Posts | Comments | E-mail /

بارك اوباما او د بدلون شعار يې

Posted by on Jan 29th, 2010 and filed under افغانستان در آیینهء مطبوعات جهان, تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډاكتر مليحه لودي په واشنګټن كې د امريكا پخوانۍ سفيره

بارك اوباما د امريكا د ولسمشر په توګه يو كال بشپړ كړ، خو دده محبوبيت په دې تير يوه كال كې له 67 سلنې نه 47 سلنې ته را پريوت.

آيا د امريكا له ولسمشر سره د 365 ورځو په واكمنۍ كې همدغه معمول دى چې محبوبيت يې را ولويږي، آيا دا يو رواج دى او همدغسې به دوام لري؟ او آيا اوباما به دغه معمول را قابو او بدل كړي؟

د لومړنيو دوو پوښتنو ځواب نه! دى، لومړى كال د راتلونكيو كلونو د سمت او د حركت زور ټاكي خو د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره يوازې همدغه ټاكونكى نه دى.

د درېيم سوال ځواب دادى چې اوس به ګورو چې اوباما څه كوي؟ په ځانګړي ډول دا چې هغه به اقتصاد څنګه سنبالوي او امريكا ته ورپيښې لانجې څه ډول هواروي؟ عامه ذهنيت خو بارك اوباما د بل كلنټن او جيمي كارتر په كتار كې درولى دى، ځكه چې هغوى دواړو هم په لومړي كال خپل محبوبيت بايللى ؤ، د جورج بوش محبوبيت په لومړى كال كې ډير زيات شو خو د هغه د ولسمشرۍ د دورې تر پايه تاريخي كموالى پكې راغى، خو بر عكس بل كلنټن له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته له دندې د ګوښه شويو ولسمشرانو په منځ كې تر ټولو زيات محبوبيت درلود.

د اوباما د ولسمشرۍ د ارزولو درې اړخونه مهم دي.

لومړى ستونزمن ميراث، دوهم د ده له تاريخي برياو سره تړل شوې بې باوره هيلې، او درېيم د هېواد دننه ستونزې او فشارونه.

اوباما ته په ميراث كې لويې ستونزې پاتې دي چې دده كفايت يې ډير محدود كړى دى، يو د عراق او افغانستان اوږده جګړه. دوهم اقتصادي بحران په دې لړ كې نوموړي خپل ټول توان په كورنيو معاملو كې ولګاوه، د اقتصادي بحران سره يې مبارزه وكړه او د اعتماد د اعادې لپاره يې هڅې وكړې له بشپړې بربادۍ نه يې د هېواد په ژغورلو كې ډيرې برياوې په برخه شوې، په دې برخه كې نوموړي برياوې درلودې خو ولس يې كه پرې قانع نه دى سبب يې دا دى چې ده د (بدلون) شعار وركړى ؤ او د ولس هيلې يې غير معمولي زياتې شوې وې.

كله چې دى په عملي اړخ كې له ترخو حقايقو سره مخ شو او مصالحو ته يې غاړه كېښوده نو ملګري يې ترې مايوس شول، اوباما چې كومې ژمنې وركړې وې تر سره نه شوې او مساله د مايوسيو زياتيدو ته ورسيده.

د بارك اوباما د ملي امنيت او بهرنۍ پاليسۍ په برخه كې هم وعدې تر سره نه شوې او لومړى كال د وعدو نه تر سره كيدو سره پاى وموند.

د سپينې ماڼۍ په لومړيو ورځو كې ولسمشر اوباما نړۍ ته له امريكا سره د اړيكو د نوي پيل بلنه وركړه، په ځواك كې يې د اعتدال را وستلو ژمنه وكړه، اسلامي نړۍ ته راغى او دوى ته يې د دپلوماسۍ د لارې غوره كولو وړانديز وكړ، خودا د لهجې له بدلون پرته د عملي پاليسۍ د بدلون پيلامه نه شوه، دا مساله د افغانستان په اړه دنوې ستراتيژۍ په برخه كې ډيره ښكاره شوه، په جګړه كې توندي را وستل د ستراتيژۍ د بدلون پر ځاى د پخواني ولسمشر بوش د ستراتيژۍ دوام دى.

بارك اوباما د منځني ختيځ په اړه هم نوى ګام پورته نكړاى شو چې د كوم مثبت بدلون تمه ترې وشي، د اسرائيلو لخوا د فلسطيني ځمكو په غصبولو او پر هغو د نويو كليو جوړولو په لړ كې د واشنګټن نه اقدام د دې ښكارندوى دى چې بارك اوباما له اسلامي نړۍ سره په قاهرې كې چې په يوه احساساتي وينا كې كومې ژمنې كړې وې د هغو په تر سره كولو كې ناكام دى، خو په تير كال كې د اوباما تر ټولو مهمه پريكړه د افغانستان په باب وه چې (د پوځونو زياتولو او راوتلو) طرحه ده نوموړي په يوه وخت څو لوريو ته ځواب ويلى، اوباما پر دې پريكړې خپله سياسي را تلونكې په قمار كې اچولې ده يوه داسې لاره يې ونيوله چې نه يوازې د سيمې ثبات بلكې د ده اقتدار به هم تر ګواښ لاندې راشي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د کورنيو چارو وزارت: حکيم شجاعي به د خلکو د شکنجې په تور ونيول شي
    • دهیواددخپلواکۍ دورځې د۹٤مې کليزې په وياړ دخوست والي دمبارکۍ پيغام
    • مصاحبه با محترم آصف آهنگ دانشمندی که چراغ مشروطه خواهان را روشن نگاه داشته است
    • جلسه شورای امنیت ملی: از روز تاریخی و خجستهء استراد استقلال کشور با شکوهمندی تجلیل بعمل آید
    • عنوانی حامد کرزی پیام های تبریکیهء سران کشور های مختلف جهان به مناسبت استرداد استقلال کشور
    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک