلې دي چې يا يې قبله واشنګټن ده او يا لندن او پاريس.
د دوى نسخې هماغه دي چې دلته څو ځلې ناكامې شوې، څو څو ځلې ككرې پكې خاورې شوې، خو هيچا څه درس ترې وا نه خيست.
دلته تر ډيره حده هر څه زاړه په زاړه دي، هيڅ بدلون نه دى راغلى، نه په شعارونو كې، نه په چلن او كړو وړو كې، نظامونه ړنګ او نوي راغلل، شعارونه ساړه او نوي پورته شول، خو د جاپان د دوهمې نړيوالې جګړې دنا خبره پوځي په څېر موږ ټول په خپله خپله دنياګۍ كې اوسو، دې ته چمتو نه يو چې د وخت پر غوښتنو او واقعيتونو ځانونه خبر كړو، افسوس چې څوك زموږ د اروايي درملنې په غم كې هم نه دي، خداى خبر دى چې دغه كيسه به كوم پاى ته رسيږي؟!