(شفيقي)
د لندن كنفرانس پايته ورسيد، لږ تر لږه ولسمشر د ربړې د هواري په اړه نړيوال ملاتړ تر لاسه كړ، دا چې د پردې تر شا به هم همدغه ملاتړ وي او كه به بله لوبه روانه وي دلته څه نه پرې وايو، يوازې دومره وشول چې ظاهراً د ولسمشر دسولې طرح و منل شوه، اوس څه په كار دي؟
يوازې د نړيوال ملاتړ ژمنې زموږ ستونزې نشي هوارولاى، د لندن كنفرانس د 6. 2 مليارد ډالرو ژمنې هم همدغسې در واخله، اوس تر هر څه وړاندې دې ته اړتيا ده چې يو نوى ګام پورته كړاى شي، دغه ګام لومړى بايد ولسمشر پورته كړي، له ولس سره كړې ژمنې دې ور يادې كړي، دغه ژمنې يوازې د نيت خلوص نشي تر سره كولاى، عمل غواړي، عمل هم يوازې د يوه تن نه بلكې د يوه ټيم.
ولسمشر بايد اوس لاس په كار شي لويه جرګه او د ولس استازي به را غواړي، د سولې او جوړ جاړي بهير به پيلوي، دغه بهير چې څومره پلويان لري مخالفين يې هم لږ نه دي. د شخصي امتيازاتو تږي، د قدرت او كرسيوليوال، د تعصب علمبرداران، په لنډو ټكيو كې د ملت پر ځاى د خپل جيب او د ا فغانستان پر ځاى د متحده اماراتو، منځنۍ آسيا او نړۍ په سوداګري بازارونو او كارو بار كې د ماڼيو او شخصي جايدادونو خاوندان او معامله ګر هيڅكله هم نه غواړي چې په افغانستان كې سياسي ثبات راشي او هر څه د نظم او اصولو چوكاټونو ته و لويږي.
ځكه چې بيا به د دوى سياسي شعارونه ساړه شي، د دوى د معاملې بازار به سوړ شي، د امتياز او باج تر لاسه كولو كارتونه به له لاسه وركړي او كيداى شي چې د قانون لاس يې ګريوان ته و لويږي او د راټولو شتمنيو او له كابل تر اروپا د غځولي كارو بار په اړه حساب كتاب ترې و غوښتل شي.
ولسمشر بايد دې ته جدي پام وكړي چې په دغسې وضعه كې چې د نړۍ پر خلوص زړه نشي تړلى، كه ترڅنګ د مخلصو، وطندوستو او پر ملي ګټو باوري كسانو ټيم و نه لري ولس ته ور كړاى شوې ژمنې به تر سره نكړاى شي.
اوس دې ته اړتيا ده چې چارواكي په تيره ولسمشر د ملي مصلحتونو لپاره نور وړوكي مصالح تر پښو لاندې كړي، دا بايد ومنو چې په ډيرو دلايلو د يوه با وقاره افغانستان د جوړولو لپاره نور دا وروستي فرصتونه دي چې بايد ضايع نكړاى شي.
د لويې جرګې را بلل او له مخالفينو سره د سولې د پروسې پيلول بايد انجي او يي نشي، دغه پروسه داسې لاسونو ته و نه لويږي چې په يوه او بل نامه د غلا او لوټ لوبه پكې توده كړي، تير اته نيم كلونه د وړتياو او خلوص د پيژندلو لپاره كافي موده وه، اوس خو بايد دغه خبره سيپنه وي چې څوك د كومې پروسې او څومره باور وړ دى او څومره د ولس په تول پوره ختلاى شي؟
نه يوازې ولسمشر او نور دولتي چارواكي بلكې ټول افغان سياسي او ولسي با اعتباره مشران بايد دا درك كړي چې نن د هېواد د راتلونكې په اړه څومره مسووليت چارواكي لري همدومره د دوى پر اوږو هم پروت دى.
افغانستان د ټولو شريك كور دى، وير او وياړ يې د ټولو شريك دى، موږ ټول د يوې كيښتۍ سپاره يو، راځئ په يوه نوي احساس او جذبه نوي ګامونه واخلو، راځئ لږ تر لږه يو ځل د ځان او خپلې ډلې پر ځاى د ټول ولس او سر تا سري هېواد د برخليك لپاره په ګډه فكر وكړو تر څو له روانو لانجو نه د وتلو لاره پيدا كړو.