Posts | Comments | E-mail /

د تور وحشت دوه مخونه

Posted by on Feb 24th, 2010 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

دهېواد په دوو بيلابيلو برخو كې د ارزګان د ړندې او وحشيانه بمبارۍ اود خوګياڼو د ځانمرګي بريد په پېښو كې زموږ په لسګونو مظلوم هېوادوال دړانده وحشت او نا مردانه ګوزارونو قرباني شول.

دا دواړه پېښې د افغان ولس اصلي مظلوميت ډير ښه انځوروي چې نه نړيوال ځواكونه زموږ د ولس پر مرګونو صرفه كوي او نه د دولت مخالفين.

يو لورى يې په يوه برخه كې زموږ پر مظلوم ولس بمبارۍ او توغندويي بريدونه كوي او بل يې بيا د ولس د مشرانو او خلكو په منځ كې ځانمرګي بريد كوي، دغه دواړې پېښې زموږ د ولس پر سر د حاكم وحشت يو ښه مثال دى، پر دې سر بيره دغه دواړه پېښې ښيي چې دغه جګړه پردۍ او د پرديو د اهدافو لپاره ده چې نن زموږ ولس پكې را ښكيل دى.

دغه دواړه پېښې ښيي چې نه د ديموكراسۍ او بشري حقوقو دعوه داران د افغان ولس د مرګ ژوبلې پروا لري او نه يې د اسلام او طالب په نامه دغه مرموز حركت د مسلمان افغان په وژلو د جرم احساس كوي.

دا يو ډير بد حالت دى، دا چې څومره زموږ د ولس مظلوميت ښيي هومره د دې جګړې د اصلي طراحانو له وحشيانه كړنو او سپيرو موخو او اهدافو نه پرده پورته كوي.

زموږ ولس ته نړيوال ځواكونه او وسله وال مخالفين د يوې سكې دوه مخونه دي، دواړه ډير كرغيړن، ډير ناروا، ډير بې رحمه، د اسلام او انسانيت له اصولو لرې او د هر ډول جنايت عاملين. دې ته اړتيا ده چې په ټوليزه توګه چارواكي، سياسي ډلې، فرهنګي كدرونه او ټول ولس نور په شعوري ډول د دې ستونزو په وړاندې داسې غبرګون وښيي چې د ولس د ملي دريځ بڼه خپله كړي.

په لوى الله سوګند تر څو ټول افغان ولس د دې ړندو وحشتونو په وړاندې چې له هر لوري تر سره كېږي كلك غبرګون و نه ښيي او ولس عملاً د دې تور وحشت او مرګونو د عاملينو په وړاندې و نه دريږي يوازې د ولسمشر او كابينې د غندنو او د يو ډول تشريفاتي پلټنو او كميسيون بازيو په اعلان به هيڅ هم و نه شي.

ولس دې له سياسي او فرهنګي كړيو سره را پورته شي په ګډه دې احتجاج وكړي چې ولې بهرنيان زموږ د ولس په عامه وژنه بوخت دي، ولې پردې جناياتو نه شرميږي؟ ولې زموږ ولس د ځانمرګيو بريدونو ښكار دى؟ كه خبره د دين، اصولو، انسانيت شرف او سړيتوب واى داسې بې رحمۍ به هيڅكله هم نه وې تكرار شوې، خبره يوازې دې ته پاتې ده چې له رسمي او تشريفاتي احتجاجونو نه وړاندې ګام اوچت شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي