Posts | Comments | E-mail /

سوله او امنيت څنګه راتلاى شي؟

Posted by on Jan 31st, 2010 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محمد حليم فدايي*

مخکې له دې چې پورتنۍ پوښتنې ته ځواب ووايم، لومړى غواړم چې د سولې او امنيت ترمنځ توپير او يو له بل سره په اړيکو يو څه وليکم. البته دا زما شخصي نظر دى، د حکومت ددريځ او پاليسي څرګندونه نه کوي.

په قرآن کريم کې چېرته چې د مقاتلې، جنګ د ددرولو او د جانبينو ترمنځ د اعتماد د رامنځ ته کولو ذکر کېږي، هلته د سولې کلمه په کار وړل شوې ده. د مثال په ډول: (ژباړه): که چيري د مومنانو ددوو ډلو او قبيلو ترمنځ جګړه وي، نو ترمنځ يې سوله وکړئ يا د حديبيې د صلح په وخت کې وايي: (ژباړه) سوله غوره ده. (ژباړه): که چيري دوئ د سولې لاس در وغځوي، نو تاسو هم ورته د سولې لاس وروغځوئ.

او چېرته چې د غربت، خوف، ويرې، روزي او د مال او ځان د له لاسه ورکولو ذکر شوى دى هلته د امن کلمه په کار وړل شوې ده. لکه ابراهيم عليه السلام د کعبې د جوړولو وروسته دا دعا وکړه (ژباړه): اي الله دا ښار يعنې مکه د امن ښار و ګرځوې او بيا وروسته وايي، ژباړه: اوسيدونکو ته يې له ميوو څخه روزي ورکړې. يا د قريش په سورت کې الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: (دهغه پالونکي او رب عبادت وکړئ کوم چې تاسو يې له ويرې او لوږې په امن کې وساتلئ). يا الله جل جلاله په بل ځاى كې فرمايي، ژباړه: تاسو په وېره، لوږه، د مالونو، ځانونو، ميووو په لاسه ورکولو ازمويي او صبر کوونکو ته زيرى ورکړه، او د عصر په سورت کې صبر د ايمان برخه ګرځيدلي ده.

په لنډ ډول ويلاى شو چې سوله د جنګ، ډز او ډوز، مقاتلې او ځورنې درول دي او د متخاصمو ډلو ترمنځ د اعتماد فضا را منځ ته کول دي ترڅو د امنيت لپاره زمينه برابره کړي. او امنيت دټولو وګړو- که متخاصمي وي او غير متخاصمي وي- له هر ډول ويرې- که د جګړې، غربت، فقر، ناپوهي، بې اتفاقي، تجاوز، بې کاري، ساسي انزوا، ټولنيز او اقتصادي محروميت، برتري او هرې بلې وجې وي- له منځه وړلو يا حد اقل کمولو ته وايي.

د پورتني توضيح په نظر کې نيولو سره لومړى بايد سوله راشي، بيا په امنيت کار وشي. ځکه چې سوله سياسي پرېکړو او امنيت هراړخيزه اقتصادي، سياسي، اجتماعي او خدماتي پروګرامونو ، پاليسيو، ستراتيژيو او پروسو ته ضرورت لري، البته د هغو سياسي پرېکړو او توافقاتو په نظر کې نيولو سره چې د متخاصمو ډلو ترمنځ ورباندې توافق شوى وي.

. لاندې ۱۰ هغه ټکي دي چې د سولې د لارې خنډ دي، او د مخالفينو او دولت ترمنځ ګډو سياسي پرېکړو ته ضرورت لري.

۱. د تورلسټ موضوع: د چا واک دى؟ کوم کسان په تور لسټ کې پاته شي، که ورنه ټول لري شي؟ او آيا تور لسټ بايد د خبرو مانع شي او کنه؟ او دې ته ورته پوښتنې.

۲. دنظام نوعيت: آيا مخالفين په اوسني نظام توافق لري او که په کې بنسټيز تغييرات غواړي؟ آيا وړانديز شوي تغييرات معقول دي او کنه؟ آيا تغييرات د منلو وړ دي او کنه؟ كه تغييرات د منلو وړ وي، څه وخت راشي؟ آيا د تغيير د نه منلو سره سره د سولې خبرې کېداى شي او کنه؟ سياسي واک ته د رسيدو کومه لاره غوره ګڼي؟ انتخابات، سوله ييزه سياسي مبازره، او که مسلحانه چلند؟!

۳. له مخالفينو سره خبرې کول: دچا اوکومې ډلې سره او په کومه کچه خبرې وشي؟ آيا د ټولو ډلو غوښتنې يو ډول دي که ترمنځ يې اختلاف شته؟ آيا نړېوال غواړي چې له هرچا سره د خبرو د پروسې ملاتړ وکړي او کنه؟ چېرته ورسره خبرې وشي؟ دمنځګړو له لارې او که نيغه په نيغه؟ په خپل هېواد کې او که په بل هېواد کې؟ له هرې ډلې سره بيلې بيلې او که يوځاى خبرې وشي؟

۴. دبهرنيانو موجوديت په افغانستان کې: ددې شرعي جواز څه دى؟ د نړېوالو ميثاقونو او اسلامي قوانينو په رڼا کې د ټولو مخالفو ګډ دريځ څه دى؟ آيا ټول په دې اړه يوه خوله دي او کنه؟ په دې اړه د ګاونډيو هېوادونو دريځ څه دى؟ دهرې مخالفي ډلې ددريځ حد څومره دي؟ آيا ددوى په موجوديت کې خبرې او سوله ييزه تګلاره خپرول ممکنه ده او کنه؟

۵. دجهاد موضوع: دموجوده نظام په خلاف د جهاد کولو شرعي او قانوني جواز شته او کنه؟ آيا د افغانستان ټول عالمان، د عالم اسلام او سيمې د هېوادونو عالمان د مخالفينو مبارزې ته جهاد وايي او کنه؟

۶. دالقاعده، اسامه او طالبانو د اړيکو څرنګوالى: دا اړيکې د اسلام، افغانستان په ګټه دي او که په تاوان؟ په دې اړه اسلامي دريځ څه دى؟

۷. د ګاونډيو هېوادونو د نقش کچه او څرنګوالى: د ټولو پورته موضوعاتو په اړه د ګاونډيو هېوادونو مثبت او منفي نقش څه ډول دى؟ آيا ټول ګاونډيان يو ډول دريځ لري او کنه؟ آيا له ګاونډيو هېوادونو سره ، سره له اختلافه تفاهم او توافق کېداى شي او کنه؟

۸. د جګړې ابعاد: يوازې سياسي او که اقتصادي، فرهنګي او که ټولنيز؟ آيا ايډيالوژيکي ده، که نور ابعاد هم لري؟ د ټولو ابعادو په اړه د مخالفو ډلو دريځونه څه دي؟ آيا تاريخي بعد هم لري او کنه؟

۹. دجنګي جنايتونو او د بشر د حقونو موضوع: څوک جنګي مجرم او يا د بشر د حقونو سرغړونکى دى؟ دا پرېکړه به څوک کوي؟ حدود او ثغور به يې څه وي؟ دوى و بښل شي او کنه؟ د بښلو واک له چا سره دى؟ که محاکمه کېږي، څوک به يې محاکمه کوي؟

۱۰. دعامه معنوي او مادي شتمنيو موضوع: ځانمرګۍ برابرول، ملکي تلفات کول، د عامه شتمنيو لکه ( داوبو بندونه، مارکيټونه، دعامه ګڼې ګوڼې ځايونه، پل، پلچک، ښوونځي، لويې لارې، باغونو، ونو، زراعتي حاصلاتو، دولتي او غير دولتي ودانۍ او نورو ورانول او پکې ماينونه ايښودل يا پکې انفجارات کول)، د قومي مشرانو، ديني علمانو، سپين ږيرو، ملي سوداګرو، ښځو، دولتي ملکي مامورينو ويرول، تښتول او وژل. په دې اړه بايد د اسلام، افغانيت، انسانيت او نړېوالو اصولو په رڼا کې ګډ دريځ څرګند شي.

پورتني ټول موضوعات که حل نشي، سوله نشي راتلاى او نه د اعتماد فضا را منځته کېداى شي نو چې سوله نه وي امنيت او بيارغونه هيڅکله نشي راتلاى. د سولې د راتګ لپاره په ټولو پورته موضوعاتو د مخالفينو او حکومت ترمنځ ترهرڅه دمخه سياسي توافق، تفاهم او تاييد ته ضرورت دى. پورته موضوعات له بلې هرې لارې نشي حل کېداى، يوازې سياسي او شرعي پرېکړو ته ضرورت لري.

ددې په خاطر چې سوله او بيا امنيت راشي، زه لاندي ۶ وړانديزونه لرم:

اول: مخالفين، دولت او ناټو دې په هغو ټکو سره خبرې وکړي چې ترمنځ يي مشترک دي، په کومو ټکو چې اختلاف لري، هغه دې دخبرو دوهم، درېيم او حتى اخرني پړاو ته پرېږدي. ټول دې په ګډه د اختلاف اساسي ټکي په نښه کړي.

دوهم: دواړه خواوې دې د اسلامي عالمانو يو نړېوال کانفرانس راوغواړي او د جګړې په حقانيت او عدم حقانيت دې شرعي دلايل وړاندې کړي او ټول يا اکثريت بايد شرعي او قانوني دريځ اعلان کړي. ترڅو هغه ملت چې د ذهني کشمکش ښکار دى، خپله خوا معلومه کړي. په دې کار سره د جنګ کولو انګيزه ختمېداى شي. البته ددې کانفرانس د غړو عالمانو لپاره بايد ژور شرايط کېښودل شي او هرڅوک يې غړيتوب ونلري. په دې کانفرانس کې د طالبانو او نورو مخالفينو مفتيان، د حکومت مفتيان او مستقل مفتيان حتما شامل کړاى شي. هره ډله دې هماغه مفتي معرفي کړي چې ورباندې اعتماد لري.

درېيم: ټولې خواوې دې دخپل دريځ د تحميلولو په لټه کې نه بلکې يوازې د دحقيقت په لټه کې شي. کله چې علماوو کرامو موضوعات روښانه کړل بيا د د بين الافغاني خبرو او اترو له لارې د حل عملي لارې چارې و لټوي. ټول مخالفين بايد له القاعده او نورو نړېوالو شبکو سره خپل پرېکون اعلان کړي او د ګډو سياسي پرېکړو پورې اوربند وکړي او په هيڅ ډول نظامي عمل دې لاس نه پوري کوي، حتى که خبرې کله نا کله له بن بست سره مخ کېږي. ددواړو غوښتنې بايد عملي بڼه ولري او واقعيتونو او حقايقو او د زمان د ايجاباتو په نظر کې نيولو سره مخ پر وړاندې ولاړ شي.

څلورم: ټول مخالفين بايد د پورته او ورته موضوعاتو په اړه له يوه ادرسه له حکومت سره خبره وکړي.

پنځم: دمخالفينو او حکومت ترمنځ خبري بايد په لومړۍ مرحله کې جدا پټې او د خبرو پروسه د ځينو داخلي او خارجي رسنيو د ناسمو تحليلونو قرباني نشي.

شپږم: د د عالمانو د کانفرانس د پرېکړو، دمخالفينو او حکومت د ګډو سياسي پرېکړو او توافقاتو په نظر کې نيولو سره لويه جرګه راوغوښتل شي او د دايمي امنيت لپاره نهايي پرېکړي اعلان کړي او د اختلاف په صورت کې د نهايي واک د عالمانو مستقلې کمېټې ته ورکړاى شي او ددوئ پرېکړې دې ټولې خواوې په سړه سينه ومني. که کوم اړخ يې نه مني، بايد له واک سپارلو مخکې خپل ملاحظات ووايي، هغه لري کړاى شي او که نشي لري کېداي نو فيصله دې د اکثريت په اراوو وشي او بيا دې واک د عالمانو مستقلې کميټې ته و سپارل شي. که ورنه سرغړونه کېږي، بايد ټول اړخونه دهغه چا څخه ملاتړ وکړي، چې سوله او امنيت غواړي.

* محمد حليم فدايي د ميدان وردګو والي دى دا ليکنه دده شخصي نظر دى، د حکومت ددريځ څرګندويه نه ده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده