!
هدا
په داسې حال كې چې مې پر غوږونو د هلمند د مرموز جنګ دخبرونو انګازې خپرې وي او په سترګو كې مې د مارجې د عملياتو د پوځيانو په وسپنو كې وركې څيرې او پردۍ بڼې دمارجې د يتيمې ناديې په دردونو كې مروړل شوى تصوير سره ګډ شوى ؤ د هرې شپې د معمول په شان مې د امريكا غږ (آشنا راديو) پښتو ادبې پروګرام ولګاوه په دې هيله چې يو څو شيبې د دې دنيا د (څه به كېږي؟) او (دا تباهى به څرنګه پاى مومى؟) له سوچونو ځان وژغورم چې دې بې ځوابه پوښتنو ذهن راته پريشانه كړى ؤ ځكه په دې خپرونه كې پرته د (عابد) صاحب د خوښې مستو او بازارى سندرو څخه كله كله د اوريدونكو له خوا په تيره د مهاجرو مزدور كارو پښتنو ځوانانو له خوا يو يو د پرديسۍ داسې نظم او شعر هم لوستل كېږي چې اوريدونكې يې د ويونكى استعداد اوهنر ته هك حيران پاتې شي په تيره چې له څه مودې راهيسې په اكثرو شعرونو كې د ملت او ټبر درد او د هغو بې وزلى او خوارى پر هغو باندې تپل شوى جګړه او ناورين ډير زوږ پيدا كړى مګر د هغو سره سم د ديموكراسي د علمبردار دولت په دې راديو كې د هغو ديموكراتيك! سانسور هم د پرون پرته خو چنده ډير شوى، لكه هغه تيره شپه چې يو دايمي اوريدونكى (د ښاغلى الكوزى په نوم) كله چې خپل شعر په دې پيغام پيل كړ چې ګواكى (زموږ پر هېواد ښامار راغلى او پښتنو را ويښ شي چې…) نا څاپه په همدې شيبه كې د تيلفون اړيكه پرې شوه او دا مزى سم د پښتنو دنوم د اخيستو سره وشليد خو زموږ ساده ورور (الكوزي) څو شيبې وروسته بيا په ډير كوښښ اړيكه ټينګه كړه چې خپل همدا شعر واوروي، خو د دويم ځل لپاره هم چې كله ده شعر پيل كړ سم د مطلع په هماغه ځاى يعنى د (پښتنو) د نوم اخيستو سره اړيكه پرې شوه او د راډيو وياند يو ځل بيا د لاين د خرابۍ له امله افسوس ښكاره كړ، خو دا تعارفي پريكون نه و ځكه له دې مخكې مې هم په وار وار د داسې نظمونو او اشعارو بندول اوريدلى چې ګويا ملي بڼه يې درلوده او څه داسې پيغام پكې نغښتې ؤ چې د امريكا ديموكراتيك نظام يې د بيان آزادۍ په شعار يې پراخ چوكاټ كې د ګوانتانامو يا بګرام په شان د استثنايي بنديز وړ بولي او په دې ترتيب دا هم خپل يو ځانګړې حق ګڼي.
د هغه اوريدونكى (الكوزى) په دې شعر كې يوازې دا جمله (ويښ شي پښتنو!) د دې ښكارندوې وه چې بايد دوى د بيان په ګوانتانامو كې بنده كړى واى او د حق او عدالت په اوسني نړيوال انځور كې دا د بيان بنديز د (پښتنو!) پركلمه او نوم د هماغه جګړې سره سمون لري چې نن په يوه مرموزه بڼه د تروريزم د وهلو تر شعار لاندې يوازې پر پښتنو او پښتني سيمو حاكمه ده، او د مارجې يتيمه (ناديه) يې د نا دودو يوه بې غږه نتيجه ده هغه معصومه مظلومه چې ښايي ژوند، كور كورنۍ، پلار، مور، خور او ورور يې د يوه سارى! پر ويلو ژوندى شي يا هم د هر شهيد پر سر يې څو ډالره د ټيكرى پر پيڅكه ور ګنډه شي.
دا استثنا د حق اوعدالت نن په ډيره زړه بوږنوونكې بڼه زموږ پر ملت او بيا په تيره پر پښتنو حاكمه ده دا د بيان آزادى ده!
كه هر څه مردارې خبرې وكړې آزاد يې! كه هر څو بې معنى سپكې سپورې او بازارې خبرې وكړاى شي هماغسې كالى واغوستى شي او هماغسې حركات اجرا كړاى شي آزاد يې! كه هر څو د خپلو وطنوالو، وطن پلار، مور، اسلام پيغمبر او خداى (ج) توهين كولاى شي آزاد څه چې د مډال او درناوى وړ يې! خو كه دې خپل ملت، خپل ټبر او د خپلې خاورې رنځ وژاړه او د هغو بدمرغيو واقعيت دې را وسپاړه داسې چې د دنيا د دې اوسمهاله واكدارانو مادي ګټو ته يوه د انتقاد كوچنى اشاره ترې ښكاريده نو د ديموكراتيك سانسور ګوتې به دې تر ستونې تاو شي ځكه هغه څه حق دى او هغه څه عدالت دى چې د مادي نړۍ د اوسنيو ديموكراتو واكدارانو په طبيعي برابر وي ځكه د دوى په امنيت كې دوى ته د دې جهان ژوند متصور دى او د غرب او امريكا امنيت هم د جګړې د هغه اور په بل ساتلو كې تامينيداى شي كوم چې نن زموږ پر هېواد بل كړاى شوى او زموږ خلكو ته حق، عدالت ديموكراسي او د بيان آزادۍ د نظاميانو په وسپنيزو خوليو او توپكونو كې راوړل شوى دا د نړۍ د اوسنيو واكدارانو د ديموكراسي او بيان آزادۍ لورينه ده زموږ خلكو ته! هو په اوسنيو واكدارانو، دا په تاكيد ليكم، ځكه د دې يوازې اوسني واكداران دى او دا يو حقيقت دى چې حتى په خپله به هم لا و نه پوهيږي چې همدا سبا به هم واكدار پاتې شواى شي او كه به له واكه او له توانه په ډيره بده او رسوا توګه را غورځيږي هغه هم د كومې اسماني معجزې په مرسته نه، بلكه د خپلو جوړو كړيو وسلو او اوږدو ستراتيژيو په لاس.