نجيب منلى
د دې هېواد د دنګو غرونو
پر ستغو، ستغو څنډو
که د دوو تیږو تر منځ
هسې یو ګرد هم پروت و
د خدای په حکم
هلته څېړۍ، لمنځې، نښتر ټوکېدل
ورباندې واوښتل کلونه پېړۍ
خو دا ځنګلونه
هغسي ګور ولاړ وو
هم پرې وطن ودان و
هم پرې نغري تاوده وو
د خدای بې رحمه مخلوق
دغه خدایي ځنګلونه
لکه پاخه غنم له مخې لو کړل
*
ما د خپل زړه پر وچه، سوږې ځمکه
د لېونو اسرو ځنګلونه جوړ کړل
زه بد قسمته ومه
یوې بې رحمې مینې
زما د هیلو تاند ځنګلونه لاښ کړل
اوس لا هم ځان ته وایم
که نصیبونه د ځنګل غوندې وای …
*
زما په برخې به تنور تودېده.