Posts | Comments | E-mail /

د لندن كنفرانس پريكړې

Posted by on Jan 29th, 2010 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

د لندن كنفرانس دنړۍ د اويا هېوادونو د جګپوړيو استازيو په ګډون د يوې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسيد، كه څه هم دا ګرانه ده چې د افغانستان اوسنۍ پېچلې لانجه دې د لندن د وروستي كنفرانس په څېر په يوه دوو كنفرانسونو كې حل شي او يا داسې يوه لاره پكې په ګوته شي چې له يوې مخې هر څه بدل شي. په دې كنفرانس كې تكرارې خبرې هم وې، د پخوا په څېر له افغانستان سره هوايي ژمنې هم، خو يو دوه ټكي پكې داسې وو چې د هېواد د اوږدې لانجې د حل په لور يوه لاره پرانيستلاى شي او لږ تر لږه د سولې يو نوى بهير ترې پيليداى شي.

لومړى د افغان ولسمشر لخوا له طالبانو سره د سولې طرحه د نړيوالې ټولنې لخوا منل كيدل او په دې لاره كې د لويې جرګې لپاره لاره پرانيستل كيدل.

دوهم په تدريجي ډول تر راتلونكيو پينځو كلونو پورې د هېواد د ټولو ولايتونو امنيت افغان ځواكونو ته سپارل كيدل.

كه څه هم دغه مساله تر اوسه پورې ډيره روښانه نه ده چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د اصلي عاملينو راتلونكي اهداف به څه وي، خو له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو د بهير داسې پيل چې نړيواله ټولنه يې ملاتړ وكړي كه په مخلصانه ډول پيل شي خامخا به ښې پايلې ولري، البته له دې وضاحت سره چې هم بايد افغان حكومت او هم نړيواله ټولنه په افغانستان كې د جګړې ددوام انګيزې له منځه يوسي، هغه نيمګړتياوې اصلاح كړي چې ولس يې په دې جګړه كې بې پروا كړى دى، كه دغه انګيزې وركې شي ښايي د مخالفينو له لويې برخې سره د تفاهم او جوړجاړي زمينه برابره شي.

په دې اړه يوازې د مادي امتيازاتو اعلان كارنده رول نشي درلوداى تر څو انګيزې او پلمې له منځه يو نه وړاى شي.

دوهم ټكى چې د لندن په كنفرانس كې پرې ټينګار وشو د امنيت افغاني كيدل دي، دا به هم د مسالې د افغاني كيدو سبب شي او هم به نيغ د جګړې په سړيدو كې رول و لري، بايد ووايو چې په افغانستان كې څومره بهرني ځواكونه زياتيږي او څومره د هغو مركزونه او تحركات زيات وي په همغه پيمانه به د دولت او نړيوالو ځواكونو د مخالفينو پوځي تحركاتو ته پلمې او زمينې زياتې وي، او څومره چې دغه مساله افغاني كېږي د مخالفينو پر فعاليت به معكوس اثر غور ځوي، په هر صورت خداى دې وكړي د لندن كنفرانس له ټولو كمزوريو او نميګړتياوو سره زموږ ولس ته د آرامۍ، خودى او هميشنۍ آرامۍ پيغام شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى